د امریکا کانګرس له ایران سره د جګړې پای ته رسېدو طرحه تصویب کړه

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock
د امریکا کانګرس د لومړي ځل لپاره د جګړې د واکونو طرحه تصویب او په زغرده له ایران سره د ډونلډ ټرمپ د حکومت د جګړې مخالفت وکړ.
د جمهوريپالو تر کنټرول لاندې سنا د سېشنبې پر ورځ (د جون ۲۳مه) داسې طرحه تصویب کړه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کوي چې له ایران سره ودروي او یا د پوځي عملیاتو دوام لپاره د کانګرس اجازه تر لاسه کړي.
په دې تړاو رای اچونه کې یو شمېر جمهوریپال سناتوران هم د ډیموکراتو لږهکیو سره ودرېدل او دا طرحه یې د ۴۸ مخالفو رایو مقابل کې په ۵۰ موافقو رایو تصویب کړه.
دا ګام د جګړې له دوام سره د امریکا د دواړو لویو ګوندونو د ګډ مخالفت څرګندونه کوي.
روانه میاشت ورمخکې د امریکا استازو جرګې هم دا طرحه د ۲۰۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۱۵ موافقو رایو تصویب کړې وه.
د یادونې ده چې په استازو جرګه کې هم څلورو جمهوریپالو له دیموکراتانو سره یو ځای مثبتې رایې کارولې وې.
دا په ۱۹۷۳ کال کې د "جګړې د واکونو قانون" له تصویبېدو راهیسې لومړی ځل دی د امریکا د کانګرس دواړه جرګې د ولسمشر د یوه پوځي اقدام پای ته رسولو لپاره یو ګډ پرېکړهلیک تصویبوي.
خو دغه پرېکړهلیک تر ډېره سمبولیکه بڼه لري، ځکه د دواړو جرګو لخوا له تصویبېدو سره سره توشیح لپاره ولسمشر ته نه استول کېږي او له حقوقي پلوه الزامي نه دی.
د دې رایاچونې اهمیت په دې کې دی له ایران سره د جګړه پای ته رسولو لپاره پر سپینه ماڼۍ فشار زیاتوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې د تېلو بیې لوړې او له جګړې سره عام مخالفت زیات شوی دی.
په هر حال د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي، دا چې د اپرېل له اوومې راهیسې اوربند منل شوی، نو دمګړۍ داسې هېڅ فعاله جګړه نشته چې د امریکايي ځواکونو د وتلو اړتیا ترې وي.
جمهوریپال ګوند کې د دخلي مخالفتونو نښه
دا رایاچونه او له دیموکراتانو سره د ځینو جمهوریپالو درېدل د نوامبر میاشتې د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د جمهوريپال ګوند دننه د اختلافاتو نښه ګڼل کېږي.
منځمهاله ټاکنې به روښانه کړي چې ایا دغه ګوند کولی شي د کانګرس په دواړو جرګو کې خپل نازک اکثریت وساتي که څنګه.
په وروستیو میاشتو کې ځینو جمهوريپالو استازو د ولسمشر ټرمپ خلاف دریځ خپل کړی.
دوی اوکرایین سره د مالي ملاتړ د دوام او "د وسلو د سیاسي کېدو پر وړاندې د مقابلې" په نوم د ۱ اعشاریه ۸ میلیارد ډالري صندوق د جوړېدو مخالفت کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د سېشنبې د ایران د جګړې له پیل راهیسې لسم ځل و دیموکراتو سناتورانو د جګړې واکونو په اړه رایه اچوله.
دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېده، چې د امریکا دفاع وزارت له کانګرسه د شاوخوا ۸۰ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې.
ټاکل شوې چې د دې وړاندیز شوې بودېجې ډېره برخه به هم له ایران سره د جګړې د لګښتونو په جبرانولو ولګول شي.
د امریکا د قوانینو له مخې، تر ۶۰ ورځو زیاته موده د پوځي عملیاتو دوام د کانګرس اجازې ته اړتیا لري.
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونه د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوي، خو د ټرمپ اداره وايي چې د اپرېل میاشتې اوربند عملآ دا قانوني موده له سره کوي.
همدا راز سپینه ماڼۍ کولای شي د ملي امنیت د ملحوظاتو له مخې دا موده ۳۰ ورځې نوره هم وغځوي.
دمګړۍ امریکا او ایران د اوربند پر دوام هوکړه کړې او دواړه خواوې د هغې هوکړهلیک چوکاټ کې چې تېره اوونۍ یې د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شوی، هڅه کوي دښمني پای ته ورسوي.
د دغه هوکړهلیک له مخې واشنګټن او تهران ۶۰ ورځې وخت لري چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د لانجې حل لپاره د یوه پراخ تړون په اړه خبرې وکړي.





















