ترکیه کې د ایل جي بي ټي کیو پلس فعالانو او همجنس خوښو د غونډو پر ځایونو چاپې، ۴۷ کسان نیول شوي

    • Author, کېیران کیلې
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ترکي چارواکو په وینا، د ایل جي بي ټي کیو ټولنې له فعالانو او د همجنس خوښو د غونډو پر ځایونو د عملیاتو لړۍ کې ۴۷ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه چاپې د اوونۍ په پای کې د ترکیې په ۱۲ ولایتونو کې د "زما کورنۍ خوندي ده" تر نوم لاندې د یوه دولتي کمپاین برخې په توګه ترسره شوې. د ترکیې حکومت وایي چې د دې کمپاین موخه د کورنۍ ارزښتونو ساتنه ده.

د عملیاتو یوه مهمه نښه د ایل جي بي ټي کیو د حقونو مشهوره اداره 'Kaos GL' وه.

د استانبول د لویې څارنوالۍ د دفتر په وینا، په دغو عملیاتو کې ۲۶ کسان نیول شوي او نشه یي توکي، ډیجیټلي وسایل، قاچاقي الکولي مشروبات او یوه وسله هم ضبط شوې ده.

بل لور د انقرې لویه څارنوالۍ وايي، د Kaos GL په تړاو د څېړنو په لړ کې ۲۱ نور کسان هم نیول شوي دي.

خو Kaos GL ادعا کوي چې ټولټال شاوخوا ۵۰ فعالان نیول شوي او له لسو زیات کسان د دوی پر کورونو د پولیسو د چاپو پر مهال نیول شوي دي.

د یادې ادارې په خبره، چارواکو د ایل جي بي ټي کیو پلس اړوندو څو وېبپاڼو او د ټولنیزو رسنیو حسابونو ته هم لاسرسی بند کړی دی.

دغه بنسټ وایي، حکومت پرې تور پورې کړی چې د دوی په انلاین خپرونو کې داسې محتوا شته چې ماشومانو ته د لاسرسي وړ ده او د "فحاشۍ" په کټګورۍ کې راځي. چارواکو د Kaos GL د اېکس حساب او د شاوخوا ۱۵ نورو ایل جي بي ټي کیو پلس سازمانونو د حسابونو د تړلو غوښتنه هم کړې ده.

که څه هم په ترکیه کې د همجنسو ترمنځ اړیکې جرم نه ګڼل کېږي، خو د ایل جي بي ټي کیو پلس کسانو پر وړاندې منفي چلند او تبعیض لا هم پراخ دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکې ایل جي بي ټي کیو پلس کسان "فاسد خلک" بللي او د زېږون د کچې د کمېدو مسوولیت یې هم پر هغوی اچولی دی.

د ترکیې د عدلیې وزیر اکین ګورلیک ویلي چې د "زما کورنۍ خوندي ده" کمپاین په چوکاټ کې د هېواد په کچه د ۱۶۰ څخه د زیاتو کسانو او یو شمېر ادارو او شرکتونو پر ضد قانوني اقدامات پیل شوي دي.

خو د ترکیې د بشري حقونو ټولنې بیا حکومت تورن کړی چې دغه کمپاین په وروستیو کلونو کې د ایل جي بي ټي کیو پلس ټولنې د ځپلو لپاره کاروي.

یادې ټولنې په ایکس کې لیکلي:

"د دې عملیاتو اصلي نوم 'زما کورنۍ خوندي ده' نه دی، بلکې دا د دولت له خوا تبعیض، د وېرې سیاست او د مدني ټولنې د کمزوري کولو هڅه ده."