کله چې محمد علي کلې د امریکايي یرغملو د خلاصون لپاره بغداد او بیروت ته ولاړ

د امریکايي سوک‌وهونکي محمد علي ارشیفي انځور؛ یو شمېر کسان، چې خبریالان او یو پوځي جامو اغوستی کس هم پکې شامل دي، ترې راتاو دي.
د عکس تشریح، محمد علي په ۱۹۸۵ کال کې په بیروت کې د امریکايي یرغمل شویو د کړکېچ د هواري لپاره د خپل لومړي منځګړیتوب ماموریت پر مهال.
    • Author, محمد همدر
    • دنده, بي بي سي عربي - بيروت
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

د محمد علي (کلې) په انځوریز ارشیف کې عربي هېوادونو ته د هغه د سفرونو او لیدنو ګڼ انځورونه شته. دغه مشهور امریکايي سوک‌وهونکی، چې درې ځله یې د نړۍ اتلولي ګټلې وه، اسلام یې منلی و او د نژادپالنې او د امریکا د حکومت د سیاستونو پر ضد یې مبارزه کوله، له امریکا بهر د مسلمانانو په منځ کې هم محبوب و او هر عربي هېواد ته د سفر پر مهال به یې تود هرکلی کېده.

خو د محمد علي همدې ځانګړي مقام د هغه د مسلکي ژوند په وروستیو پړاوونو کې د ډیپلوماټیک رول لوبولو زمینه هم ورته برابره کړه، چې د یوې داسې هڅې منځګړی شي چې موخه یې د تښتول شویو امریکايي یرغمل شویو خوشي کول وو.

نو محمد علي کلې د لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال څه شی بیروت ته راوستی و؟ او ولې د عراق له خوا د کویټ تر نیولو څو میاشتې وروسته، او د دویمې خلیجي جګړې له پیله یوازې څو اوونۍ مخکې، بغداد ته ولاړ؟

امریکايي سوک‌وهونکی محمد علي د یو شمېر کسانو، چې دیني مشایخ هم پکې دي، په منځ کې ناست دی. هغه سپین کمیس اغوستی او ټول د خوړو د لوښو شاوخوا پر ځمکه ناست دي. دا انځور په ۱۹۹۳ کال کې عراق ته د هغه د سفر پر مهال اخیستل شوی دی.
د عکس تشریح، محمد علي په بغداد کې د عراقي شیخانو مېلمه دی

د ۱۹۹۰ کال د نومبر میاشتې په وروستیو کې، د سوک‌وهنې اتل محمد علي کلې د بغداد هوايي ډګر ته ورسېد؛ هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه لارښوونې له پامه غورځولې وې چې امریکايي وګړي یې عراق ته له سفر کولو منع کړي وو.

عراق ته د کلی سفر عادي سفر نه و. دا سفر د هغه وخت د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین له خوا د کویت تر نیولو څه باندې ۱۰۰ ورځې وروسته، د خلیج په سیمه کې د ترینګلي سیاسي او پوځي وضعیت په منځ کې ترسره شو.

هغه مهال شاوخوا نهه کاله تېر شوي وو چې محمد علي خپله وروستۍ د سوک‌وهنې لوبه کړې، له دې ډګره یې د تقاعد پرېکړه کړې او د تل لپاره یې سیالۍ پرېښې وې. همدارنګه، د پارکینسن ناروغۍ د تشخیص شاوخوا پنځه کاله هم تېر شوي وو.

عراقي پوځ د ۱۹۹۰ کال د اګست په دویمه پر کویت برید وکړ. په همدې ورځ، د برېتانیا یوه مسافر وړونکې الوتکه چې شاوخوا ۴۰۰ کسان پکې سپاره وو، د تېلو اچولو لپاره د کویت هوايي ډګر ته ښکته شوه.

عراقي پوځ الوتکه تر خپلې ولکې لاندې راوسته او بهرني مسافر یې یرغمل کړل. په دوی کې برېتانویان، فرانسویان او امریکایان هم وو.

د دغو کسانو ترڅنګ، د عراق تر یرغل وروسته او د دویمې خلیجي جګړې د پیل د نېټې په رانژدې کېدو، د بېلابېلو هېوادونو زرګونه نور بهرني وګړي هم په کویت او عراق کې بند پاتې شول.

