له ځینو هېوادونو سره د متحده عرب اماراتو اړیکې ولې ترینګلې شوې؟

عرب امارات

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او اسرائیلو له برید وروسته ایران په متحده عربي اماراتو کې ځایونه په نښه کړل.
    • Author, أحمد روابة
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

متحده عربي امارات له سعودي عربستان وروسته د وګړو د شمېر له پلوه د خلیج تر ټولو لوی عربي هېواد دی چې له ۱۱ میلیونو ډېر نفوس لري. د دوی ۹۰ سلنه یې د ۲۰۰ تابعیتونو لرونکي بهرني اوسېدونکي دي. ډېر یې له هند، پاکستان او بنګله دېشه د کار لپاره ورغلي دي. هندي کډوال د هېواد د وګړو ۳۸.۴۵ سلنه جوړوي.

د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، هغه کسان چې د اماراتو تابعیت لري شمیر یې ۱.۳۱ میلیونو ته رسېږي. نارینه د ټول نفوس ۶۳.۸۰ سلنه او ښځې ۳۶.۲۰ سلنه دي. د دې لامل د خپلو کورنیو پرته د کډوالو کارګرو اوسېده دي.

د متحده عرب اماراتو ناخالص کورنی تولید، چې د اقتصاد د کچې او ودې شاخص دی، ۵۰۴ میلیارده ډالره دی (بریتانیا: ۳.۳ ټریلیونه ډالره). خو په اماراتو کې د سړي سر ناخالص کورنی تولید، یا هغه څه چې د پېرودلو ځواک په نوم یادېږي، ۵۳ زره ډالرو ته رسېږي (بریتانیا: شاوخوا ۴۸.۹ زره ډالره).

د متحده عرب اماراتو اقتصاد تر ډیره پر تېلو تکیه لري. دا د هېواد د ناخالص کورني تولید ۳۰ سلنه او د دولت د عامه عوایدو ۴۱ سلنه جوړوي. متحده عرب امارات هره ورځ ۳.۳۸ میلیونه بېرله خام تېل تولیدوي او ثابتې زېرمې یې ۱۱۳ ملیارده بېرله دي.

د ابراهیم تړونونه

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر، یائیر لاپید، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر عبدالله بن زاید هرکلی کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر، یائیر لاپید، د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر عبدالله بن زاید هرکلی کوي.

متحده عرب اماراتو په ۲۰۲۰ کال کې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له بحرین، مراکش او سودان سره یوځای د ابراهیم تړون لاسلیک کړ. اماراتو وویل چې دا ګام "د لوېدیځې غاړې له ضمیمې او نیواکه د اسرائیلو د مخنیوي او د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د دوه هېوادونو د حل د اصل د ژغورلو لپاره" اخیستل شوی دی.

د متحده عرب اماراتو او اسرائیلو اړیکې په ۲۰۲۲ کال کې د دوه اړخیزې ازادې سوداګرۍ د تړون په لاسلیکولو سره پیاوړې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ غیر نفتي سوداګریزه تبادله په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶۰ میلیون ډالرو په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۳ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه. په دې کې قیمتي ډبرې، الکټرونیکي وسایل او موټرې شته.

د غزې د جګړې پر مهال، متحده عرب اماراتو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د اسرائیلو په سوېل کې پر ښارګوټو د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) برید وغانده او هغه یې "خطرناکه نښته" وبلله. دغه هېواد د "سملاسي او دایمي اوربند" غوښتنه وکړه. اماراتو له اسرائیلو سره خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو ته دوام ورکړی، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ یې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښودل شوی دی.

له ایران سره اړیکې

درې سړي پر لار روان دي د صادرات بانک چې اماراتو کې و مخې ته یې لاره تللې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۱۰ کال کې په ابوظبۍ کې د ایران صادرات بانک په بهر کې د ایران یو له مهمو مالي بنسټونو و.

