د ایران جګړې ختمولو په اړه د سنا مجلس پر پرېکړې د ټرمپ نیوکه؛ "دا له دوښمن سره مرسته ده"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا ولسمشر د دغه هېواد د سنا مجلس یا کانګرېس پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې د یوې طرحې په تصویبولو سره ډونلډ ټرمپ ته امر کوي چې له ایران سره له جګړې لاس واخلي.

هغه پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي چې ګواکې ایران یې له فشار سره مخ او ماتې منلو ته نږدې کړی و خو سنا مجلس د دې جګړې پر ضد رایې ورکولو سره "دوښمن ته ګټه و رسوله".

خو ده ګواښ کړی چې "له هرې لارې وي، خپل کار به تماموي".

ښاغلي ټرمپ لیکلي، "ما ایران داسې حال ته راوستی و چې له فشار سره مخ، شا ته تګ او موږ ته نږدې هر څه راکولو ته چمتو و. دا په لسیزو کې لومړی ځل و چې ایران امریکا او ولسمشر ته یې په درناوي قایل شو".

خو د ټرمپ په وینا، "د امریکا د سنا مجلس د جنګي واکونو قانون په برخه کې [د ایران جګړې پر ضد] په ډېر بد وخت کې خپله بې‌معنا رایه وکاروله او له دې سره په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړي/تمویلوونکي ته دا پیغام ورکړل شو چې امریکا زما له کارونو خوشاله نه ده او زه باید دا هر څه و دروم".

ټرمپ ویلي چې هغوی "په دې کار له دوښمن سره مرسته وکړه او ډاډمن یې کړ".

ده دغو څرګندونو په دوام لیکلي، "څلورو ناکاره جمهوري غوښتونکو له ډيموکراتانو سره په ګډه رایه وکاروله او اوس ایران زما له استازو پوښتي چې دا رایه په څه معنا ده؟ دغو سناتورانو یوازې زما دنده سخته کړه خو زه چې له هرې لارې وي، خپل کار کوم. ځکه چې زه همېشه خپل کار تماموم".

د سنا مجلس له لوري د طرحې تصویب

د جمهوريپالو تر کنټرول لاندې سنا د سې‌شنبې په ورځ (د جون ۲۳مه) داسې طرحه تصویب کړه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کوي چې له ایران سره جګړه ودروي‌ او یا د پوځي عملیاتو دوام لپاره د کانګرس اجازه تر لاسه کړي.

په دې تړاو رای اچونه کې یو شمېر جمهوریپال سناتوران هم د ډیموکراتو لږه‌کیو سره ودرېدل او دا طرحه یې د ۴۸ مخالفو رایو مقابل کې په ۵۰ موافقو رایو تصویب کړه.‌

دا ګام د جګړې له دوام سره د امریکا د دواړو لویو ګوندونو د ګډ مخالفت څرګندونه کوي.

روانه میاشت ورمخکې د امریکا استازو جرګې هم دا طرحه د ۲۰۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۵ موافقو رایو تصویب کړې وه.‌

د یادونې ده چې په استازو جرګه کې هم څلورو جمهوریپالو له دیموکراتانو سره یو ځای مثبتې رایې کارولې وې.‌

دا په ۱۹۷۳ کال کې د "جګړې د واکونو قانون" له تصویبېدو راهیسې لومړی ځل دی د امریکا د کانګرس دواړه جرګې د ولسمشر د یوه پوځي اقدام پای ته رسولو لپاره یو ګډ پرېکړه‌لیک تصویبوي.

خو دغه پرېکړ‌ه‌لیک تر ډېره سمبولیکه بڼه لري، ځکه د دواړو جرګو لخوا له تصویبېدو سره سره توشیح لپاره ولسمشر ته نه استول کېږي او له حقوقي پلوه الزامي نه دی.

د دې رای‌اچونې اهمیت په دې کې دی له ایران سره د جګړه پای ته رسولو لپاره پر سپینه ماڼۍ فشار زیاتوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې د تېلو بیې لوړې او له جګړې سره عام مخالفت زیات شوی دی.

په هر حال د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بي‌بي‌سي ته ویلي، دا چې د اپرېل له اوومې راهیسې اوربند منل شوی، نو دمګړۍ داسې هېڅ فعاله جګړه نشته چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړتیا ترې وي.

جمهوریپال ګوند کې د دخلي مخالفتونو نښه

دا رای‌اچونه او له دیموکراتانو سره د ځینو جمهوریپالو درېدل د نوامبر میاشتې د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د جمهوريپال ګوند دننه د اختلافاتو نښه ګڼل کېږي.

منځمهاله ټاکنې به روښانه کړي چې ایا دغه ګوند کولی شي د کانګرس په دواړو جرګو کې خپل نازک اکثریت وساتي که څنګه.

په وروستیو میاشتو کې ځینو جمهوريپالو استازو د ولسمشر ټرمپ خلاف دریځ خپل کړی.

دوی اوکرایین سره د مالي‌ ملاتړ د دوام او "د وسلو د سیاسي کېدو پر وړاندې د مقابلې" په نوم د ۱ اعشاریه ۸ میلیارد ډالري صندوق د جوړېدو مخالفت کړی دی.‌

د سې‌شنبې د ایران د جګړې له پیل راهیسې لسم ځل و دیموکراتو سناتورانو د جګړې واکونو په اړه رایه اچوله.

دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېده، چې د امریکا دفاع وزارت له کانګرسه د شاوخوا ۸۰ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې.‌

ټاکل شوې چې د دې وړاندیز شوې بودېجې ډېره برخه به هم له ایران سره د جګړې د لګښتونو په جبرانولو ولګول شي.

د امریکا د قوانینو له مخې، تر ۶۰ ورځو زیاته موده د پوځي عملیاتو دوام د کانګرس اجازې ته اړتیا لري.

پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوي، خو د ټرمپ اداره وايي چې د اپرېل میاشتې اوربند عملآ دا قانوني موده له سره کوي.

همدا راز سپینه ماڼۍ کولای شي د ملي امنیت د ملحوظاتو له مخې دا موده ۳۰ ورځې نوره هم وغځوي.

دمګړۍ امریکا او ایران د اوربند پر دوام هوکړه کړې او دواړه خواوې د هغې هوکړه‌لیک چوکاټ کې چې تېره اوونۍ یې د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوی، هڅه کوي دښمني پای ته ورسوي.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې واشنګټن او تهران ۶۰ ورځې وخت لري چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د لانجې حل لپاره د یوه پراخ تړون په اړه خبرې وکړي.