نوې څېړنه: د مخدره توکو کارول ښايي ۲۵ زره کاله پخوا پیل شوي وي

    • Author, ایلا کپلینګ
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

یوه نوې څېړنه ښيي چې انسانانو ښايي پر انساني هوښ او حواس د اغېز لرونکو توکو کارول تر هغه ډېر پخوا پیل کړي وي چې ساینسپوهانو مخکې اټکل کاوه.

شواهد څرګندوي چې د اندونیزیا ځینو ټولنو تر شاوخوا ۲۵ زره کاله وړاندې د سوپاري یا بتل مغز (Betel nut) د نشه ییز یا محرکو توکو په توګه کاراوه.

د اسټرالیا د ګریفیت پوهنتون څېړونکو د لومړنیو انساني ښکاریانو په هډوکو کې غیرمعمولي نښې وموندلې، چې دوی یې د سوپاري یا بتل مغز د ژولو او زبېښلو له عادت سره تړلې دي.

د دغې څېړنې مشر پروفیسور ادم بروم وايي:

"دا کېدای شي د نړۍ په هر ځای کې د مخدره یا ذهن بدلوونکو توکو د کارولو تر ټولو پخوانی ثبوت وي."

د یوې نوې څېړنې له مخې، چې د 'ساینسي پرمختګونو' په علمي مجله کې خپره شوې، څېړونکو د اندونیزیا په سولاوېسي ټاپو کې د لرغونو انساني ښکاریانو د دوو نادرو هډونو د موندلو راپور ورکړی دی.

له دې کسانو یوه له ۲۵ زرو تر ۱۶ زرو کالو پخوا او بل له ۷۶۰۰ تر ۶۳۰۰ کالو پخوا وخت پورې ژوند کاوه.

څېړونکو وموندله چې د دواړو کسانو په غاښونو کې د زړېدو یو غیرمعمولي ډول موجود و. د غاښونو پر برسېرن برخه ژور او ګرد سوري لیدل کېدې، چې د دوی په اند د سوپاري (Betel Nut) د بشپړو دانو د زبېښلو له امله رامنځته شوې وې.

سوپاري، چې د Areca catechu له تخمونو څخه ترلاسه کېږي، د کارولو پر مهال انسان ته د لنډمهاله خوښۍ، ارامۍ او زیاتې ذهني بیدارۍ احساس ورکوي.

د څېړنې له لیکوالانو یو اډم برم وايي:

"که څه هم په لوېدیځو ټولنو کې سوپاري ډېره نه پېژندل کېږي، خو په نړۍ کې د الکولو، کافین او نیکوتین وروسته څلورم تر ټولو ډېر کارېدونکی رواني اغېز لرونکی ماده ده."

تر دې وړاندې ګڼ شمېر پوهان په دې باور وو چې د نشه يي یا رواني اغېز لرونکو توکو کارول د کرنې له راپیدا کېدو وروسته پیل شول، او لومړنۍ بېلګه یې شاوخوا ۱۳ زره کاله مخکې تخمیر شوي الکولي مشروبات وو.

خو برم وايي، دا مفکوره ښايي نیمګړې وي، ځکه امکان لري د دغو توکو د کارولو تاریخ تر دې هم ډېر لرغونی وي او ریښې یې د ښکاریانو ټولنو تر زمانې ورسېږي.

څېړنه وړاندیز کوي چې د سوپاري ژول یا زبېښل له زرګونو کلونو راهیسې د انسانانو په کلتوري دودونو کې شته او د نننیو ځینو عادتونو لرغونې سرچینې هم کېدای شي.

په اوسني عصر کې سوپاري معمولاً د هغې د پروسس شوې دانې، چونې او نورو موادو په ګډولو سره د یوې ځبلې یا "quid" په بڼه ژول کېږي. دا دود په سویلي او سوېل ختیځه اسیا کې ډېر عام دی او اټکل کېږي چې د نړۍ شاوخوا لس سلنه وګړي یې کاروي.

څېړونکو په خپلو ازموینو کې سوپاري په مصنوعي لاړو کې کېښوده او ویې موندله چې یوازې د بشپړو دانو زبېښل هم دومره رواني اغېز لرونکي مرکبات خوشې کوي چې د مغز پر فعالیت اغېز وکړي.

د دوی په وینا، که څه هم د لرغونو خلکو لخوا د سوپاري زبېښلو اغېز به د نن ورځې د سوپاري له ژولو کم و، خو دغه عادت دومره پراخ او دوامدار و چې ښايي د غاښونو او ورېو د سختو ناروغیو سبب هم شوی وي.