'ایراني چارواکو هغه سندرغاړې په دُرو وهلې، چې بې حجابه یې سندرې ویلې وې'

د عکس سرچینه، outube.com/@ParastooAhmadii
- Author, ډیوېډ ګرېتن او غنچه حبیبي زاد بي بي سي- فارسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
مدافع وکیلان وايي، مشهوره ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ ډلې څلور غړي د ایراني چارواکو لخوا په دُرو وهل شوي دي.
د مدافع وکیلانو د ټیم یوه غړي بي بي سي ته وویل، پرستو احمدي، درې موسیقارانو او یوه تولیدوونکي ته په قم ښار کې هر یوه ته د ۷۴ دُرو سزا ورکړل شوې ده.
۲۹ کلنې پرستو احمدي د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په یوه کنسرت کې، چې ژوندۍ بڼه یې خپرېده، له اجباري حجاب پرته او په بې لستوڼو جامو کې سندرې ویلې وې. د ایران قوانینو له مخې ښځو ته د دې اجازه نشته او له هغوی غواړي چې حجاب او مناسبې جامې واغوندي.
د روان کال په جون میاشت کې د قم یوې جنايي محکمې پرستو احمدي او اته نور کسان د ''مبتذلو او غیراخلاقي مطالبو د خپرولو له لارې د عامه عفت د زیانمنولو'' په جرم مجرم وپېژندل. تورنو دا تورونه رد کړي وو.
له ۷۴ دُرو سربېره، هغوی د دوو کلونو لپاره له هر ډول غږیزو او تصویري فعالیتونو منع شوي او له هېواده پر وتلو یې هم بندیز لګېدلی دی.
د سپتمبر په وروستیو کې د قم د استیناف محکمې د تورنو د استیناف غوښتنه رد کړه او لومړنۍ پرېکړه یې تائید کړه.
د دغو سزاوو پر ضد د ایراني هنرمندانو او د بشري حقونو د فعالانو له لوري پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي. هغوی ویلي چې دُرې وهل ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکې سزا ده او د شکنجې پر ضد له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده.
د دوشنبې په ورځ د تورنو یو وکیل بي بي سي ته وویل، پرستو احمدي او د هغې څلور نارینه همکاران د قم د جزايي حکمونو د پلي کولو دفتر په درېیمه څانګه کې په دُرو وهل شوي دي.
هغه ویلي، ''موږ هره شونې هڅه وکړه چې حکم لغو شي، یا لږ تر لږه سزا کمه او یا وځنډول شي، خو بریالي نه شو. حتی د سزا د عملي کېدو د ځنډ غوښتنه مو هم وکړه، خو اړوندو چارواکو ټینګار وکړ چې حکم باید سملاسي پلی شي.''
د ایران اصلاح غوښتونکې ورځپاڼې اعتماد د مدافع وکیل مصطفی نیلي له قوله لیکلي چې د پرستو احمدي ترڅنګ سهیل فقیه نصیري، امین طاهري، امیرعلي پیرنیا او محسن لشکري هم په دُرو وهل شوي دي.

د عکس سرچینه، @ParastooAhmadii
په امریکا کې د ایران د بشري حقونو مرکز (CHRI) د مدافعو چارو مشرې بهار قندهاري ویلي، ''پرستو احمدي یوازې د دې لپاره په دُرو وهل شوې چې سندرې یې ویلې او د خپلې خوښې جامې یې اغوستې دي. دا د هغې د اساسي حقونو ښکاره سرغړونه او د ایراني چارواکو له خوا د ښځو د ازادیو د ځپلو یوه وېروونکې بېلګه ده.''
د ایران شرعي قوانینو له مخې، له بلوغ وروسته ښځې او نجونې مکلفې دي چې حجاب وکړي او اوږدې، ازادې جامې واغوندي.
په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۲ کلنې کردۍ مېرمنې مهسا امیني له مړینې وروسته، چې د ''نامناسب حجاب'' په تور د اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه، په ایران کې پراخ لاریونونه پیل شول. په دغو مظاهرو کې ګڼو ښځو خپل ټیکري وسوځول یا یې په هوا کې پورته وغورځول، او د امنیتي ځواکونو په ځپونکو اقداماتو کې سلګونه کسان ووژل شول.
له هغه راهیسې ګڼو ښځو او نجونو په ښکاره ډول له حجاب پرته په عامه ځایونو کې تګ راتګ پیل کړی، خو ایراني چارواکو د نیونو، خبرداریو، د کاروبارونو د تړلو او نورو محدودیتونو له لارې غبرګون ښودلی دی.
د بشري حقونو د ډلو په وینا، په وروستیو کلونو کې د حکومت ضد اعتراضونو له ګډونوالو سره چلند نور هم سخت شوی او د مرګ د سزاوو کارول هم زیات شوي دي.






















