د کانګرس لسګونو غړو د ټرمپ‌ له حکومت غوښتي‌ چې د قطر کمپونو کې دېره افغانان دې کانګو ته نه لېږدوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د استازو جرګې له اتیا ډېرو غړو د ډونلډ ټرمپ له حکومت غوښتي چې له قطره درېیم ناامن هېواد ته د هغو افغانانو د لېږد پلان ودروي،‌ چې له امریکا سره یې همکاري کړې ده.

دغو استازو د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غوښتي، چې قطر کې له پنډغالو څخه درېیمو هېوادونو ته د سلګونو افغانانو د لېږد طرحې ته بیا کتنه وکړي.

په هغو قانون جوړوونکو کې، چې دا غوښتنه یې کړې، د جمهوريپال او دېموکرات دواړو ګوندونو غړي شامل دي.‌

د ډونلډ ټرمپ حکومت د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت (ډي‌ار‌سي) ته د افغانانو د لېږد طرحه د روان کال پیل کې وړاندې کړې وه.

دغو استازو د پنجشنبې پر ورځ (جون ۱۱مه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو او امنیتي اندېښنو له کبله دې کانګو ته د افغانانو د لېږد دغه پروګرام ودرول شي.

د امریکا په استازو جرګه کې د کولوراډو ایالت دیموکرات استازي جېسن کرو ویلي: "دا یوه اخلاقي اړتیا او د ملي امنیت ضرورت دی چې زموږ هېواد پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغه کسان وساتي، چې ځانونه یې زموږ د امنیت خوندیتابه لپاره خطر ته ورکړي دي."

د قانون جوړوونکو په لیک کې د هغو افغانانو د خدمتونو یادونه شوې چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

د دغه لیک یوه برخه کې راغلي: "افغان متحدینو په افغانستان کې زموږ د نږدې شل کلن ماموریت پر مهال په مهمو نقشونو کې د امریکا د عملیاتو ملاتړ کړی او د ژباړونکو، قراردادیانو او امنیتي ځواکونو په توګه یې د امریکایانو ترڅنګ جګړه کړې ده."

په لیک کې زیاته شوې: "موږ خوندي، دوامدارو او داسې ارزانه لارو چارو ته د لومړیتوب ورکول کېدو غوښتونکي یو چې هم د امریکا ملي ګټې خوندي کړي او هم زموږ ژمنې ته درناوی وکړي."

د امریکا د کانګرس غړو سپارښتنه کړې، چې هغو افغانانو لپاره باید امریکا ته د ورتګ امکان پام کې ونیول شي، چې پرمختللې امنیتي څېړنې یې بشپړې شوې او د سفر جواز یې ترلاسه کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر دوه اوونۍ مخکې اعلان کړی و چې د امریکا حکومت نه غواړي هغه افغانان چې اوسمهال په قطر کې پاتې دي، په زور خپل هېواد ستانه کړي.

مارکو روبیو د جون ۲مه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې ویلي وو، له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره خبرې روانې دي چې د دغو کډوالو د منلو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.

سلګونه افغانان چې له امریکا سره یې په افغانستان کې د حضور پر مهال همکاري کړې وه او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د قطر او ابوظبۍ په کمپونو کې په دې تمه شپې سبا کوي، چې که ګوندې امریکا ته ولېږدول شي.

د ډونلډ ټرمپ حکومت تر هغې وروسته امریکا ته د افغان اتباعو پر ورتګ لګېدلي محدودیتونه لا پسې سخت کړل، چې د تېر کال په نومبر میاشت کې یوه افغان کډوال واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې.‌

د امریکا حکومت تر دې پېښې وروسته د ټولو کډوالو دوسیې وځنډولې او امر یې وکړ چې په امریکا کې د ټولو افغان اتباعو وضعیت دې له سره وڅېړل شي.