د سپټمبر ۱۱مه؛ په دې ورځ څه پېښ شول او څومره کسان ووژل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مه، د سې شنبې ورځ وه، چې په نیویارک کې دوه الوتکې د نړیوال سوداګریز مرکز له غبرګو لوړپوړیزو ودانیو سره وجنګېدې. دویمه الوتکه له لومړۍ الوتکې ۱۷ دقیقې وروسته پر هدف ولګېده.
دغو لوړو ودانیو اور واخیست، خلک یې په پورتنیو پوړونو کې بند پاتې وو. ښار د لوګيو ډک شوی و. له دوو ساعتونو په کمه موده کې، دواړه ۱۱۰ پوړیزې ودانۍ د دوړو او خاورو په سترو وریځو کې را ونړېدې.
له بریدونو یوه میاشت وروسته، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټلوالې په ملاتړ پر افغانستان د یرغل امر وکړ، چې القاعده له منځه یوسي او اسامه بن لادن پیدا کړي.
د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر ۱۱مه، په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې د لمانځلو لپاره به بېلابېل مراسم ترسره شي.
ځانمرګو بریدګرو د امریکا څو مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک ښار کې یې له دوو اسمان څکو ودانیو سره وجنګولې، چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.
دې پیښې په ټوله نړۍ کې ژورې او پراخې پایلې پر ځای پرېښودې.
پر کومو ودانیو بریدونه وشول؟

څلور الوتکې چې د امریکا په ختیځ کې یې الوتنې کولې، د تښتوونکو کوچنیو ډلو په یوه وخت وتښتولې.
وروسته دا الوتکې د نیویارک او واشنګټن پر مهمو ودانیو د برید لپاره د "لارښوونکو توغندیو" په توګه وکارول شوې.
درېیمه الوتکه په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د دفاع وزارت پر اصلي ودانۍ د پنټاګون لوېدیځې برخې ته نژدې ولګېده او هغه برخه یې ویجاړه کړه.
څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې وروسته له هغه وغورځېده، چې مسافرو له تښتوونکو سره مقاومت وکړ. د چارواکو په باور، د بریدګرو اصلي موخه په واشنګټن کې د امریکا د کانګرېس ودانۍ وه.
د سپټمبر ۱۱مې په بریدونو کې څه شمېر کسان ووژل شول؟
له ۱۹ تنو برمته کوونکو سربېره په ټوله کې ۲۹۷۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر ټولو ډېر قربانیان په نیویارک کې وو.
د څلورو الوتکو ټول ۲۴۶ مساپر او د عملې غړي ووژل شول.
په غبرګو لوړپوړو ودانیو کې ۲۶۰۶ تنه یا د برید پر مهال یا هم د ټپونو له امله وروسته مړه شول.
په پنټاګون کې ۱۲۵ تنه ووژل شول.
تر ټولو کم عمره قرباني دوه کلن "کریسټین لی هانسن" و او تر ټولو لوړ عمره، ۸۲ کلن "رابرټ نورټن" و. دواړه د الوتکې مساپر وو.
کله چې لومړۍ الوتکه له شمالي ودانۍ سره ولګېده، په دواړو لوړپوړو ودانیو کې شاوخوا ۱۷۴۰۰ کسان موجود وو. په شمالي برج کې له ټکر شوي پوړه پورته هېڅوک ژوندي پاتې نه شول، خو ۱۸ تنه وتوانېدل، په سوېلي ودانۍ کې له ټکر شوي پورته پوړونو وتښتي.
په قربانیانو کې د ۷۷ بېلابېلو هېوادونو وګړي شامل وو. نیویارک ښار د مرسته کوونکو او لومړي غبرګون ځواکونو ۴۴۱ تنه له لاسه ورکړل.
زرګونه تنه نور ټپیان شول یا وروسته د دې بریدونو اړوند ناروغیو اخته شول. د دوی په ډله کې اور وژونکي هم وو، چې د کثافاتو او زهرجنو موادو منځ یې کار کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپټمبر یوولسمې بریدونو عاملین څوک وو؟
د القاعدې سخت دریځې اسلامي ډلې دا بریدونه له افغانستانه پلان کړي وو.
د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعدې ډلې په اسلامي نړۍ کې د شخړو او نښتو د پړې ګوته امریکا او د دوی متحدینو ته نیوله.
ویل کېږي، د دې ډلې یو لوړ پوړی غړی خالد شیخ محمد د دې عملیاتو اصلي طراح و او په بریدونو کې یې د ښکېلو پیلوټانو په ګومارلو کې مهم ونډه درلوده. له دې کسانو ځینو یې په امریکا کې د الوتنو روزنه ترلاسه کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټوله کې ۱۹ تنه د الوتکو په تښتولو کې ښکېل وو. دوی په درې پنځه کسیزو او یوې څلور کسیزې ډلې کې (په هغه الوتکه کې چې په پنسلوانیا کې نسکوره شوه) فعالیت کاوه.
پنځلس د الوتکو تښتوونکي د سعودي وګړي وو. دوه د متحده عربي اماراتو، یو د مصر او یو هم د لبنان وګړی و.
د بریدونو په اړه د امریکا غبرګون څه وو؟
له بریدونو یوه میاشت وروسته، د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش، د نړیوال ټلوالې په ملاتړ، د القاعدې د له منځه وړلو او اسامه بن لادن د موندلو په موخه پر افغانستان د برید امر وکړ.
خو له دې سره سره، امریکایي ځواکونه تر ۲۰۱۱ کاله د بن لادن د پټنځای په موندلو بریالي نه شول. بالاخره هغه په پاکستان کې ووژل شو.
خالد شیخ محمد هم په ۲۰۰۳ کې په پاکستان کې ونیول شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
القاعده لا هم شته. دا ډله اوس د افریقا صحرا په سوېل ځینو برخو کې خپل تر ټولو پراخ شتون لري، خو په افغانستان کې یې هم غړي موجود دي.
امریکایي ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له نژدې ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته له افغانستانه ووتل. دې کار د سخت دریځو ډلو د بیا راپورته کېدو د احتمال په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
خالد شیخ محمد څوک دی او څه ورسره وشول؟

