د طالبانو حکومت ولې د ځینو دولتي ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه لرې کړې؟

د عکس سرچینه، NSIA/NEA/NEPA
د بيبيسي ارزونې ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه د درېیو ادارو له رسمي نومونو د "ملي" کلمه لرې کړې ده.
د دغو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" کلمې پر ځای اوس "عمومي" لیکل شوي دي.
طالبانو حکومت د ادارو په اړوند رسمي ویبسایټونو او ټولنیزو شبکو - په ځانګړې توګه اېکس (پخواني ټویټر) کې چې د طالبانو حکومت ادارې یې ډېر کاروي - زموږ د لټون له مخې په دې وروستیو کې د ازموینو، چاپیریال ساتنې، او احصایې او مالوماتو د ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه ایستل شوې او پر ځای "عمومي اداره" لیکل شوي دي.
په دغو ادارو کې دا بدلون تر ډېره په وروستیو ورځو او اونیو کې لیدل شوی دی.
هممهاله د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي راډیو تلویزیون ځینو سرچینو بيبيسي ته تایید کړې چې د دې ادارې له رسمي نومه هم "ملي" کلمه ایستل شوی، خو پر وېبسایټ او ټولنیزو پاڼو کې یې په نومونو او لوګو کې لا هم لیدل کېږي.
د افغانستان د المپیک کمېټه هم په خبرپاڼو کې تر ډېره له خپل نوم سره "عمومي" کاروي، خو لا یې هم د وېبپاڼې په یوه برخه کې "د المپیک ملي کمېټه" لیکل شوي دي.
د چاپېریال ساتنې په څېر ځینو ادارو پر ایکس یوازې د "ملي" پر ځای "عمومي" کارولې، خو په لوګو کې لا هم "د چاپیریال ساتنې ملي اداره" لیکل شوي دي.
د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره لا هم په وېبپاڼه کې پر همدغه نوم موجوده ده، خو پر اېکس یې خپل نوم "د احصایې او مالومات عمومي ادارې" ته اړولی دی.
د ازمونیو ادارې بیا برعکس پر وېبپاڼې له خپل نوم او لوګو څخه "ملي" لېرې کړي، خو پر اېکسپاڼه یې لا هم پخوانی نوم پاتې دی.
ظاهرآ داسې ښکاري چې دغه بدلون د وخت اخیستلو او تخنیکي چارو له کبله تر دې دمه په بشپړه توګه د دغو ادارو په ټولو پلټفارمونو کې نه دی راوستل شوی.
په ځینو دغو ادارو کې هم سرچینو بيبيسي ته تایید کړې چې له رسمي نومونو یې د "ملي" کلمه حذف او ځای یې "عمومي" نیولی دی.
د طالبانو حکومت ویاند لا د دغه بدلون د لامل په اړه د بيبيسي پوښتنه نه ده ځواب کړې، خو د طالبانو حکومت په یوه اداره کې یوې سرچینې بيبيسي ته ویلي چې ملي "د امریکا د اشغال وارداتي کلمه ده چې اوس لېرې شوې ده."
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ځینو نورو ادارو کې بیا لا هم "ملي" کلمه پر ځای پاتې ده او کوم بدلون په کې نه دی راغلی.
ظاهرا داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت د ځینو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" ځای تر هغې وروسته "عمومي" کلمې نیولی چې د دوی مشر هبتالله اخوندزاده په دې وروستیو کې د "بهرنیو اصطلاحاتو" د بدیل موندلو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو امر وکړ.
د 'پردیو اصطلاحاتو' بدلولو لپاره د طالبانو حکومت د مشر فرمان

د عکس سرچینه، MojAfghanistan
د طالبانو حکومت عدلیې وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې د خپل مشر یو فرمان خپور کړ چې په اداري او اصولي اسنادو کې د "بهرنیو اصطلاحاتو" د ارزونې او بدلولو لارښونه پکې شوې وه.
په دغه څلور مادهیيز فرمان کې د عدلیې، لوړو زدکړو، پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او همدا راز علومو اکاډمۍ او د چارو ادارې ته امر شوی و چې دغه کار لپاره یو پلاوی جوړ کړي.
په فرمان کې راغلي وو چې د طالبانو حکومت ټولې ادارې باید هغه پردي "اصطلاحات چې په خپلو اړوندو ادارو او اصولي اسنادو کې یې کاروي، راټول، مناسب بدیل یې له دلیل سره ذکر کړي او جدول یې په اداري او اصولي اسنادو کې د اجنبي [پردیو] اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون هیئت ته وسپاري."
د دغه فرمان په درېیمه ماده کې ټینګار شوی چې ټاکل شوی پلاوی مکلف دی چې "د امارتي [حکومتي] ادارو له لوري وراستول شوي اجنبي [پردي] اصطلاحات وڅېړي، اسلامي او افغاني اصطلاحاتو په کتو سره مناسب بدیل اصطلاحات په مستند ډول غوره کړي او په اړه یې خپل نهايي نظر موږ ته وړاندې کړي."
د طالبانو د حکومت تر دې ورمخکې هم ډېرو وزارتونو او ادارو، په ټولیزه توګه ادارې او دولتي ملکیتونه "امارتي" نومولي دي.



















