کرېکټ: د درغلۍ او رسوایۍ پر ادعاوو سربېره به د اسټرالیا اوسنی لوبډلمشر خپلې دندې ته دوام ورکړي؟

پت کمېنز
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په ۲۰۱۸ کال کې پر توپ د ناقانونه لاسوهنې یا "رېګمال کارولو" د رسوایۍ په اړه له نویو او ټکان ورکوونکو ادعاوو سره سره، د اسټرالیا کرېکټ ادارې پرېکړه کړې چې د ټېسټ لوبډلمشر په توګه له پټ کمېنز خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا جنجال وروسته تر هغه یو ځل بیا تود شو چې د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو مخکنیو لوبغاړو عثمان خواجه او کامرون بنکرافټ ادعا وکړه، چې د کمېنز په ګډون ټوله اسټرالیایي لوبډله له دغې دسیسې خبره وه؛ خو کمېنز دا تورونه په کلکه ردوي او چټک توپ اچوونکي جاش هېزلووډ خبرداری ورکړی، که کمېنز له لوبډلمشرۍ لرې کېدو ته اړ ایستل شي، دی به هم له لوبډلې د وتلو په اړه غور وکړي.

د اسټرالیا کرېکټ ادارې په پرله‌پسې ډول له ۳۳ کلن چټک توپ اچوونکي پټ کمېنز خپل ملاتړ څرګند کړی او وايي، نوموړي ته به اجازه ورکړل شي چې د ټېسټ لوبډلمشرۍ دندې ته، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې لري، دوام ورکړي. تمه ده یاده اداره د اونۍ په پای کې په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

د اسټرالیا کرېکټ ادارې له دغه ملاتړ سره، اوس د لوبډلمشرۍ د راتلونکي پرېکړه خپله د کمېنز په لاس کې ده، چې تر اوسه یې د استعفا هېڅ نښه نه ده ښودلې او ټاکل شوې د ډېسمبر په نهمه د نیوزیلنډ پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د اسټرالیايي لوبډلې مشري وکړي؛ که څه هم د دغې سیالۍ لپاره لا لوبډله نه ده اعلان شوې.

بلخوا چټک توپ اچوونکي جاش هېزلووډ، چې په ۲۰۱۸ کال کې د کېپ‌ټاون په ټېسټ لوبه کې هم لوبېدلی و، خبرداری ورکړی چې که کمېنز له لوبډلمشرۍ څنګ ته کېدو ته اړ شي، دی به هم له لوبډلې د وتلو په اړه فکر وکړي.

هېزلووډ رسنیو ته ویلي، داسې ښکاري چې په تېرو څو ورځو کې بېلابېلو کسانو پر کمېنز فشارونه او نیوکې زیاتې کړې دي، خو دی د لوبډلمشر په توګه د هغه له کار کړنو بشپړ ملاتړ کوي او زیاتوي چې له کمېنز پرته د بل چا په مشرۍ لومړۍ ټېسټ لوبې ته ورتلل به خورا ستونزمن وي.

په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې د درېیمې ټیسټ سیالۍ څخه مخکې، د استرالیا د لوبډلې او کارکوونکو انځور.
د عکس تشریح، په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې د درېیمې ټیسټ سیالۍ څخه مخکې، د استرالیا د لوبډلې او کارکوونکو انځور.

پر توپ د رېګمال مښلو جنجال، چې د ټېسټ کرېکټ د تاریخ یوه له تر ټولو سترو رسواییو بلل کېږي، دوه اونۍ وړاندې د عثمان خواجه تر ادعاوو وروسته یو ځل بیا د اسټرالیا د سپورټ ډګر ولړزاوه.

په ۲۰۱۸ کال کې د سوېلي افریقا پر وړاندې په "نیولنډز" لوبغالي کې د درېیمې ټېسټ لوبې پر مهال، پر توپ د رېګمال وهلو له امله یوازې کامرون بنکرافټ، د هغه وخت لوبډلمشر سټیو سمېت او مرستیال یې ډېوېډ وارنر مجازات شول. خو عثمان خواجه، چې د روان کال په پیل کې له نړیوال کرکټه تقاعد شو، په خپل ‌ژوندلیک کې لیکلي، چې ټوله اسټرالیایۍ لوبډله له دې پلانه خبره وه او باید مسوولیت یې منلی وای.