صدام حسین یو شمېر یرغمل شوي کسان په پرله‌پسې توګه خوشي کړل او ځینو نورو ته یې د هېواد پرېښودو اجازه ورکړه؛ خو ځینې یرغمل شوي کسان د انساني ډالونو په توګه وکارول شول او په هغو ځایونو او تاسیساتو کې ځای پر ځای شول چې د امریکايي پوځ د بریدونو احتمالي هدفونه وو.

د بهرنیو یرغمل شویو کسانو کړکېچ په سیمه کې وضعیت لا پېچلی کړ او د هغوی د خوشې کولو لپاره منځګړیتوبونه او اړیکې پیل شوې.

رسمي او غیررسمي پلاوي عراق ته ورغلل او له عراقي ولسمشر سره یې د لیدنې غوښتنه وکړه، چې د منځګړیتوب له لارې د بهرنیانو د خوشې کېدو یا له هېواده د وتلو اجازه ترلاسه کړي.

د کال پای ته په نژدې کېدو او د کړکېچ د حل د یوې لارې له موندل کېدو پرته، صدام حسین د یرغمل شویو کسانو کورنۍ عراق ته وبللې، څو د کرېسمس جشن ورسره ونمانځي.

ځینو کورنیو وتوانېدې عراق ته ولاړې شي او له صدام حسین سره وګوري. د "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې د ۱۹۹۰ کال د نومبر په ۲۷مه د "د عراق بازار؛ هر څوک یرغمل شوي کسان غواړي" تر سرلیک لاندې راپور ورکړی و چې صدام حسین د دغو کورنیو د ځینو غړو د خوشي کولو او له خپلو خپلوانو سره د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې وه.

ورځپاڼې په خپل سرلیک کې د "بازار" له کلمې د عراق ته د ګڼو پلاوو، استازو او لیدونکو د ورتګ لپاره کار اخیستی و، چې ټولو د یرغمل شویو کسانو د کړکېچ د حل هڅه کوله.

ورځپاڼې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش د ادارې د یو شمېر سیاستوالو له قوله عراق ته د غیررسمي پلاوو پر سفرونو ناخوښي څرګنده کړې وه. د راپور له مخې، په دغو کسانو کې د محمد علي کلې په څېر مشهورې څېرې هم شاملې وې.

ورځپاڼې لیکلي وو چې کلی بغداد ته له رسېدو راهیسې پرله‌پسې په غونډو کې ګډون کاوه.

"نیویارک پوسټ" ورځپاڼې په ۲۰۱۵ کال کې د دې پېښې په یوه بیا خپاره کړي راپور کې لیکلي وو چې محمد علي څو ورځې د صدام حسین لیدو ته په تمه پاتې شو، خو د هغه له لوري یې هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ.

په دې موده کې محمد علي کلی د عراق بېلابېلو سیمو ته ولاړ او د هر هغه چا غوښتنه یې ومنله چې د هغه لاسلیک یا ورسره د عکس اخیستو غوښتنه به یې کوله.

ورځپاڼې لیکلي وو چې دغه پخوانی سوک‌وهونکی د پارکینسن ناروغۍ له نښو او د حرکت له ستونزو سره مخ و.

په پای کې د سوک‌وهنې دغه نړیوال اتل د ۱۹۹۰ کال د نومبر په ۲۷مه د کمرې مخې ته له صدام حسین سره وکتل او د عراق دولتي ټلوېزیون هم دغه پېښه خپره کړه.

یو سړی چې توره خولۍ او شین او تور اوړی‌نی کمیس یې اغوستی، سوک‌وهونکی محمد علي (په آبي رسمي جامه کې) په غېږ کې نیسي او یو شمېر نور کسان هم ترې راتاو دي. دا انځور په ۱۹۹۰ کال کې په عراق کې د امریکايي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د منځګړیتوب د هڅو پر مهال اخیستل شوی دی.
د عکس تشریح، یو له امریکايي یرغمل شویو کسانو محمد علي کلې په غېږ کې نیسي

محمد علي کلې د دې لیدنې پر مهال د عراق له ولسمشر سره ژمنه وکړه چې امریکایانو ته به د عراق په اړه "ریښتینی انځور" وړاندې کړي. صدام حسین په ځواب کې وویل چې محمد علي به له عراقه تر هغه وخته د تګ اجازه ورنه کړي، څو یو شمېر امریکايي وګړي له ځان سره ونه باسي.