متحده عرب اماراتو له سعودي عربستان، بحرین او مصر سره یوځای له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کاله پر قطر په دې تور بندیز ولګاوه چې "د ترهګرۍ ملاتړ او تمویل" کوي او له "ایران سره نږدې اړیکې" پالي.

امارات په خلیج کې د دریو ټاپوګانو (ابو موسی، لوی تنب او کوچنی تنب) د ملکیت ادعا کوي چې دا مهال د ایران په کنټرول کې دي. د دې کوچنیو ټاپوګانو ارزښت په دې کې دی چې د هرمز تنګي ته نږدې پرتې سیمې دي، هلته چې د نړۍ نږدې څلورمه برخه سمندري تېل، مایع طبیعي ګاز او سرې له دغه ستراتېژیکې لارې تېریږي.

خو ریښتیا دا دي چې امارات په خلیج کې له ایران سره تر ټولو زیات تړلی او پیاوړی سوداګریز هېواد دی. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو شمېرې ښيي چې امارات له چین وروسته د ایران تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۰/۲۰۲۱ کال کې له ۱۱ میلیارد ډالرو ۲۴ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه. که یې د پرتلې په توګه یاده کړو، په ۲۰۱۲ کال کې د اماراتو او متحده ایالاتو ترمنځ سوداګري یوازې ۲۲ میلیارد ډالره وه.

کله چې سعودي عربستان په ۲۰۱۶ کال کې په تهران کې د خپل سفارت د سوځولو له امله له ایران سره اړیکې پرې کړې، اماراتو هم په ایران کې خپله ډیپلوماټیکه استازولي کمه کړه. په ۲۰۱۹ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او اقتصادي اړیکې بېرته لوړې کچې ته ورسېدې. ریاض یوازې په ۲۰۲۳ کال کې له تهران سره اړیکې بېرته پیل کړې.

په یمن کې لاسپوڅي وسله وال

د یمن په حضرموت کې د اماراتو یو پوځي مرکز.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د یمن په حضرموت کې د اماراتو یو پوځي مرکز.

امارات په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي په مشرۍ له هغې پوځۍ ټلوالې سره غاړه شول چې په یمن کې د ایران په ملاتړ د حوثیانو پر ضد جنګېدل. د اماراتو خاوره څو ځله د حوثیانو لخوا پر هغو توغندیو وویشتل شوه چې ایران ورکړي وو.

په ۲۰۱۹ کال کې اماراتو له یمنه د خپل "پوځي وتلو" اعلان وکړ، خو خپل "ځانګړي ځواکونه" یې هلته وساتل او ویې ویل چې دنده یې "د ترهګرۍ ضد مبارزه" ده. دا پردې معنا وه چې دوی نور له شیعه حوثیانو سره په جګړه کې کومه لېوالتیا نه درلوده.

د بي بي سي یوې څېړنې په ډاګه کړه چې اماراتو له ۲۰۱۵ کال راهیسې امریکایي کرایه شوي وسله وال ګمارلي وو چې په یمن کې سیاسي وژنې وکړي. د دې وژنو موخه ډېر کله د "الاصلاح" ګوند مشران وو چې یو سني اسلامپاله ګوند دی، خو د ابوظبۍ واکمنه کورنۍ ورته د خپل ځان لپاره د خطر په سترګه ګوري.

امارات د ولسي خلکو وژل ردوي، خو د بي بي سي څېړنې ښودلې چې هغوی په یمن کې د خپلو امنیتي ادارو د جوړولو لپاره د القاعدې او اسلامي دولت نومې ډلې پخواني غړي هم کارولي دي.

د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې، د سعودي په مشرۍ ټلوالې په مکلا کې پر یوې "وسلې بار کښتۍ" هوایي بریدونه وکړل چې د اماراتو تر ملاتړ لاندې جلا غوښتونکو ته روانه وه. ابوظبي د وسلو لېږل رد کړل او د سعودي پر تورونو یې "ژوره خواشیني" وښوده.

