تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, د طالبانو حکومت پنځه کاله: ژوند کې مو کوم لوی بدلون راغلی؟

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ مه ټېک په همدې ورځ کابل سقوط شو او واک د طالبانو حکومت ته پاتې شو. په دغو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زدکړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شو او د ښځو پر کار، ازاد تګ راتګ او ډېرو نورو بشري حقونو باندې محدودیتونه اعلان شول. بي بي سي د افغانستان له بېلابېلو څنډو ښځې غږولي او پوښتلي یې دي چې په دې پنځو کلونو کې د دوی ژوند څنګه اغېزمن شوی او څه یې په ژوند کې بدل شوي دي.

لنډیز

  • پنځه کاله پخوا پر همدې ورځ د طالبانو حکومت بیا په افغانستان کې واک ته ورسېد
  • د دوی لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زدکړو تر "امر ثاني" بندیز اعلان شوی
  • ګڼو دولتي او نړیوالو ادارو کې د افغان ښځو پر کار، د دوی پر ازاد تګ راتګ او ګڼو نورو فردي ازادیو او بشري حقونو باندې محدودیتونه لګېدلي دي
  • بي‌بي‌سي له یو شمېر ښځو سره غږېدلې او دا یې ترې پوښتي چې په دغو پنځو کلونو کې د دوی ژوند څنګه اغېزمن شوی او په ژوند کې یې څه بدل شوي دي؟
  • شریفه رحیمي داسې افغانه مېرمن ده چې ماته یې نه ده منلې او له لګېدلو محدودیتونو سره سره یې ځان ته د کار زمینه برابره کړې
  • لطیفه د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکې ده. غوښتل یې د حقوق پوهنځي کې قضا او څارنوالي ولولي، خو دې ارمان ته و نه رسېده
  • شګوفه له تېرو پنځو کالو راهیسې انلاین زدکړې کوي. نوموړې وايي، کله چې طالبان واک ته ورسېدل په دولسم ټولګي کې وه
  • افغانستان کې مېرمنې نه یوازې، چې له کار او زدکړو منع شوې له یو شمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه هم منع شوې دي.

ژوندی پوښښ

  1. فضیله: زموږ د سترګو پر وړاندې د پوهنتون دروازې وتړل شوې

    افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښځو بېلابېل محدودیتونه لګولي، چې له کبله یې یو شمېر مېرمنې له کار او زدکړو بې برخې شوې دي. فضیله په جمهوریت کې یې په بېلابېلو نړیوالو بشري سازمانونو کې کار کاوه او بشري فعالیتونه به یې کول، خو اوس په کور ده.

  2. د نجونو پر زدکړو بندیز؛ 'تر هغه چې زه ژوندی یم، د زد‌کړې لاره به درته پیدا کوم'

    افغانستان کې اې‌اېف‌پي چې له کوم پلار سره هم د نجونو د زد‌کړو د هغه بندیز په اړه خبرې کړې چې له لومړني ښوونځي وروسته یې د پر لوڼو د زد‌کړې ور تړل شوی، هغه د ناهیلۍ له امله ژړغونی شو.

    په دې راپور کې چې په ټول هېواد کې له بېلابېلو کورنیو سره مرکې شوې دي، څرګندوي چې د دې بندیز له امله کورونو کې د ننه روان درد او کړاو ډېر ژور دی. ان ډېر مذهبي پلرونه هم د دې پرېکړې په اړه پوښتي او منطقي توجیه غواړي.

    د طالبانو چارواکي دا بندیز ــ چې په نړۍ کې د خپل ډول یوازېنی بندیز دی ــ د خپل تفسیر پر بنسټ د اسلامي شریعت له مخې توجیه کوي.

    خو یوه مذهبي پلار وویل: "تاسو به هېڅکله په قرآن کې پیدا نه کړئ چې زدکړه یوازې د نارینه‌وو لپاره ده."

    بل پلار، چې د امنیت په ټینګښت او د فساد په کمولو کې یې د طالبانو حکومت وستایه، وویل چې د نجونو د زد‌کړو د بندیز لپاره "هېڅ مناسبه توجیه نه شي موندلای".

    ټولو هغو نارینه‌وو ــ چې په راپور کې یې هویت خوندي ساتل شوی ــ د دې بندیز له امله رامنځته شوی عاطفي کړاو بیان کړ. پلرونه د خپلو هوښیارو او نهیلې شویو لوڼو د راتلونکي لپاره په څه اړه فکر کوي.

    تېر کال د ملګرو ملتونو په یوه سروې کې له هرو لسو افغان نارینه‌وو نهو ویلي وو چې د نجونو لپاره منځنۍ زدکړې مهمې دي. نژدې دوه پر درېیمه برخې یې دا هم ویلي وو چې د پلار له خوا د خپلې لور د زد‌کړو ملاتړ کول "دیني ثواب" لري.

    ځینې نارینه د دې بندیز پر ضد د اعتراض له امله زنداني شوي دي.

  3. افغانه خبریاله: معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی

    افغانستان کې د طالبانو حکومت رسنیو کې هم د ښځو پر کار ځینې محدودیتونه لګولي‌ دي. د دغو بندیزونو په لړ کې افغانې خبریالانې زیاتې زیانمنې شوې دي.

    مینه، چې په جمهوریت کې یې خبریالي کوله او په ازاده توګه یې معلوماتو ته د لاس رسي حق درلود، وايي اوس دا حق ترې اخیستل شوی.

  4. وروستی, افغانه مېرمنه چې ځان او نورو ته یې د کار زمینه برابره کړې

    شریفه رحیمي داسې افغانه مېرمن ده چې ماته یې نه ده منلې او له لګېدلو محدودیتونو سره سره یې ځان ته د کار زمینه برابره کړې. هغې په تېر جمهوري نظام کې د انجنیرۍ په برخه کې کار کاوه. کله چې طالبان واک ته ورسېدل دنده یې له لاسه ورکړه.

