تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپټمبر ۱۱مه؛ هغه سهار چې امریکا یې بدله کړه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه، الوتکې چې د امریکا متحده ایالاتو په ختیځه برخه کې یې الوتنې کولې، د القاعده سخت دریځې شبکې د غړو له خوا وتښتول شوې او وروسته دوې الوتکې د نړيوال سوداګريز مرکز له ودانيو سره ټکر کړل شوې چې په ترڅ کې یې ټولټال ۲۹۷۷ کسان ووژل شول، چې ۱۹ برمته کوونکي پکې شامل نه دي.