پاکستان پر ډیورنډ کرښه د قومي مشرانو د تازه هوکړو هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، X_ForeignOfficePk
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ د قومي مشرانو او د پاکستان د باجوړ او مومند سیمو ترمنځ د وروستۍ هوکړې او تر دې وړاندې د نورستان او چترال د ځايي مشرانو ترمنځ د یوې جرګې هرکلی کړی چې په دغو سیمو کې یې اوربند ته لاره هواره کړې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه وزارت ویاند نن پنجشنبه (د مې ۷مه) په خپله اونیزه خبري ناسته کې ویلي، دا هوکړې د هغو خلکو د احساساتو منعکسوونکې دي چې سوله غواړي.
طاهر اندرابي وویل: "د دې پرمختګونو هرکلی کوو. دا ښيي چې د پولې[ډیورنډ کرښه] دواړو غاړو ته ولسونه سوله غواړي."
د پاکستان د اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، اندرايي ټینګار کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو پر وړاندې یوازینی اصلي خنډ "هغه ترهګري ده چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي." دا تور د طالبانو حکومت په وار وار رد کړی دی، او ویلي یې دي چې پاکستان په خپل کورني امنیت کې د پاتې راتلو له امله دا ډول یوې پلمې ته اړ شوی دی.
دغه پاکستاني ویاند ویلي که چیرې د طالبانو حکومت "داسې ډاډمن تضمینونه وړاندې کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي"، نو د دواړو خواو ترمنځ نورې مسلې په اسانۍ د حل وړ دي.
د روانې اونۍ د سې شنبې پر ورځ په کونړ کې ځايي سرچینو بي بي سي ته وویل چې د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د قومي مشرانو په منځګړیتوب اوربند کړی دی.
د دغې هوکړې پر بنسټ چې یوه نسخه یې بي بي سي ترلاسه کړې، دواړو خواوو هوکړه کړې چې خپلو پخوانیو امنیتي څوکیو ته وګرځي او "حق نه لري چې پر یو بل تېری وکړي."

"که له باجوړ او مومندو پر کونړ برید وشي، مسوولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که له کونړه پر باجوړ او مومند برید وشي، مسوولیت به یې د افغانستان د اسلامي امارت (طالبانو حکومت) په غاړه وي."
په دغه سند کې راغلي چې د افغانستان ختیځ کې د کونړ او د پښتونخوا د باجوړ او مومندو سیمو قومي مشرانو د دواړو هېوادونو د حکومتونو په «اجازه» د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې جرګه وکړه چې په پای کې یې دغه هوکړه وشوه.
ویل شوي چې څو اونۍ وړاندې د نورستان ولایت او د پاکستان د چترال د ځايي مشرانو ترمنځ هم ورته هوکړه شوې وه چې له امله یې د کامدېش او برګیمټال ولسوالیو لارې پرانیستل شوې.
د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د دې هوکړې په اړه څه نه دي ویل. د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو په اړه هم کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتوالی او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې کارول په ځلونو رد کړي دي.
پاکستاني ځواکونو او د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې خونړۍ نښتې کړې دي او د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او په دې وروستیو کې د چین په څېر د ځینو هېوادونو منځګړیتوب ونه شو کړای چې د یوې تلپاتې او دایمي سولې لامل شي.
قومي پرېکړې څومره د پلې کېدو وړ دي؟
په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې پر ډیورنډ کرښه قبایلي سیمو کې قومي تړې او خانۍ ملکۍ د پرېکړو مهمې سرچینې وې.
لسیزې دغلته د امنیتي ځواکونو هر ډول خوځښت د قومي مشرانو او ځايي خلکو په اجازه تر سره کېده.
د ډېرو باور دا دی چې له ۲۰۰۰ کال وروسته په سیستماتک ډول دغو سیمو کې قومي بنسټونه وځپل شول او ګڼ قومي مشران په هدفي وژنو کې ووژل شول.
له ۲۰۰۶ کال وروسته دغو سیمو کې د وسله والو ډلو او پاکستاني امنیتي ځواکونو فعالیتونه پراخ شول. په ۲۰۱۷ کال کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو چارې سره د کرښې دواړو غاړو کې ولسي اړیکې په سخت ډول کمې او یا پرې شوې. په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د حکومت له لوري پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو اعلان قومي ونډه دغلته نوره هم له ځواکه وغورځوله، داسې چې د تېر په څېر د ملکۍ او خانۍ له واکمنیو مخامخ خبره په ایالتي حکومت پورې غوټه شوه.
یو شمېر کتوونکي انګېري چې ښايي د ډزبندۍ لپاره د ولسي مشرانو له هوکړو سره د پاکستاني دولت او افغانستان کې د طالبانو حکومت ډاډ وي چې دا ډول یو ګام پورته کېږي او که داسې څه نه وي په دغه لوی کړکېچ کې به د ټیکاو ضمانت اسانه چاره نه وي.




















