اشرف غني چېرې دی او ولې خپل استوګنځی پټ ساتي؟

    • Author, ضیا شهریار
    • دنده, بي‌بي‌‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

باخبره او محمد اشرف غني ته نږدې سرچينو بي‌بي‌سي ته ويلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر دا مهال په لبنان کې اوسي. لبنان هغه هېواد دی چې اشرف غني څو کاله وړاندې پکې زدکړې کړې وې او د هغه مېرمن رولا غني د لبنان تبعه ده.

بي‌بي‌سي د اشرف غني د استوګنې د وضعيت د روښانه کولو لپاره د لبنان له بهرنيو چارو وزارت سره اړيکه نيولې او د هغه په اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده. دغه راز له لبناني چارواکو پوښتل شوي، چې ايا پخواني افغان ولسمشر ته سياسي پناه ورکړل شوې ده او که په لبنان کې يې شتون لنډمهالی او موقت دی.

د لبنان د بهرنيو چارو وزارت يوه سلاکار، پرته له دې چې په دغه هېواد کې د اشرف غني شتون تائيد يا رد کړي، له بي‌بي‌سي وغوښتل چې خپلې پوښتنې په ليکلي ډول ورواستوي، چې اړين ځواب ورکړل شي. خو تر اوسه پورې د لبنان د بهرنيو چارو وزارت د بي‌بي‌سي دغو پوښتنو ته کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی.

پينځه کاله مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه يو شمېر نږدې کسان د دوو چورلکو په وسيله له ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ازبکستان ته ولاړل.

په هماغه ورځ، له شلو کلونو وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري نظام سقوط وکړ.

اوس بيا د پخواني ولسمشر نوم د افغانستان په سياسي فضا کې مطرح شوی، خو دا ځل د هغه د استوګنې د ځای په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

اشرف غني چېرته دی او ولې نه غواړي د خپلې استوګنې هېواد په ښکاره ډول اعلان کړي؟

دا پوښتنه هغه وخت لا زياته مهمه کېږي چې د طالبانو د حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد وروستۍ څرګندونې د اشرف غني د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه او د دغو څرګندونو په وړاندې د غني توند غبرګون سره يو ځای وکتل شي.

ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې له ايراني رسنۍ 'ايراف ټي وي' سره په مرکه کې وويل چې اشرف غني او د هغه نږدې کسان د ''عمومي بخښنې'' تر پوښښ لاندې راځي او هغه کولی شي افغانستان ته ستون شي او د يو عادي وګړي په توګه ژوند وکړي.

خو له دې سره سره، د طالبانو وياند وويل چې اشرف غني په سياسي ډګر کې ''خپل امتحان ورکړی دی''.

''هېڅکله به سر ټیټ نه کړم''

ښاغلي غني له خصوصي رسنۍ 'اې بي اېن' سره په خبرو کې، چې هغه ته نږدې بلل کېږي، وويل داسې هېڅ ګناه يې نه ده کړې چې د بخښنې اړتيا ولري. هغه زياته کړه چې د طالبانو حکومت بايد د خلکو ارادې او رايې ته درناوی وکړي چې ''د حل لاره هواره شي''.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې دی به ''هېڅکله د طالبانو پر وړاندې سر ټيټ نه کړي.''

پینځه کاله وړاندې په همدې ورځو کې د هغه حکومت نسکور شو او دی له ارګه ازبکستان ته لاړ. وروسته له هغه چې يوه شپه يې هلته تېره کړه، متحده عربي اماراتو ته لاړ او سياسي پناه يې واخيسته. نوموړی تر شاوخوا دوو مياشتو وړاندې په اماراتو کې اوسېده.

سره له دې، محمد اشرف غني د اماراتو له پرېښودو وروسته تر دوو مياشتو زيات وخت تېر کړی، خو د خپلې نوې استوګنې د ځای په اړه يې چوپتيا غوره کړې او تر اوسه يې د پټ ساتلو لپاره کوم دليل نه دی وړاندې کړی.

اشرف غني د روان کال د مې مياشتې په ۲۶مه د لوی اختر په مناسبت پر خپل اېکس حساب کې له شپږو مياشتو چوپتيا وروسته اعلان وکړ چې متحده عربي امارات يې پرېيښي او اوس په يو ''خوندي ځای'' کې ژوند کوي. هغه دغه راز وليکل:

''يوه موده له تاسو سره له خبرو کولو منع شوی وم او زما غږ چوپ کړل شوی و.''

که څه هم اشرف غني په تېرو څه باندې دوو مياشتو کې پر ټولنيزو رسنيو خپلې څرګندونې او پيغامونه زيات کړي، خو لا هم د خپلې اوسنۍ استوګنې د ځای په اړه چوپ پاتې دی او په دې اړه يې هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

ایا هېوادونه اشرف غني ته پناه نه ورکوي؟

یوې سرچینې چې اشرف غني ته نږدې بلل کېږي او نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، بي‌بي‌سي ته وویل چې د هغه د استوګنې د ځای د نه اعلانولو اصلي دلیل دا دی چې هغه لا هم په خپل ټاکل شوي هېواد او ځای کې د دایمي اوسېدو لپاره نه دی مېشت شوی.