د عثمان خواجه د دې ادعا پخلی د هغه د ماشومتوب ملګري ډېوېډ وارنر او د هغه سفر دوو احتیاطي توپ اچوونکو، چاډ سېیرز او جان هالنډ هم وکړ.

د دغو ادعاوو په غبرګون کې، پټ کمېنز تېره اونۍ د ۶۸ دقیقو لپاره خبري غونډې ته راڅرګند شو او په دې هیله یې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایه، چې نور هېڅکله پر دې موضوع خبرو ته اړ نه شي. هغه له دغې درغلۍ خپله ناخبري تکرار کړه او د خواجه ادعاوې یې "سل په سلو کې ناسمې" او "بې‌مانا" وبللې.

خو د نوموړي همدې خبري غونډې کامرون بنکرافټ وهڅاوه چې په یوه ورځپاڼه کې تر څلورو زرو کلمو اوږده جزییات خپاره کړي. بنکرافټ ویلي، "د کمېنز خبري غونډې يې د زغم کاسه ډکه کړه او ده ته یې د غوسې، خیانت او یوازېتوب احساس ورکړ".

ښاغلي بنکرافټ په خپلو مفصلو څرګندونو کې د عثمان خواجه د خبرو پخلی کړی او ادعا کوي چې له ټولو توپ اچوونکو سره یې د توپ د سوېنګ یا کوږوالي په اړه خبرې کړې وې او کله چې له توپ سره لاسوهنې مثبته پایله ورکړه، ټولو لوبغاړو او روزونکو پرې خوښي ولمانځله.

نوموړي د اسټرالیا د هغه وخت مشر روزونکی ډارن لېمن او د توپ اچونې روزونکی ډېوېډ سېکر هم په دې قضیه کې ښکېل بللي دي.

په همدې حال کې د کرېکټ یو پخوانی توپ اچوونکی او شنونکی د دې قضیې په ارزونه کې وايي، پټ کمېنز او نور توپ اچوونکي ځکه اوس د دغه جنجال په مرکز کې راګیر دي، چې دا خبره هېڅکله له عقل سره نه برابرېده چې ګواکې د لوبډلې د هغه وخت تر ټولو کم‌تجربه توپ وهوونکی، کامرون بنکرافټ دې د توپ اچوونکو له خبرتیا پرته پر توپ رېګمال ووهي.

د دغه شنونکي په وینا، په کرېکټ کې له پخوا راهیسې له توپ سره لاسوهنه کېده؛ پخوا به د توپ د یوه اړخ د ځلولو لپاره له خوږو شیانو کار اخیستل کېده، خو د "معکوس سوېنګ" (رېورس سوېنګ) د رامنځته کولو لپاره د توپ زېږولو او وچولو ته اړتیا پېښه شوه.

نوموړی استدلال کوي چې توپ د توپ اچوونکو اصلي وسله ده، او لکه څنګه چې یو توپ اچوونکی د توپ وهوونکي له خبرتیا پرته د هغه د بېټ څنډې نه توږي او لاستي ته یې لاس نه وروړي، همداسې یو توپ وهوونکی هم د توپ اچوونکو له اجازې پرته پر توپ کار نه شي لرلی.

د دغه شنونکي په باور، له دې قضیې سره تړلې افشاګرۍ ځکه تر اوسه پټې پاتې وې چې لوبغاړي د خپل راتلونکي او مسلکي ژوند په اړه اندېښمن وو او یوازې له تقاعد وروسته یا د نړیوال کرېکټ د پای ته رسېدو پر مهال کولی شي په ډاډه زړه غږ پورته کړي.

خو نوموړی دا انګېرنه هم ردوي چې ګواکې وروستیو څرګندونو د سټیو سمېت، ډېوېډ وارنر او بنکرافټ ګناه راکمه کړې او دوی د لوبډلې نورو ‌ملګرو پړه پر خپله غاړه اخیستې وه؛ ځکه سمېت لوبډلمشر و او باید خپله لوبډله یې کنټرول کړې وای، وارنر د رېګمال کارولو مفکوره جوړه کړې وه او بنکرافټ عملي کړه، نو ځکه هغوی د همغې سزا وړ وو چې ورکړل شوه.