د چین او افغانستان ترمنځ د ازبکستان او ترکمنستان له لارې نوی ځمکنی کاریدور پرانیستل شوی

د ترکمنستان د اورګاډي لارې

د عکس سرچینه، EMBASSY OF TURKMENISTAN

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په لندن کې د ترکمنستان سفارت د دغه هېواد او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د نوي ځمکني دهلیز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی او دا ګام یې د ټولې مرکزي‌ اسیا په کچه تر پخوا "ډېر چټک او کارنده ځمکني لوجېستیک" ته د اوښتلو پر لور د چلن بدلون بللی دی.

دغه سفارت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې له چین څخه په لنډ وخت کې افغانستان ته د توکو لېږد لپاره د دغه نوي رامنځ ته شوي مسیر یوه برخه له ترکمنستانه تېرېږي.‌

د ترکمنستان سفارت د اورګاډو په وسیله د کانتینرونو د لېږد یوه ازبکستاني شرکت اوزتمیریول کانتینر په حواله ویلي، چې د دغه ۷۴۰۰ کیلومتره دهلیز یوه برخه له ازبکستانه تېرېږي.

دغه شرکت ویلي دا مسیر به مقصد او منزل ته د توکو د رسېدو وخت رالنډ او لوجیستیکي موثریت ښه کړي.‌

کاسپین پوست رسنۍ د سپوتنیک په حواله لیکلي چې توکي به لومړی په اورګاډي کې له چینه د قزاقستان د التین‌کول تمځای له لارې په ازبکستان کې د بخارا لوجیستیک مرکز ته او هغه ځایه بیا د ترکمنستان له لارې په موټرونو کې د افغانستان په لوېدیځ کې هرات ولایت ته لېږدول کېږي.

په دې توګه یو داسې نوی مسیر او کاریدور رامنځ ته کېږي چې د اورګاډي او سړک ترانسپورتي زیربناوې سره یوځای کوي.

مخکې به له چینه سوداګریز توکي په دودیز ډول کښتیو کې د ایران بندر عباس او بیا له هغه ځایه د ځمکې له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل.

خو دغه نوی ځمکنی دهلیز د سوداګریزو توکو د لېږد وخت رالنډ او د مستقیم او ساده لوجیستیکي حل په وړاندې کولو سره د اکمالاتي کړۍ وړتیا زیاتوي.

دغه اورګاډی په ۱۳۹۵ کال کې د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان شمال کې حیرتان بندر ته رسېدلی و
د عکس تشریح، دغه اورګاډی په ۱۳۹۵ کال کې د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان شمال کې حیرتان بندر ته رسېدلی و

شاوخوا لس کال مخکې (د ۱۳۹۵ کال د وږي/سنبلې ۱۷مه) له چینه په سوداګریزو توکو لومړنی بار اورګاډی د افغانستان په شمال کې حیرتان بندر ته ورسېد.

دغه اورګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارې په ۱۲ ورځو کې حیرتان بندر ته رسېدلی و.

افغانستان که څه هم دمګړۍ له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د اورګاډو پټلۍ په وسیله تړلی، خو په کور دننه یې د اورګاډي لیکې او تاسیسات لا ډېر نه دي غځېدلي.