    دا وايي، د وړو سوداګریو په برخه کې یې مطالعه وکړه، شاوخوا څلويښتو مېرمنو ته یې په دې برخه کې کاري فرصت برابر کړ.

  5. لطیفه: د طالبانو له راتګ سره په خپله مسلکي برخه کې له کاره محرومه شوم

    لطیفه د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکې ده. غوښتل یې د حقوق پوهنځي کې قضا او څارنوالي ولولي خو پر لوړو زده کړو له بندیز وروسته اړ شوه، چې له پوهنتون لاس په سر شي، او د ژوند د دوام او نفقې پیدا کولو لپاره یې شخصي مکتب کې کار پیل کړ.

  6. شګوفه: په کور کښېناستو روغتیايي‌ ستونزې راته پیدا کړې

    شګوفه له تېرو پنځو کالو راهیسې انلاین زدکړې کوي. نوموړې وايي، کله چې طالبان واک ته ورسېدل په دولسم ټولګي کې وه او کانکور ته یې چمتولی نیولی و خو وې نه شوی کولی، چې خپلې زدکړې بشپړي کړي. د دې په خبره وروسته له هغه، چې په کور شوه روغتیايي ستونزې ورته پیدا شوې.

  7. افغانستان کې مېرمنې د سپورت اجازه نه لري

    افغانستان کې مېرمنې نه یوازې، چې له کار او زدکړو منع شوې له یو شمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه هم منع شوې دي.

    مینه افغان د کابل اوسېدونکې د کور مېرمن ده. دا وايي، مخکې یې سپورت کاوه او جیم ته تله، خو د طالبانو له راتګ سره سپورت کول ترې پاته شو.

  8. وروستی, د طالبانو د حکومت پنځه کلنه واکمني، دې کلونو کې څه تېر شول؟

    د شنبې په ورځ، (اګست ۱۵مه)، پر افغانستان د طالبانو حکومت د واکمنۍ پنځه کاله پوره کېږي. طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې کابل ونیو.

    د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له افغانستانه د وتلو په حال کې وو چې طالبانو د چټکو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل. د افغان امنیتي ځواکونو جوړښت، چې کلونه د لوېدیځ له ملاتړه برخمن و، له منځه ولاړ او د امریکا په ملاتړ ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد.

    په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان له نورو ننګونو سره هم مخ دی؛ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري او د هېواد په درېیمه برخه ولایتونو کې خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.

  9. د طالبانو حکومت کې د ښځو د حذفولو پنځم کال: "تر څلورو نورو کلونو به څلور میلیونه نجونې له زد‌کړو بې‌برخې شي"

    "غوښتل مې ښوونځي ته لاړه شم، د ښوونځیو دروازې یې وتړلې. هیله مې درلوده د کانکور ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاړه شم، د پوهنتونونو دروازې یې هم وتړلې! کورس ته تلم چې درسونه رانه هېر نه شي، کورس یې هم پر موږ بند کړ. د انځورګرۍ ښوونیز مرکز ته لاړم، هغه یې هم بند کړ! د هیلې هر څرک مې چې وموند، بېخي ژر مې له لاسه ور کړ."

    مروه (مستعار نوم) له هغو زرګونو نجونو ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ راهیسې یې ښوونځي ته د تلو فرصت له لاسه ورکړی دی.

    دا وايي، د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، تر ډېره وخته وزګاره وه: "خورا سختې ورځې مې تېرې کړې. احساس مې کاوه چې د خپل ژوند یوه لویه برخه مې له لاسه ورکړې ده. زړه مې درد کاوه، ژړل مې، نه پوهېدم چې راتلونکی به څنګه شي؟ اوس انځورګري کوم. هر خپګان، هیله او خبره چې په ژبه یې نه شم بیانولی، پر کاغذ یې رسموم. لا هم هیله لرم. هیله‌منه یم ښوونځي او بیا پوهنتون ته بېرته ستنه شم... هیڅ نجلۍ باید د زد‌کړو له حقه بې‌برخې نه شي... هیله منه یم هغه ورځ راشي چې ټول وکولای شو په ازاده توګه زدکړې او کار وکړو... هیڅ نجلۍ باید د نجلۍ توب له امله خپلې هیلې له لاسه ورنه کړي."

    د جمهوریت پر مهال د رسنیو د پراختیا او په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د شمېر له ډېرېدو سره، ډېر ځوانان او پېغلې په رسنیو کې کار کولو ته لېوال شوي وو. شازیه هم له هغو نجونو یوه وه چې د خبریالې کېدو ارمان یې پاله.

  10. د طالبانو حکومت پنځه کلنه واکمنۍ؛ افغان مېرمنې څه وايي؟

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت پنځه کاله پوره شول. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د جمهوریت له پرځېدو سره د بيا ځل لپاره پر کابل ولکه ټينګه کړه. له هغه راهيسې په ګڼو برخو کې پر ښځو محدوديتونه لګول شوي دي، د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري، د کار په برخه کې هم پرې محدوديتونه لګول شوي. که څه هم طالب چارواکي په ځينو برخو کې د پرمختګ خبره کوي خو افغان مېرمنې وايي د طالبانو حکومت له خوا لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو له ټولنيزه اړخه ګوښې کړې او د ژوند په ډېرو برخو کې یې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

    له بي بي سي سره ځينو افغان مېرمنو د خپل حالت په اړه خبرې کړې چې په دې ژوندۍ پاڼه کې یې لوستلی او کتلی شئ.