د عکس سرچینه، Photo courtesy of Khalid Sheikh Mohammed’s legal team
خالد شیخ محمد چې په کویت کې زېږېدلی و، په ۱۹۸۰ لسیزه کې د افغانستان په جګړه کې تر حضور مخکې یې په امریکا کې د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړې وې.
هغه د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې د نورو بریدونو او ناکامه ترهګریزو دسیسو کې د ونډې له امله د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) لخوا تر څار لاندې و.
په ۲۰۰۳ کال کې یې له نیول کېدو وروسته، هغه درې کاله د سي ای اې په پټو زندانونو کې تېر کړل، چې سختې پوښتنې ګروېږنې ترې وشوې. وروسته د کیوبا ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو او تر ننه هلته ساتل کېږي.
له یوې لسیزې ډېر وخت کېږي چې د ګوانتانامو پوځی محکمه بیاکتنه پرې کوي، چې څنګه د سپټمبر یوولسمې بریدونو کې د هغه د ونډې په تړاو محاکمه شي. یو له اصلي اندېښنو دا وه چې په زندان کې له هغه سره چلند کولی شي، د شواهدو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
تمه وه د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې، هغه او دوه نور تورن کسان، ولید محمد صالح مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحسوي، په بریدونو کې پر خپلې ښکېلتیا اعتراف وکړي. په بدل کې به یې د دوی د مرګ سزا وځنډول شي او دوی به له ضمانت پرته په عمري بند محکوم شي.
خو له محاکمې یوه ورځ مخکې، د امریکا فدرالي استیناف محکمې دا قضیه وځنډوله، چې د امریکا حکومت د دې تړون د لغوه کولو غوښتنه په پام کې ونیسي. حکومت استدلال کړی و، دا تړون به "نه جبرانېدونکی زیان" رامنځته کړي.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، محکمې په رسمي ډول دا تړون رد کړ.
د ۲۰۲۶ کال په اګست کې بیا، د امریکا یوه پوځي قاضي پرېکړه وکړه چې د خالد شیخ محمد محاکمه به د ۲۰۲۸ کال په جون کې پیل شي.

د عکس سرچینه، UCG via Getty Images
د سپټمبر ۱۱مې وروسته څه بدلونونه پېښ شول؟
د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته، په ټوله نړۍ کې د هوايي چلند امنیت د پام وړ سخت شو.
په امریکا کې، د هوایی ډګر او الوتنو امنیت پیاوړي کولو لپاره د ترانسپورت امنیت اداره (TSA) جوړه شوه.
د غبرګو ودانیو د را پرځېدو ځای پاکولو، چې د "ګراونډ زیرو" په نوم مشهوره شوه، له اتو میاشتو ډېر وخت ونیو.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسمهال، په هغه ځای کې یو یادګاري څلی او یو موزیم جوړ شوي او د پخوانیو لوړ پوړو ودانیو په ځای کې په مختلفو ډیزاینونو یو لړ نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
د دې مجموعې په مرکز کې د"ون ورلډ ټرېډ سنټر" یا "د ازادۍ برج" جوړ شوی دی. دغه ودانۍ ۵۴۱ متره لوړه ده، د پخوانۍ ودانۍ لوړوالی ۴۱۷ متره وو.
د پنټاګون ویجاړې شوې برخې بیارغونې هم له یو کاله لږ وخت ونیو او کارکوونکي د ۲۰۰۲ کال په اګست کې خپلو دفترونو ته ورستانه شول.


















