تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غبرګونو واده؛ غبرګوني وروڼه، غبرګونې خویندې، غبرګوني کشیشان او غبرګوني خدمتګاران
- Author, سراج حسین
- دنده, بيبيسي تامیلي سروېس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په سوېلي هند کې د یوه واده انځور خورا ډېر لاس په لاس شو، چې د غبرګونو څلور جوړې پکې راټولې شوې دي.
په دې انځور کې غبرګوني وروڼه له غبرګونو خویندو سره د واده پر مهال لیدل کېږي، چې د نکاح مراسم یې غبرګونو کشیشانو مخته وړل او د خدمت لپاره هم غبرګوني ماشومان ګمارل شوي وو.
دا ناشنا او کمپېښ واده د کلونو له دقیق او منظم حساب او کتاب وروسته ترسره شوی دی.
اخیل توماس چې د دغه واده یو زوم دی، وايي: "په یوه واده کې د غبرګونو د څلورو جوړو شتون تصادفي خبره نه ده."
نکیل توماس چې د دې واده یو زوم او د اخیل غبرګونی ورور دی، وايي: "نیت مو کړی و چې له غبرګونو خویندو سره وادونه وکړو؛ کورنۍ مو نژدې درې کاله زموږ لپاره د مناسبو ناوو په پیدا کولو تېر کړل."
دوی دواړه ۳۲ کلن دي، چې په یاده سیمه کې د واده لپاره نسبتاً پوخ عمر ګڼل کېږي.
اخیل په دې اړه زیاتوي: "د دې لپاره چې عمرونه مو له دېرشو اوښتي وو، خپلوانو مو پر موږ فشار راوړو چې د غبرګونو نجونو هیله پرېږدو. هغوی ان دا خبرداری هم راکاوه که له عامو نجونو سره واده ونه کړو، نو ښایي ټول عمر مجرد پاتې شو."
د زامنو لپاره د مناسبو ناوو یا نجونو د موندلو لپاره، د هغوی کورنۍ د ودونو د توافق داسې یوه مرکز ته غوښتنه وړاندې کړه چې ځانګړې پاملرنه یې غبرګونو ته ده.
اخیل وايي، مخکې له دې چې له ماګي او ماریا ماري سره وپېژندل شي، په تېرو څو کلونو کې یې له نژدې ۴۰ جوړو غبرګونو خویندو سره لیدلي وو. په زړه پورې خو دا وه چې دغو ۳۱ کلنو خویندو هم دا موخه درلوده چې له غبرګونو ورونو سره واده وکړي.
ماګي وايي: "له کوچنیوالي مو تصمیم و چې د واده کولو په صورت کې به خامخا له غبرګونو سره غاړه ږدو."
ماریا په دې اړه زیاتوي: "له اخیل او نکیل سره له لیدو سره سم، دواړه زموږ زړونو ته ولوېدل او همغه شېبه مو پرېکړه وکړه چې همدوی زموږ د ژوند ملګري دي."
له دې وروسته خویندو خپله دا غوښتنه هم مطرح کړه چې د نکاح او واده مراسم دې هم د غبرګونو کشیشانو له خوا مخته وړل کېږي.
دا نظر هغه مهال د هغوی ذهن ته راغی چې ماګي او ماریا تېر کال په کلیسا کې جېرون او جوهان جېمز نومي غبرګوني هلکان ولیدل. کله چې د واده خبره حتمي شوه، هغوی له دغو غبرګونو ماشومانو سره اړیکه ونیوله او واده ته یې وغوښتل.
د اخیل مور څو میاشتې مخکې په کلیسا کې له غبرګونو کشیشانو (انتو او اجو پیرومکاټیل) سره پېژندلي وو؛ نو ځکه بل مهم ګام هغوی ته د واده د مذهبي مشرانو په توګه د ورتګ و.
اخیل په دې اړه وايي: "کله چې مې له کشیشانو سره خبرې وکړې او کیسه مې ورته وکړه، دواړه خورا زیات لېوال شول."
پر انټرنېټ د دغه خاص واده د انځورونو له وایرل کېدو وروسته، غبرګونو کشیشانو هم له دغې ناڅاپي توجه نه په زړه پورې ګټه پورته کړې ده.
اجو په دې اړه وویل: "دا زموږ په ژوند کې یو حقیقت کې نه هېرېدونکی واده شو."
نکیل توماس په دې اړه وايي: "دا د مینې واده نه و، بلکې د مشرانو په خوښه ترسره شو."
دا پیښه د هند د داسې روایتي او کورنیو ودونو یوه بېلګه ده چې پلار، مور او د کورنۍ مشران پکې د جوړو په جوړولو او د دواړو خواوو په موافقه کې مهم رول لري.
پر خواله رسنیو د انځورونو له خپرېدو وروسته، له هغې راهیسې دغو نویو جوړو ته پر انټرنېټ له هرې خوا پراخې مبارکۍ او دعاوې استول شوې دي.
د ټولنیزو شبکو ګڼو کاروونکو نویو جوړو ته مبارکۍ ورکړې او یو شمېر نورو بیا دا د غبرګونو لپاره يو استثنايي او له هیلو ډک واده وباله.
ماریا په دې اړه وویل: "اصلاً مو ګومان نه کاوه چې عکسونه به مو تر دې حده مشهور شي."
هغې زیاتوله: "موږ دا کار د لایکونو او شهرت په موخه نه و کړی؛ دا مو د ارمان واده و چې ناڅاپه پر ټولنیزو رسنیو وایرل شو."