همداسې وشول؛ محمد علي د ۱۹۹۰ کال د ډسمبر په ۲مه د یوې الوتکې په وسیله له عراقه ووت. په دې الوتکه کې ۱۵ امریکايي وګړي هم سپاره وو چې په عراق کې یرغمل شوي وو. الوتکه لومړی د اردن پلازمېنې عمان او وروسته د نیویارک د "جان اېف کېنېډي" هوايي ډګر ته ورسېده.

د دې پېښې تر رامنځته کېدو څه باندې درې لسیزې وروسته، له ۹۰ ډېر بریتانوي وګړو چې د عراق د یرغل په لومړیو کې د بریټش ایروېز په هغې الوتکه کې سپاره وو چې په کویت کې کېناسته، په ۲۰۲۴ کال کې د بریتانیا د حکومت او هوايي شرکت پر ضد قضايي شکایت ثبت کړ. دوی دواړه په غفلت او په قصدي ډول د مسافرو د ژوند په خطر کې اچولو تورن کړل.

دا شکایت وروسته له هغې ثبت شو چې داسې معلومات خپاره شول چې د بریتانیا استخباراتو خپل ځینې کارکوونکي په الوتکه کې لېږلي وو، څو په کویټ کې ښکته شي؛ دا په داسې حال کې وه چې د هوايي ډګر د کېناستو د خطر په اړه خبرداری هم ترلاسه شوی و.

صدام حسین د ډسمبر په ۶مه د پاتې بهرنیو یرغمل شویو د خوشي کولو پرېکړه وکړه.

محمد علي کلې له دې امله هم له نیوکو سره مخ شو چې ګواکې په عراق کې یې منځګړیتوب د ځان د مطرح کولو او لا ډېر شهرت ترلاسه کولو هڅه وه.

خو دا لومړی ځل نه و چې علي د یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره منځګړیتوب کاوه؛ نوموړي تر دې وړاندې په ۱۹۸۵ کال کې هم د همدې موخې لپاره بیروت ته سفر کړی و.

محمد علي کلې په ۱۹۹۰ کال کې د عمان له هوايي ډګره له یو شمېر کسانو سره د وتلو پر مهال؛ هغه مهال یې په عراق کې د امریکايي یرغمل شویو د خوشې کولو په موخه د منځګړیتوب سفر کړی و.
د عکس تشریح، محمد علي کلې د اردن په عمان هوايي ډګر کې، له خوشي شویو امریکايي یرغمل شویو کسانو سره د وتلو پر مهال.

محمد علي کلې په بیروت کې د امریکایانو او یوه سعودي کونسل په لټه کې

څو کاله وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د محمد علي کلې هغه انځور خپور شو چې له څو نورو کسانو سره د یوه جومات په تالار کې د یوه شیعه دیني عالم تر شا په لمانځه ولاړ دی. دغه دیني عالم د لبنان د حزب‌الله اوسنی عمومي منشي شیخ نعیم قاسم دی. ویل شوي چې دا جومات د بیروت په جنوبي څنډه د بئرالعبد په سیمه کې دی.

محمد علي د ۱۹۸۵ کال په فبرورۍ کې بیروت ته ورسېد، چې د څلورو امریکايي وګړو د نیول کېدو په قضیه کې منځګړیتوب وکړي.

لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۵ – ۱۹۹۰) له ورته کړکېچ سره مخ شوی و. په دې موده کې د بهرنیو وګړو، په ګډون د ډیپلوماټانو او خبریالانو، د تښتولو پېښې ډېرې شوې وې. هغه مهال د لبنان بېلابېلې سیمې د وسله‌والو ملیشو تر کنټرول لاندې وې.

په هغه وخت کې د "اسلامي جهاد ډلې" نوم د بهرنیو وګړو د تښتولو له ډېری پېښو سره تړل کېده. پر دې ډلې په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د فرانسوي او امریکايي ځواکونو پر مرکزونو او همدارنګه د امریکا پر سفارت د نورو بریدونو تورونه هم پورې شوي وو.

د واشنګټن د څېړنو انسټیټیوټ دغه ډله داسې یوه ډله بولي چې هغه مهال یې د حزب‌الله د "ترهګریزو" عملیاتو د پلي کوونکې څانګې په توګه فعالیت کاوه.

