کرېکټ: هند پاکستان ته په ماتې ورکولو د ۲۰۲۶ کال د اسيالي لوبو د سرو زرو مډال وګاټه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

هند د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ اسيايي شل اوريزو لوبو کې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپير ماته ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

هند د پچې له ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او پاکستان ته یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲۱۲ منډو هدف وټاکه چې پاکستان ونشوای کړی پوره یې کړي او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۲ منډې وکړې.

که څه هم هند د وېبو سورياونشي وېکټه ژر په ۱۵ منډو له لاسه ورکړه خو ابيشېک شرما بيا تر ډېره په وېشتنځای پاتې شوې او چټکې ټولې ۶۱ منډې یې وکړې. د ده تر څنګ تېلک ورما ۵۱، شېوم دوبې ۲۷، شرېاس اير ۲۱ او اېشان کېشن ۲۰ منډې وکړې.

د پاکستان عرفات منهاس او احمد دانيال هر يوه دوې دوې، ابرار احمد او سايم ايوب یوه یوه وېکټه واخيسته.

په توپوهنه کې بيا د پاکستان حسن نواز تر ټولو ډېرې (۹۶) منډې وکړې او تر وروستي توپه پر وېکټه پاتې شو. د ده تر څنګ صايم ايوب، ۲۹، معاذ صداقت ۲۳، صعد مسعود ۱۲ او صاحبزاده فرحان ۱۰ منډې وکړې.

د هند لپاره اکسر پټېل او وانشنګټن سوندر هر يوه دوه دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې همدا نن د درېيم ځای لپاره د بنګله دېش او شري لنکا تر منځ هم سيالي وشوه چې شري لنکا په ۶۳ منډو وګټله او د کرېکټ په روانو اسيايي لوبو کې یې درېيم ځای خپل کړ.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې هم په سږنیو اسيايي لوبو کې ګډون درلود چې يوه لوبه یې له جاپان وګټله، يوه یې نيپال ته وبايلله او له هند سره لوبه یې بې پايلې ختمه شوه.