د سرچینې په وینا، اشرف غني دا مهال په درېیو بېلابېلو هېوادونو کې د استوګنې درې انتخابونه لري، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې په کوم هېواد کې به د اوږدې مودې لپاره ژوند کوي.

د دې سرچینې په خبره، اشرف غني په یوه اسلامي هېواد کې ژوند کولو ته لومړیتوب ورکوي، خو ټینګار کوي چې راتلونکی د استوګنې ځای یې باید داسې فضا ولري چې وکولای شي د افغانستان د موضوعاتو په اړه په ازاد ډول خپل نظرونه څرګند کړي او خپلې لیدلارې له افغانانو سره شریکې کړي.

سرچینې دغه راز وویل چې د متحده عربي اماراتو حکومت د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې اشرف غني د سیاسي موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو منع کړی و.

د نوموړي په وینا، اشرف غني هم د ابوظبۍ چارواکو ته په یوه اعتراضي لیک کې دا محدودیت نه و منلی او غوښتنه یې کړې وه چې له اماراتو د وتلو لپاره ورته زمینه برابره شي.

د دغو محدودیتونو کره لامل لا هم روښانه نه دی.

اشرف غني ته نږدې دغې سرچینې ویلي چې خپله غني باور لري چې دا پرېکړه د طالبانو له حکومت سره تړاو نه لري، بلکې احتمال شته چې ''د امریکا متحده ایالاتو فشار'' د دې تر شا موجود وي.

سرچینې دا ادعا هم کړې چې ځینو هېوادونو، ښایي د ''امریکا د احتمالي غبرګون یا فشار'' له امله، د افغانستان پخواني ولسمشر ته د اقامت ورکولو څخه ډډه کړې وي، خو د دغو هېوادونو نومونه یې یاد نه کړل.

تر اوسه پورې د متحده عربي اماراتو حکومت د اشرف غني د وتلو د علت په اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

امریکا له اشرف غني سره ستونزه لري؟

متحده ايالاتو له ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه تر وتلو وروسته له محمد اشرف غني سره د خپل تعامل په اړه کوم څرګند او رسمي دريځ نه دی اعلان کړی.

خو د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش ادارې (سيګار) له اشرف غني د هغو پيسو په اړه د حساب غوښتنه کړې وه چې ادعا کېده نوموړي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د جمهوري نظام د سقوط پر ورځ، له ځان سره ايستلې دي.

د سيګار يو راپور د همدې تور په اړه څېړنه کوي چې ګواکې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له پرېښودو سره ميليونونه ډالر له ځان سره وړي دي.

سيګار د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په خپل وروستي راپور کې، چې سرليک يې و: ''له افغانستانه د پيسو ايستل: د ولسمشر غني او پخوانيو لوړپوړو افغان چارواکو په اړه د ادعاوو ارزونه''، ويلي چې د دغو ادعاوو د واقعیت معلومولو لپاره يې پلټنې کړې دي. راپور زياتوي چې اشرف غني د دې ادارې له ۵۶ پوښتنو يوازې ۶ ته د خپل وکيل له لارې ځوابونه ورکړي وو. د پوښتنو او ځوابونو متن هم په همدې راپور کې خپور شوی دی.

سيګار وايي ټول هغه عيني شاهدان چې له دې ادارې سره يې خبرې کړې، دا خبره تائيدوي چې اشرف غني د وتلو پر مهال چورلکې ته ډېر سامان يا درانه بارونه نه وو پورته کړي.

اشرف غني له دې تورونو څو اوونۍ وروسته دا ادعاوې رد کړې وې. هغه د بي‌بي‌سي په ګډون په ځينو مرکو کې ويلي وو چې چمتو دی د ملګرو ملتونو يا هرې بلې خپلواکې نړيوالې ادارې لخوا په دې اړه په هر ډول پلټنو کې همکاري وکړي.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې اشرف غني له برېتانيا څخه د استوګنې غوښتنه کړې ده. بي‌بي‌سي په دې اړه د برېتانيا د بهرنيو چارو او کورنيو چارو وزارتونو سره اړيکه نيولې وه. د بهرنيو چارو وزارت دا موضوع د کورنيو چارو وزارت ته راجع کړه، او دغه وزارت وويل چې دوی ''په معمول ډول د افرادو د شخصي دوسيو په اړه څرګندونې نه کوي.''

