تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه ساینس د یوې ښځې د میندوارۍ هیله پوره کړه؟
- Author, ربېکا تورن
- دنده, نړیواله روغتیا
- Author, سلما نورمحمد
- دنده, نیوزور، نړیوال سروېس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
کاساندرا بیکن ۱۷ کلنه وه چې د وینې د سرطان پر یوې نادرې ناروغۍ اخته شوه.
درملنه یې وکړه، لږ ښه شوه، خو یو کال وروسته سرطان یې بېرته را وګرځېد او دا ځل لا شدید و.
ډاکټرانو اغلې بیکن ته وویل چې باید سملاسي د کیموتراپي له یوې سختې او قوي درملنې پیل وکړي.
هغې د بي بي سي نړیوال سروېس (نیوزور) له پروګرام سره په خبرو کې وویل: "کله چې ته د موټر چلولو درسونه اخلې او د اې لېول [د ښوونځي وروستۍ ازموینې] په منځ کې یې، په هغه عمر کې هېڅوک نه غواړي چې له داسې حالت سره مخامخ شي. ډېره سخته وه."
سره له دې چې هغه لا یوازې یوه تنکۍ نجلۍ وه، بیکن له هماغه وخته د درملنې د اوږدمهالو اغېزو په اړه فکر کاوه او غوښتل یې خپل د اولاد راوړلو وړتیا وساتي.
د هګیو کنګل کولو یو بهیر داسې وي چې اول یې باید میاشتنی عادت تېر شي خو تر هغو پورې دې سره دومره وخت نه و.
بیکن د هغه وخت یوه بدیله او تجربوي درملنه وغوښته: د تخمدان د نسج انتقال یا چې په طب کې ورته (ovarian tissue transplant) وايي.
د تخمدانونو دغه نسجونه ترې ایسته او کنګل شول، ۲۳ کاله وروسته، دغه نسجونه بېرته د هغې بدن ته انتقال شول.
اوس بیکن ۴۴ کلنه ده او تېره میاشت یې خپل لومړی ماشوم، یو هلک چې (لینډن) نومېږي، وزېږاوه.
داسې فکر کېږي چې لینډن لومړنی ماشوم دی د داسې تخمداني نسج له لارې زېږېدلی چې له ۲۰ کلونو ډېر وخت منجمد یا کنګل ساتل شوی و.
بیکن چې د خپلې تنکۍ ځوانۍ وختونه یې په یاد دي، وايي، هغې تل غوښتل مور شي.
د ناروغۍ له کبله دېته وویل شول چې په طبیعي دول میندواره کېدای نه شي نو دې هڅه وکړه چې یوه بله لاره ورته پیدا شي.
هغه وايي: "نه پوهېږم ولې، خو زه له دې خبرې سره هېڅکله راضي نه وم - داسې هېڅ لاره نه شته چې ماته هیله راکړي، که حالات هماغسې شي لکه څنګه چې په حقیقت کې وشول او زه په طبیعي ډول د میندوارۍ توان ونه لرم."
د هګیو منجمدول (Egg freezing) یوه نسبتاً عامه طریقه ده.
دا د هغو ښځو لپاره کارول کېږي چې ښايي په طبیعي ډول د میندوارۍ توان ونه لري.
خو د دې بهیر لپاره له هګیو د اخیستلو مخکې څو اوونۍ د هورمونونو ستنې لګول کېږي ــ او بیکن ته ویل شوي وو چې دومره وخت ورسره نشته.
بیکن خپل ډاکټران قانع کړل چې د درملنې له پیل مخکې باید د هغې د تخمدان یوه برخه لرې او وساتل شي.
وروسته یې ډاکټره سارا ماتیوز وموندله.
دغه داکټره په بریتانیا کې له هغو محدودو جراحانو وه چې دا ځانګړې او تخصصي جراحي یې ترسره کولای شوه.
ماتیوز د بیکن له تخمدانونو څلور د نسج نمونې واخیستې؛ خو هغه مهال هېڅ تضمین نه و چې دا نسجونه به یوه ورځ د ماشوم د زېږېدو لامل شي.
'یوازېنۍ هیله'
د بیکن د ژوند ژغورونکې درملنه، چې پکې د هډوکي د مغز انتقال او کیموتراپي شامله وه، بریالۍ شوه او هغه یو ځل بیا له سرطانه پاکه شوه.
خو لکه څنګه چې ډاکټرانو اټکل کړی و، د دې سختې درملنې له امله د هغې تخمدانونو ته د پام وړ زیان رسېدلی و او بیکن په ۳۳ کلنۍ کې د له وخته مخکې مېنوپاز پړاو( د میاشتني عادت د بهیر درېدل) ته داخله شوه.
اوس چې هغې غوښتل ماشومان ولري، نو د نژدې لسو کلونو لپاره یې هڅه وکړه داسې یو ډاکټر پیدا کړي چې د هغې منجمد او سالم تخمداني نسج بېرته د هغې بدن ته ولېږدوي.