سعودي عربستان همداراز امارات تورن کړل چې په حضرموت او المهره کې یې جلا غوښتونکي د سعودي پلوه حکومتي ځواکونو پر ضد هڅولي دي او دا یې د سیمې ثبات ته "خطر" وباله. له هغې وروسته اماراتو په یمن کې د خپلو عملیاتو د پای ته رسولو اعلان وکړ.

د بشارالاسد د ګوښي پاتې کېدو پای

 اسد او محمد بن زاید

د عکس سرچینه، Emirates Presidential handout

د عکس تشریح، د متحده عرب اماراتو ولسمشر محمد بن زاید په ۲۰۲۳ کال کې په ابوظبي کې د سوریې له پخواني ولسمشر بشار الاسد سره وکتل.

عرب ټولنې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې غړیتوب وځنډاوه. سعودي او قطر له بشارالاسد سره د پرېکون کلک پلویان وو، خو اماراتو په ۲۰۱۸ کال کې په دمشق کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې محمد بن زاید له بشارالاسد سره ټلیفوني خبرې وکړې او د کرونا ضد مبارزه کې یې ورته د مرستې وړاندیز وکړ. په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو هېوادونو وزیرانو وکتل او په ۲۰۲۲ کال کې بشارالاسد اماراتو ته رسمي سفر وکړ، چې دا له ۲۰۱۱ کال وروسته یو عربي هېواد ته د هغه لومړی سفر و.

د اماراتو هڅې په پای کې د دې لامل شوې چې سوریه په ۲۰۲۳ کال کې بېرته عربي ټولنې ته وروګرځي. اماراتو ته د اسد اړیکو له حماس او حزب الله سره (چې خلیجي هېوادونه یې ترهګر بولي) کوم خنډ جوړ نه کړ.

د روېټرز خبري اژانس یوې څېړنې څرګنده کړې چې د اسد اقتصادي سلاکار "یسار ابراهیم" په څلورو الوتنو کې د اسد د کورنۍ او نږدې کسانو قیمتي شتمنۍ او مالونه اماراتو ته لېږدولي دي.

لیبیا کې پر خلیفه حفتر قمار

په ۲۰۱۱ کال کې د لیبیا د مشر معمر القذافي له وژل کېدو وروسته، دا هېواد د هغو وسله والو ډلو ترمنځ په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو چې د نظام پر وړاندې یې پاڅون کړی و. متحده عرب امارات د هغو عربي او لوېدیځو هېوادونو له ډلې و چې د واک په دې جګړه کې یې د ځانګړو خواوو ملاتړ کاوه.

د ۲۰۱۴ کال په اګسټ کې، اماراتي جنګي الوتکو په مصر کې له خپلو اډو د بنغازي په هوایي ډګر کې پر "فجر لیبیا" ډلې هوایي بریدونه وکړل. د فجر لیبیا ډله، چې د اسلامپالو ګوندونو ملاتړ ورسره و، له خلیفه حفتر سره په جګړه بوخته وه؛ هغه څوک چې د "جنګ سالار" په نوم یادیږي او د اماراتو، فرانسې او روسیې ملاتړ ورسره دی.

د بي بي سي څېړنو څرګنده کړې چې د اماراتو بې پیلوټه الوتکو په ۲۰۲۰ کال کې په طرابلس کې د یوه پوځي ښوونځي ۲۶ زده کوونکي ووژل. اماراتو تل په لیبیا کې پوځي لاسوهنه رد کړې او ادعا یې کړې چې د ملګرو ملتونو د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

سودان کې کورنۍ جګړه

 سودان کې د اماراتو ضد لاریونونه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، سودان کې د اماراتو ضد لاریونونه

روېټرز خبري اژانس یو راپور خپور کړی چې اماراتو د سودان د "چټک غبرګون ځواکونو د زرګونو جنګیالیو د روزنې لپاره یو پوځي مرکز جوړ کړی دی. د راپور له مخې، دا مرکز د ایتوپیا د نهضت بند ته نږدې په "بني شنقول قماز" سیمه کې موقعیت لري او داسې انګېرل کېږي چې مالي ملاتړ یې امارات کوي.