د امریکا د "یونایټېډ پرېس انټرنېشنل" خبري اژانس د راپور له مخې، محمد علي کلی د پاریس له هوايي ډګره بیروت ته راغی او خبریالانو ته یې وویل: "نړۍ پوهېږي چې زه مسلمان یم او تښتوونکي هم مسلمانان دي." هغه زیاته کړه: "د الله په مرسته به هڅه وکړم چې د یرغمل شویو کسانو په خوشي کولو کې همکاري وکړم."

محمد علي کلې په ۱۹۸۵ کال کې په بیروت کې د حزب‌الله د اوسني عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تر شا په لمانځه ولاړ دی.
د عکس تشریح، محمد علي کلې په ۱۹۸۵ کال کې په بیروت کې د حزب‌الله د اوسني عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تر شا په لمانځه ولاړ دی.

د ایرلنډۍ "آیرش ټایمز" ورځپاڼې لیکلي چې بیروت ته تر رسېدو وروسته، محمد علي او ملګری یې د شپې په دوو بجو له "سمیرلینډ" هوټله بهر راووتل. هلته یې دوه مرسډېز موټرې او یو شمېر وسله‌وال کسان ولیدل چې کوفیې یې پر سر وې او د دوی په تمه وو.

ورځپاڼې زیاته کړې چې د محمد علي سترګې یې وتړلې او له ځان سره یې یووړ. نوموړی او ملګری یې په یوه پوسته کې له موټره ښکته شول او یوې کوچنۍ لارۍ ته وخوتل. دغه لارۍ د هغو کسانو لیدو ته بوتلل چې ګومان کېده د تښتوونکو استازي وي.

کلي د څلورو تښتول شویو امریکایانو دوسیه له ځان سره لرله: ویلیم بکلي، په لبنان کې د امریکا د سفارت یو چارواکی؛ بنجامین ویر، پروتستانت کشیش؛ پیټر کیلبرن، په بیروت کې د امریکايي پوهنتون د کتابتون مدیر؛ او لارنس جینکو، د کاتولیکانو د مرستندویه خدمتونو کشیش.

"یونایټېډ پرېس انټرنېشنل" خبري اژانس لیکلي چې علي هڅه کوله د سعودي قونسل حسین الفراش د برخلیک په اړه هم معلومات ترلاسه کړي. نوموړی د ۱۹۸۴ کال په لومړیو کې په بیروت کې تښتول شوی و.

محمد علي له دې هڅې پرته له کومې مثبتې پایلې راستون شو.

"لاس انجلس ټایمز" ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲۰مه لیکلي چې علي د امریکايي او یوه سعودي یرغمل شوي کس د خوشې کولو هڅه پرېښوده او له بیروته بېرته اروپا ته ولاړ.

ورځپاڼې د هغه د یوه مرستیال له قوله لیکلي چې علي هغه مهال سوریې ته هم خپل پلان شوی سفر لغوه کړ. نوموړي غوښتل د همدې هڅې په تړاو د سوریې له ولسمشر حافظ الاسد سره وګوري.

د ورځپاڼې په وینا، محمد علي بیروت ته له سفر وروسته وویل چې خوشبین دی او تمه یې نه لرله چې تښتوونکي به په لبنان کې یرغمل شوي کسان ورته وسپاري.

هغه زیاته کړه: "زما په اند، تښتوونکو زموږ پیغام ترلاسه کړی دی." د "لاس انجلس ټایمز" د راپور له مخې، هغه وویل: "ان‌شاءالله، هغوی به ډېر ژر خوشي کړي. کله چې رښتیا هم دې کار ته چمتو شي، پوهېږي چې موږ چېرته پیدا کړي او څنګه راسره اړیکه ونیسي."

د سعودي کونسل حسین الفراش، بنجامین ویر او لارنس جینکو هر یو د محمد علي کلې له سفر څو میاشتې وروسته، د بېلابېلو معاملاتو او منځګړیتوبونو له لارې خوشې شول؛ خو په دغو خوشې کېدو کې د محمد علي د رول یادونه نه ده شوې.

د پیټر کیلبرن جسد د ۱۹۸۴ کال په ډسمبر کې د هغه د تښتول کېدو د راپور له ثبتېدو څو میاشتې وروسته وموندل شو.

د ویلیم بکلي جسد هم وموندل شو. نوموړی د تښتونې پر مهال تر شکنجې لاندې وژل شوی و. د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌اې‌اې) په وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، وروسته څرګنده شوه چې هغه د همدې ادارې کارکوونکی و.