تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمر خوړلو نړيواله ورځ؛ بریتانيا کې افغانان په څه حال دي؟
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د اکتوبر لومړۍ نېټه په نړۍ کې د عمر خوړليو یا پاخه عمر کسانو د ملاتړ ورځې په توګه لمانځل کېږي.
دا ورځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې هر کال له یوې جلا نارې سره لمانځل کېږي او موخه یې دا ده چې په ټولنو کې د عمر خوړلیو کسانو رول ته هم پام وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سږکال د دې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې د ډېر عمر کسان د نوښت او بدلون پیاوړې سرچینې دي.
نوموړي غوښتنه کړې چې د ټولنو د بشپړتیا لپاره باید د تګلارو په جوړولو کې د پاخه عمر کسانو غږ هم واورېدل شي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې د زړو کسانو یا هغو چې عمر یې له شپته یا له شپتو کلونو ډېر و شمېر یو اعشاریه دوه میلیاردو ته رسېدلی و او اټکل دی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې دا شمېر دوه اعشاریه ۱ میلیارد ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د ژوندانه اوسط تر ۲۰۲۵ کال پورې څه باندې ۷۳ کاله ښودل شوی و چې له ۱۹۹۵ کال نه راپدېخوا څه باندې اته نیم سلنه لوړ شوی دی. ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې د زړو کسانو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی او تمه ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې یې شمېر له ماشومانو ډېر شي.
په ډېرو هېوادونو کې د حکومت او خصوصي سکتور لخوا د داسې کسانو د ساتنې او پالنې مرکزونه شته چې د فیس په بدل کې د ډېر عمر کسان په کې دیره دي. دوی ته دغلته بېلا بېلې بوختیاوې او فعالیتونه په پام کې نیول شوي چې د ژواندانه په وروستیو کلونو کې هم بوخت پاتې شي او هم د یوازیتوب احساس ونه کړي.
په بریتانیا کې د کډوالو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې په دې هېواد کې د یوازیتوب او انزوا احساس د پاخه عمر افغانانو ترمنځ په یوه روغتیايي او بشري اندېښنه بدل شوې ده. بی بي سي هم له ځینو افغانانو سره خبرې کړې چې وايي چې له هېواده او عزیزانو نه لېریوالی یې ځوروي.
په انګلیسې ژبې نه پوهېدل او د ډیجیټلي مهارتونو نه درلودل هم د هغوی د ټولنیز انزوا په ژورولو کې مهم رول لوبوي. خو دې ډله کې ځینې کسان هم شته چې وايي په لویو کورنیو کې ژوند کوي او منظم ورځنۍ پروګرامونه لري، چې له امله یې دا درد لږ احساسوي.
د پاخه عمر خاوند شاه ولي سهاک د لندن په سویل لوېدیځ کې اوسېږي. هغه په لندن کې د ژوند په اړه وايي چې لندن کې کلتوري توپیرونه یې ځوروي، په انګلیسې ژبه نه پوهېدل بله لویه ستونزه او ننګونه ده، هغه وايي په هېوادکې یې له دوستانو، خپلوانو او عزیزانو سره راشه درشه لرله خو په لندن کې دا راشه درشه، د دوستانو بنډارونه او لیده کاته کمرنګه دی ځکه نو وطن یې ډېر یادېږي او له دې حالته چې ورسره مخامخ دی ځورېږي.
ښاغلي سهاګ څه باندې دوه کاله کېږي چې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه لندن ته راغلی دی. خو ډېر کلونه مخکې راغلي افغانان هم ورته احساس لري او وايي چې نه یې وطن او نه یې هم خپلوان هیرېږي.
خان محمد منګل مو د جمعې له لمانځه مخکې د لندن په لوېدیځ کې د افغانانو په جومات کې په داسې حال کې ولید چې له خپلو همزولو سره ناست و. هغه ویل چې په وطن کې له خپلو عزیزانو لېریوالی یې ځوروي او نورو همزولو یې هم د سر په ښورولو د هغه خبرې تائیدولې.
دی وايي، "هېڅ امکان نه لري چې خپل وطن، دوستان او خپلوان هېر کړو. دا چې په افغانستان کې له خپلې کورنۍ ، عمه، خاله، دوستانو او عزیزانو لېری یو ځورېږو. هلته په وطن کې مړی، ژوندی لرو اخترونه لرو خو دلته ترې موږ بې برخې یو."
