تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت مخالفانو بیا د خبرو غوښتنه وکړه او د ردولو صورت کې یې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
د طالبانو د حکومت یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفو مشرانو، چې د 'شهید اونۍ' په غونډه کې یې د انټرنېټ له لارې په مجازي بڼه ګډون کړی و، یو ځل بیا طالبانو ته په یوه پیغام کې د خبرو اترو وړاندیز کړی او د دې وړاندیز د نه منلو او د هغې د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې 'شهید اونۍ' د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې هر کال د سنبلې میاشتې په نیمایي کې، د طالبانو د پخوانۍ مخالفې جبهې د قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو له کلیزې سره هممهاله، په پراخه کچه نمانځل کېده؛ خو په وروستیو کلونو کې د دې مناسبت د ترسره کېدو بڼه له ګڼو بدلونونو سره مخ شوې ده.
عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق، صلاحالدین رباني، احمد مسعود، یاسین ضیا، عطامحمد نور او یو شمېر نورې هغه سیاسي څېرې چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، په دې مجازي غونډه کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې چې تېره ورځ جوړه شوې وه، یو شمېر ګډونوالو د خبرو اترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د خبرو اترو د لارې دوامدار تړل کېدل ښايي هېواد د جګړو د لا زیاتېدو پر لور بوځي.
د افغانستان د ملي اسلامي جنبش مشر عبدالرشید دوستم وویل، طالبان باید د خبرو اترو غوښتنه بېاهمیته ونه ګڼي او هغه "ټوکه" ونه بولي.
هغه له طالبانو سره د خبرو لپاره د مخالفو جبهاتو د پلاوو د چمتووالي خبر ورکړ، خو په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې که دا غوښتنه رد شي، د داسې جګړې د پیل احتمال شته چې مهارول به یې ستونزمن وي.
نوموړي ادعا وکړه چې "خلک د یوه غږ او واحدې رهبرۍ په تمه دي"، خو د هغه په وینا، مخالفان غواړي د "خطرناکې جګړې" له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.
د افغانستان له جهادي مشرانو عبد رب الرسول سیاف هم وویل، که په افغانستان کې جګړه پراخه شي او د لا ډېرې وینې تویېدو لامل وګرځي، مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.
ښاغلي سیاف وویل، طالبانو "څو ځله" د خبرو اترو وړاندیز رد کړی او د خبرو ردول په حقیقت کې د جګړې انتخابول دي. هغه په دې تړاو ټینګار وکړ چې مخالفې ډلې د مجبوریت له امله وسلې ته لاس اچولی دی او د هر ډول پراخېدونکو جګړو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.
"ټاکنې او د طالبانو له دورې وروسته لپاره چمتووالی"
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله له وسلهوالو مخالفو ډلو سره هر ډول خبرې اترې رد کړې دي.
طالب چارواکو تر اوسه د خپلو سیاسي او پوځي مخالفینو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بيبيسي ته ویلي وو چې له مخالفینو سره خبرو ته اړتیا نشته.
ښاغلي متقي ویلي وو: "په افغانستان کې هېڅ ستونزه نشته، نو څه اړتیا ده چې د خبرو اترو بله پروسه پیل شي؟"
"ټاکنې او د طالبانو له دورې وروسته لپاره چمتووالی"
د یادې غونډې ویناوالو هم ټینګار وکړ چې د دوی وروستی هدف یوازې د ځینو محدودیتونو، لکه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو، لرې کول نه دي؛ بلکې د داسې نظام رامنځته کول دي چې خلک پکې وکولای شي د ازادو ټاکنو له لارې د حکومت د ډول او د هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" مشر احمد مسعود وویل، له طالبانو سره د مخالفینو بنسټیز توپیر د خلکو د رایې او ارادې په منلو کې دی.
ښاغلي مسعود همداراز ټینګار وکړ چې که د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په یوه ازاده ټاکنه کې بریالی شي، دی به د ټاکنو پایله ومني.
د "افغانستان د ازادۍ جبهې" مشر یاسین ضیا هم د ده په ټکو په [بېلابېلو ولایتونو کې پوځي تحرکاتو] ته په اشاره ادعا وکړه: "حالت د طالبانو له کنټروله وتلی دی."
هغه زیاته کړه چې مخالفین باید له همدا اوسه د "طالبانو له دورې وروسته" لپاره پلان جوړ کړي.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان د پوځ پخواني لوی درستیز هم طالبان په "فساد او له دین څخه په ناوړه ګټه اخیستنه" تورن کړل او له هغوی سره یې د خبرو اترو په اړه خپله بېباوري څرګنده کړه.
صلاحالدین رباني هم طالبان تورن کړل چې له افغانستان سره د "جګړې د غنیمت" په څېر چلند کوي او د طبیعي سرچینو د استخراج او د طالبانو د حکومت د اقتصادي قراردادونو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په دې غونډه کې د طالبانو پر کړنو سختې نیوکې وکړې او هغوی یې "یوه ډله ناپوهان، لاسپوڅي او اجیران" وبلل. هغه وویل چې امریکا پنځه کاله وړاندې د یوه "خاینانه او یو اړخیز" تړون له لارې افغانستان دې ډلې ته وسپاره.
نوموړي همداراز د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان پر شیعه ټولنې د موجودو فشارونو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د هزاره او شیعه ټولنې، چې د ده په وینا پر هر څه یې برید شوی، لپاره د ژوند زمینه تنګه شوې ده.
طالبانو تر اوسه د خپلو مخالفینو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او سیاسي سازمانونو فعالیتونه منع کړي دي.
سره له دې، طالبانو ویلي چې دغه سیاستوال کولای شي افغانستان ته بېرته ستانه شي او "د عمومي عفوې په پروګرام کې شامل شي".