پاکستان کې د تحریک انصاف د لوی احتجاج پلان؛ د پېښور او اسلام اباد ترمنځ لارې تړل شوې

له پېښوره اسلام اباد ته غځېدلې لارې تړلې دې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان امنیتي ادارو د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند لخوا پر یکشنبه (د سپتمبر ۲۷مه) اعلان شوي لوی لاریون او احتجاج ته په کتو پر نورو امنیتي لارو چارو لاس پورې کړی دی.

په دې لړ کې د خیبرپښتونخوا او پنجاب ترمنځ د نښلوونکي اټک پله شاوخوا پر سړوکونو خنډونه او کانتینرونه ایښودل شوي او اسلام اباد ته غځېدلی سړک تړل شوی دی.

د پېښور - اسلام اباد ترمنځ نښلوونکې موټر وې لا له چهارشنبې راهیسې تړلې ده.

د پاکستان د لویو لارو (موټر وې) پولیسو ویاند د دغې لارې د بېرته پرانیستل کېدو وخت په اړه د بي‌بي‌سي د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې "دمګړۍ په دې تړاو څه نه شي ویلی" او دا چې دا پرېکړه "حالاتو پورې اړه لري."

د اسلام اباد ادارې پلازمېنې ته د نور ورغځېدلو لارو او په ښار کې دننه هم د مهمو سړکونو غاړو ته لسګونه کانتینرونه ایښي دي، چې د اړتیا پر مهال یې د لارو تړلو لپاره وکاروي.

پلازمېنه اسلام اباد کې 'ډي‌ چوک' ته غځېدلې لار لا له وړاندې د کانتینرونو په وسیله تړل شوې ده.

پولیسو ویلي، د سپتمبر له ۲۷مې مخکې به د پلازمېنې دېپلوماتیکې سیمې (رېډ زون)، د لومړي وزیر او ولسمشرۍ دفترونو، د پارلمان ودانۍ او سترې محکمې په ګډون د ټولو مهمو ودانیو پر لور غځېدلې لارې او سړکونه وتړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د اسلام اباد د لوړې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې به احتجاج کوونکو ته اجازه ورنه کړل شي چې پلازمېنې ته ننوځي.

سهیل اپریدی: لارې تړئ که ډزې کوئ، احتجاج به خامخا کېږي

سهیل اپریدی په خبري ناسته کې
د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، احتجاج به خامخا کېږی

بلخوا د خیبر پښتونخوا مشر وزیر سهیل اپریدي‌ نن (جمعه د سپتمبر ۲۵مه) یوې خبري‌ غونډې ته ویلي چې د تحریک انصاف ګوند لخوا اعلان شوی لاریون او احتجاج به خامخا کېږي.

خو هغه د دغه احتجاج د پیلېدو د وخت او څرنګوالي جزییات ورنه کړل.

نوموړي ویلي د تحریک انصاف د سیاسي کمېټې ناسته روانه ده او وروسته به جزییات وړاندي شي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر پنجاب او د پاکستان مرکزي حکومت تورن کړ چې ګوندې نور ایالتونه د ځان سیال او شریک نه ګڼي.

سهیل اپریدي وویل: "د ملکي جامو کسان زموږ وزیران تښتوي – دوی د هلې ګولې جوړولو هڅې کوي."

اټک پله سره لارې تړل شوې
د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا او پنجاب ترمنځ لار اټک پله سره تړل شوې ده

د یادونې ده چې د اسلام اباد ترڅنګ د پنجاب د مرکزي ولسوالیو له منځه د دوو بهېدونکو سیندونو د پلونو د شاوخوا سړکونو څنډو ته هم تش کانتینرونه او له خاورو ډکې بوجۍ ور وړل شوې دي.

پر دې سربېره د احتمالي هلې‌ګولې مخنیوي لپاره د اسلام اباد او پنجاب ایالت په څلورو ولسوالیو کې د رېنجرز نیمه پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو امر هم شوی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وفاقي وزارت ویلي، دا ګام د اسلام اباد او د پنجاب ایالتي حکومت په غوښتنه اخیستل شوی.

په دې تړاو خپاره شوي بیان کې ویل شوي، رېنجرز او پولیس ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د تاوتریخوالي هر ډول احتمالي پېښو ته په بشپړ ډول چمتو واوسي او پرېکنده ځواب ورکړي.

د عمران خان زوی: اډیاله زندان سره نږدې احتجاج مه کوئ، د پلار ژوند ته مې خطر پېښېدای شي

عمران خان ګوند احتجاج اعلان کړی او حکومت لارې تړلې دي
د عکس تشریح، د خیبرپښتونخوا او پنجاب ترمنځ نښلوونکي اټک سره پر سړکونو خنډونه او کانتینرونه ایښودل شوي

د عمران خان زوی قاسم خان د تحریک انصاف ګوند له غړو او پلویانو غوښتي‌ چې د سپتمبر پر ۲۷مه د‌ پلان شویو احتجاجونو پر مهال دې د اډیاله زندان ته نه راټولېږي.

هغه د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "ما ته لارښونه شوې چې له خلکو وغواړم چې د سپتمبر پر ۲۷مه دې د اډیاله زندان نږدې ځایونو کې د احتجاج کولو هڅه نه کوي."

هغه زیاته کړې "د سرچینو له اړخه راته معلومه شوې چې اېسټبلېمنټ ښايي د دغه احتجاج په پلمه پر زندان 'ځوابي' برید وکړي، چېرې چې مې پلار بندي دی، او په دې توګه د هغه ژوند ته خطر پېښېدای شي."

د عمران خان زوی لیکلي: 'د مهربانۍ له مخې هغوی [اېسټبلېشمنټ] ته داسې موکه یا پلمه په لاس مه ورکوئ، چې په ځواب کې یې د احتجاج پر مهال زما له پلار سره کومه 'پېښه' وشي."