''د اشرف غني لپاره غوره انتخاب افغانستان ته ستنېدل دي''

طارق فرهادي، چې د سیاسي چارو یو شنونکی دی او له کلونو راهیسې له محمد اشرف غني سره بلدتیا لري، وایي چې اشرف غني ته یې سپارښتنه دا ده د اوسنیو شرایطو او د خپل عمر په پام کې نیولو سره افغانستان ته بېرته ستون شي او د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

ښاغلی فرهادي وایي:

''کېدای شي دا هم د اشرف غني د مقام لپاره او هم د افغانستان لپاره غوره وي. موږ د افغانستان په تاریخ کې د امان الله خان بېلګه هم لرو. هغه په ۱۹۲۹ کال کې اړ شو چې افغانستان پرېږدي، لومړی برېتانوي هند ته لاړ او وروسته ایټالیا ته لاړ، او په پای کې په ۱۹۶۰ کال کې په زوریخ کې ومړ. امان الله خان ۳۱ کاله له خپل هېواده لېرې ژوند وکړ او په دې موده کې یې د افغانستان په بدلونونو کې هېڅ رول نه درلود. دا د خواشینۍ وړ خبره ده. ښایي ښه به وای چې د ده د بېرته ستنېدو زمینه په یو ډول برابره شوې وای.''

د هغه په اند، ''هېواد ته د سیاسي مشرانو بېرته ستنېدل او د هغوی حضور په افغانستان کې کولی شي د فکري او سیاسي اختلافونو په کمولو کې مرسته وکړي. د افغانستان د تاریخ له نظره هم ښایي دا غوره وي چې د هېواد مشران، ان له واکه تر لیرې کېدو وروسته هم، په خپل هېواد کې ژوند وکړي او د ملي ستونزو د حل د بهیر برخه واوسي.''

ښاغلی فرهادي وایي چې د وروستۍ جګړې پر مهال پر متحده عربي اماراتو د ایران د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له پیل او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو وروسته، په ځانګړي ډول د ابوظبۍ له په نښه کېدو وروسته، اشرف غني ته دا فرصت برابر شو چې په درناوي سره له اماراتي چارواکو څخه د وتلو غوښتنه وکړي، هغه غوښتنه چې د نوموړي په وینا ومنل شوه.

د هغه په باور، اشرف غني به په هر هغه هېواد کې چې اوسیږي، ښایي له ورته محدودیتونو سره مخ وي او د پراخو سیاسي فعالیتونو اجازه به ونه لري.

ښاغلی فرهادي د اشرف غني د وضعیت د تشریح لپاره د نړۍ د هغو مشرانو بېلګې وړاندې کوي چې د سیاسي بدلونونو له امله اړ شوي خپل هېوادونه پرېږدي. هغه وايي:

''په تونس کې د یاسمین انقلاب له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد ولسمشر زین العابدین بن علي په بېړني ډول تونس پرېښود او سعودي عربستان ته یې پناه یووړه. له هغه وروسته نوموړی په عملي توګه له سیاسي او عامه ډګره لیرې شو. په سوریه کې هم بشار اسد د وضعیت له خرابېدو وروسته روسیې ته لاړ او وروسته یې اعلان وکړ چې له سیاسي فعالیتونو څخه یې واټن نیولی او سوداګرۍ ته یې مخه کړې ده.''

د فرهادي په وینا، په جلاوطنۍ کې د مشرانو برخلیک تر ډېره د سیاسي شرایطو او د کوربه هېوادونو له ګټو سره تړاو لري:

''د شیخ حسینې وضعیت تر یوه حده توپیر لري. هغه په بنګله دېش کې د پراخو اعتراضونو وروسته هند ته لاړه، خو نوي ډیلي د خپلو سیاسي ملاحظاتو او ګټو له امله هغې ته پناه ورکړې او لا هم د هغې د راتلونکي په اړه غور کوي. برعکس، که د محمد رضا شاه پهلوي برخلیک ته وګورو، وینو چې له ګڼو لوېدیځو هېوادونو سره د نږدې اړیکو سربېره د ایران له انقلاب وروسته ورته د استوګنې لپاره د یوه هېواد موندل ستونزمن وو. په پای کې د مصر ولسمشر انور سادات هغه ته پناه ورکړه او شاه هم په هماغه هېواد کې ومړ.''

طارق فرهادي وايي چې په افغانستان کې د لوېدیځ شل کلنې تجربې دا لامل شوې چې ګڼ اروپايي حکومتونه د افغانستان د پخوانیو مشرانو اړوند قضیو ته د بیا ورګرځېدو څخه ډډه وکړي.

هغه زیاتوي:

''اشرف غني په دغو هېوادونو کې اغېزمن کسان پېژني، خو کله چې د هغه د استوګنې موضوع مطرح کېږي، ډېری یې چوپتیا غوره کوي او انتظار باسي چې بل هېواد یې د منلو مسوولیت پر غاړه واخلي.''

فرهادي په دې باور دی چې دا مهال په افغانستان کې د ''رژیم بدلون'' د لوېدیځو هېوادونو او د ډونلډ ټرمپ د ادارې په اجنډا کې ځای نه لري. د هغه په اند، همدا مسئلې سبب شوی چې دغه هېوادونه له اشرف غني سره سیاسي تعامل ته ډېره لېوالتیا ونه لري او نه هم غواړي د هغه په احتمالي سیاسي راتلونکي کې کوم مهم رول ولوبوي.