سوداني حکومت په هاګ کې د عدالت په نړیواله محکمه کې پر اماراتو دعوه وکړه او تور یې پورې کړ چې امارات په دارفور کې د "مسالیت" قوم د له منځه وړلو لپاره (ار ایس ایف) ته وسلې او مهمات ورکوي. اماراتو دا تورونه "تبلیغاتي ننداره" وبلله. نړیوالې محکمې دا دعوه د خپل واک نه لرلو له امله رد کړه، ځکه اماراتو د نسل وژنې د تړون له نهمې مادې ځان ایستلی و.

سومالیا او اسرائیل

د سومالیا حکومت د جنورۍ په نیمایي کې له اماراتو سره د امنیتي همکاریو او بندرونو د مدیریت تړونونه لغوه کړل. ولسمشر حسن شیخ محمود په یوې ټلویزیوني وینا کې ابوظبي د خپل هېواد د "حاکمیت پر نقضولو" تورنه کړه.

دا کړکېچ وروسته له هغه رامنځته شو چې اسرائیل "سومالي لنډ" د یو خپلواک هېواد په توګه وپېژانده؛ هغه څه چې د موګدېشو حکومت یې پر خپلې ځمکنۍ بشپړتیا تېری بولي.

سومالیایان پر دې باور دي چې اماراتو د نتانیاهو د حکومت په دې پرېکړه کې بنسټي ونډه درلودهئ. د اسرائیلو د دې ګام په بدل کې، سومالي لنډ ژمنه کړې چې د ابراهیم تړون کې به ورګډ شي.

له الجزایر سره پراخېدونکی کړکېچ

د الجزایر او اماراتو اړیکې د الجزایر د پخواني ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه له واکه لرې کېدو وروسته کړکېچنې شول. الجزایر له اماراتو سره خپل هوایي تړونونه لغوه کړل او ولسمشر عبدالمجید تبون ابوظبي د خپل هېواد په چارو کې په لاسوهنه تورنه کړه. الجزایر باوري دی چې امارات له مراکش او اسرائیلو سره یوځای د "ماک" په نوم د هغې بېلتون غوښتونکې ډلې مالي ملاتړ کوي چې غواړي "قبایلي" سیمه له الجزایره جلا کړي.

له نرمې ډیپلوماسۍ تر "ترهګرۍ ضد جګړې"

متحده عرب امارات د خپل بنسټ اېښودونکي شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په وخت کې (۱۹۷۱) د خپلو ګاونډیو او نړۍ سره په ارامو او تودو اړیکو مشهور وو. شیخ زاید په سیمه کې د روغې جوړې او خیریه کارونو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

په ۲۰۱۱ کال کې د "عرب پسرلي" پاڅونونو د اماراتو په سیاست کې یو لوی بدلون راوست. په مصر، تونس او یمن کې د اخوان المسلمین او اسلامپالو بریا ابوظبي ته یو "ګواښ" وبرېښېده. اماراتو له سعودي سره یوځای په مصر کې د جنرال السیسي د هغې پوځي کودتاه ملاتړ وکړ چې د ولسمشر محمد مرسي د منتخب حکومت پر وړاندې شوې وه.

"د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه"

په ۲۰۱۷ کال کې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید په جنیوا کې د اروپا مشران د اسلامپالو پر وړاندې په "نرمښت" تورن کړل او ویې ویل: "یوه ورځ به راشي چې موږ به وګورو ډېر ترهګر له اروپا راوځي، ځکه اروپایان فکر کوي چې دوی تر موږ اسلام او منځنی ختیځ ښه پیژني، دا له بده مرغه یو لوی جهالت دی."

په فرانسه کې د کیڼ اړخي ګوند مشر "ژان لوک مېلانشون" پر اماراتو تور پورې کړ چې هغوی په فرانسه کې د اخوان المسلمین د "بدنامولو کمپاین" ملاتړ کوي چې د فرانسې حکومت ته د اغېزو په اړه ناسم معلومات ورکړي.