حاجي محمد قاسم څه باندې اتیا کاله عمر لري، په داسې حال کې چې د جومات دیوال ته یې تکیه وهلې وه ویل یې چې په لندن کې لویه کورنۍ او د دې لپاره چې د یوازیتوب احساس ونکړي د بوختیاوو منظم پروګرام لري خو بیا هم له دوستانو لېریوالی یې ځوروي.
"له دوستانو، خپلوانو او نورو خلکو لېري یو، هغوی په وطن کې دي او موږ دلته، همدا لېریوالی مو ځوروي."
د پاخه عمر دا افغانان ټول په دې خبرې سره یوه خوله وو چې جومات ته له راتګ او له یو بل سره د لیدلو له لارې خپل دردونه کموي. خو ځیني هغه چې لسیزې پخوا راغلي وايي که څه هم له دوستانو، خپلوانو او هېواده لېریوالی یې ځوروي خو اوس لندن کې له ژوند سره عادت شوي دي.
حاجي احسان الله وايي، "سمه ده چې په لندن کې د هېواد په څېر بنډارونه او د دوستانو مجلسونه نشته خو اوس زموږ ۲۶ کاله کېږي چې په همدې حالت کې ژوند کوي ځکه نو ورسره عادت شوي یو."
په افغانستان کې د پاخه عمر خاوندان په جوماتونو، بازارونو، کلیوالو سیمو او نورو کې مهم ټولنیز رول لوبوي، خو په بریتانیا کې د پاخه عمر خاوندان دا هرڅه له لاسه ورکوي. د اوږده ژمي، د شخصي ترانسپورت د نشتوالي او ښارونو کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر ډېره دا زاړه خلک په کور پاتې کېږي په ځانګړې توګه هغه چې په انګلیسي ژبه نه پوهېږي.
په بریتانیا کې د کډوالو د ملاتړ بنسټونه وايي ډېر ځله د کورنیو ځوانان د ژوندانه د لګښتونو د پوره کولو د بوختیاوو له امله نه شي کولای چې د کورنۍ له زړو کسانو سره ډېر وخت تېر کړي او پر هغوی پام وساتي.
بله دا چې په کورنیو کې ځوانان او ماشومان تر ډېره په خپلو کې په انګلیسي ژبه خبرې کوي چې له امله یې زاړه یا د پاخه عمر خاوندان چې په ژبه نه پوهېږي نه شي کولای په خبرو یا مجلس کې یې ور ورګډ شي.
کریمه صدیقي چې د لندن په سویل لوېدیځ کې اوسېږي وايي سره له دې چې کورنۍ لویه ده خو له خپلوانو او عزیزانو لېریوالی یې ځوروي.
نوموړې وايي، "دلته مو کورنۍ لویه ده، خو بیا هم له خپلو خویندو او ورونو نه لېریوالی مې ځوروي، کله چې د ډېر خپګان احساس وکړی، پارک ته لاړه شم او یا هم له خپلو ماشومانو سره ځان بوخته کړم. څه وکړو د مساپرۍ ژوند دی."
کارپوهان او هغه افغان چې موږ ورسره د دې رپوټ لپاره خبرې وکړې ټول په دې نظر دي چې په بریتانیا کې ښځې د نارینه وو پرتله ډېر له ګوښیوالي ځورېږي. دوی وايي ښځې له هغو محدودو امکاناتو چې نارینه یې لري بې برخې دي.
ښاغلي سهاک وايي هغسې چې نارینه کولای شي چې له کوره بهر لاړ شي او له خپلو ملګرو سره خبرې وکړي د پاخه عمر ښځې یې نه شي کولای او ډېری یې په انګلیسې ژبه هم نه پوهېږي، ځکه نو په کور پاتې کېږي او په دې توګه ډېر د ګوښیوالي احساس کوي.
يوازیتوب، د پخوانیو ټولنیزو اړیکو له لاسه ورکول، په انګلیسې ژبه نه پوهېدل او ډیجټلي مهارتونو نه لرل هغه څه دي چې په بریتانیا کې یې د پاخه عمر لرونکي افغانان له ننګونو سره مخامخ کړي دي. خو له دې هر څه سره سره د هغو کسانو شمېر هم د پام وړ دی چې په پاخه عمر کې یې هڅې کړي او په ټولنه کې یې فعاله ونډه اخیستې ده.
دې کسانو انګلیسي ژبه زده کړې چې نه یوازې په کورني او ټولنیز ژوند کې فعال رول ولري بلکې هغه چارې هم د چا له مرستې پرته په خپله پر مخ یوسي چې دوی په کې ځانونه له یوازیتوبه د ایستلو او بوختیا په موخه ښکېل کړي وي.