تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران او امریکا هوکړه: پاکستان ته د ایراني ولسمشر سفر
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي سفر پاکستان ته تللی دی.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس (تسنیم) په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي پزشکیان نن سې شنبه (جون ۲۳مه) پاکستان ته له روانېدو مخکې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې د پاکستان د رول ستاینه کړې.
د تسنیم په رپوټ کې د ښاغلي پزشکیان له قوله ویل شوي، چې د اسلام اباد هڅې 'پام وړ' وې.
په دې رپوټ کې د ښاغلي پزشکیان له قوله دغه راز ویل شوي، چې د دې سفر هدف نه یوازې د پاکستان د همکارۍ ستاینه ده، بلکې له امریکا سره د شوې هوکړې ارزونه هم ده، چې یقیني شي د دغه تفاهم لیک پر ټولو جزییاتو له نړیوالو قوانینو او د ایران له جائزو حقونو سره سم عمل وشي.
پزشکیان زیاته کړې، د تفاهم لیک پلي کېدل د ډېری سیمه ییزو ننګونو په کمولو کې مرسته کولای شي او په داسې وضعیت کې ډېر ټیکاو رامنځته کولای شي، چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر ضد د اسرائیل یرغل دوام لري.
د ایران او پاکستان تر منځ د اقتصادي راکړې ورکړې پراختیا هم د دې سفر له هدفونو یو بلل شوی.
پاکستان د ایران او امریکا تر منځ د خبرو لړ کې یو مهم منځګړی و.
په ورته مهال د ایران د پارلمان مشر محمد قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سویټزرلنډ نه تر ستنېدو وروسته عمان ته روان شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قالیباف او عراقچي د ''هرمز تنګي د انتظامي چارو'' په اړه د خبرو او د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مسقط ته تللي دي.
د ارنا خبري اژانس په وینا، محمد قالیباف به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان له سلطان هېثم بن طارق سره لیدنه وکړي۔
په سویټزرلنډ کې د امریکا او ایران د خبرو په ترڅ کې هم د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دې هېواد د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر حضور درلود.
ښاغلي شریف همدا نن وویل، چې په سویټزرلنډ کې د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد تفاهم یادښت په چوکاټ کې د خبرو لومړی پړاو په مثبت او رغنده چاپېریال کې پای ته ورسېد.
له دې مخکې پر دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې، دواړو منځګړو قطر او پاکستان وویل چې د سويټزرلنډ په بورګېنسټوک تفریحځای کې د خبرو له لومړي پړاو وروسته متحده ایالاتو او ایران موافقه کړې ده چې "یوه داسې لار نقشه رامنځته کړي چې د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي".
پاکستان ته د ایران د ولسمشر له سفره مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ترمپ ویلي، د ایران ځینې کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړې دي.
هغه همدا راز سویس کې له ایران سره د مذاکراتو د لومړي پړاو له پایلو هم رضایت ښودلی دی.
د امریکا ولسمشر ویلي: "تېره شپه د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوه او ټاکل شوې دغه پیسې د خوارکي توکو اخیستلو لپاره وکارول شي."
نوموړی وایي، دغه خوارکي توکي به په ځانګړې توګه له متحدو ایالتونو او امریکايي کروندګرو پېرل کېږي.
"غلې دانې، سویا او هر څه ته چې اړتیا لري، زموږ له کروندګرو به پېرل کېږي. نو زموږ بزګران ډېر خوښ دي. ډېرې اړېکې راسره نیول شوې چې ښيي، هغوی له دې موضوع ډېر راضي دي."
هممهاله د ایران د مرکزي بانک ریییس عبدالناصر همتي ویلي چې د دغو لومړیو "شپږ میلیارد ډالرو" د کارېدو څرنګوالی د هغه هوکړې د منځپانګې له مخې ټاکل شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امریکا او ایران ترمنځ لاسلیک شوې وه.
هغه په دې لړ کې د لومړنیو اړتیا توکو او درملو یادونه کړې.
د ښاغلي همتي اشاره ظاهرآ هغې هوکړې ته ده چې د جو بایډن د حکومت پر مهال د ۵ امریکايي اتباعو د ازادېدو بدل کې پر سویلي کوریا د تېلو د پلور له درکه د ایران د ۶ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنې د ازادېدو لپاره شوې وه.