د بیکن د تخمداني نسج د لرې کولو جراحي هغه وخت شوې وه چې په بریتانیا کې د دې پروسې اړوند قوانین لا نه وو نافذ شوي. له همدې امله، هغې هغه اسناد نه درلودل چې ۲۰ کاله وروسته د تخمداني نسج د انتقال لپاره اړین وو.
ډاکټرې ماتیوز په ټوله پروسه کې د بیکن ملاتړ ته دوام ورکړ او بالاخره یې له هغې سره مرسته وکړه چې په اسرائیل کې داسې یو کلینیک پیدا کړي چې د دې پروسې ترسره کولو ته چمتو و.
نسج د رامات ګان ښار (شیبا روغتیايي مرکز) ته ولېږدول شو، خو د بیکن له ډېرې مودې راهیسې انتظار شوې درملنه هغه مهال وځنډېده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ، چې ورپسې په غزه کې د اسرائیلو پراخ پوځي عملیات پیل شول.
هغې له بي بي سي نړیوال سروېس سره په خبرو کې وویل: "ما فکر وکړ: ایا زما یوازېنۍ هیله به هم له منځه ولاړه شي؟"
د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې یوه لنډمهاله اوربند بیکن ته دا فرصت ورکړ چې سفر وکړي او په خوندي ډول دغه پروسیجر ترسره کړي. خو کله چې هغه د بېرته بریتانیا ته د ستنېدو لپاره خپلې الوتکې ته پورته شوه، یوازې څو ساعته وروسته اوربند پای ته ورسېد.
هغې وویل: "ته به داسې کیسه هم ونه شې لیکلای. حالات دومره حیرانوونکي او له پېښو ډک وو چې ان که دا د فلم یا کیسې لپاره لیکل شوي وای، باور پرې کول به سخت وو.
د تخمداني نسج انتقال څنګه کار کوي؟
له تخمدانونو د هګۍ تولیدوونکي نسج برخې په جراحۍ لرې کېږي.
دغه نسجونه په لابراتوار کې ساتل کېږي او کنګل کېږي، تر هغو چې ناروغه د ماشومانو د لرلو لپاره چمتو شي.
کله چې دغه نسج بېرته د ناروغ بدن ته انتقالېږي، پروسه یې تر یوه حده د پوستکي د پیوند په څېر ده.
کله چې ویلې شوی نسج بېرته د پاتې تخمدانونو پر سر یا نژدې ځای کې کېښودل شي، تمه کېږي چې له شاوخوا وینې رګونو سره بېرته وصل شي او تخمدانونه هره میاشت د یوې هګۍ خوشې کول پیل کړي.
د ۲۰۲۴ کال د یوې څېړنې له مخې، په تر ۹۴٪ پورې مواردو کې د ښځې د تناسلي/میاشتني تولیدي دوران فعالیت بېرته راګرځي. د ۲۰۲۲ کال د یوې بلې څېړنې له مخې، شاوخوا ۲۸٪ د تخمداني نسج انتقالونو په پایله کې ژوندی ماشوم زېږېدلی دی.
په ۲۰۱۶ کال کې، د دوبۍ اوسېدونکې ۲۴ کلنه موازه المطروشي داسې کړي و چې په نړۍ کې لومړنۍ ښځه وه له بلوغ مخکې یې د تخمدان نسج منجمد شوی و او وروسته یې د همدې نسج له لارې ماشوم وزېږاوه.
په ټوله نړۍ کې اټکل کېږي چې تر اوسه له ۲۰۰ ډېر ماشومان د تخمداني نسج د انتقال له لارې زېږېدلي دي.
"زه باید له ځانه مننه وکړم"
یوازې څو میاشتې وروسته له هغه چې په ۲۰۲۴ کال کې د تخمداني نسج انتقال وشو، د بیکن میاشتنی عادت بېرته پیل شو. هغې او ملګري یې هڅه وکړه چې په طبیعي ډول میندواره شي، خو بریالي نه شول.
له همدې امله ډاکټرانو ورته سپارښتنه وکړه چې د IVF (مصنوعي القاح) له لارې د میندوارۍ هڅه وکړي.
دغې جوړې د درملنې درې دورې ترسره کړې، او بالاخره د ۲۰۲۵ کال د کریسمس په ورځ بیکن په خپل لاس کې د میندوارۍ مثبت ټېسټ یا معاینه ولیده یعنې پوهه شوه چې میندواره شوې ده.
هغې وویل: "زما هغه ۱۹ کلن، ډېر ښېراز بدن په ۴۳ کلنۍ کې زه بېرته ژوندۍ کړم."
د بیکن زوی، لینډن د همدې کال په سپټمبر کې وزېږېد او مور یې له سرطانه ۲۵ کاله کېږي چې پاکه ده.
له هغې وروسته چې بیکن خپله کیسه له خلکو سره شریکه کړه، وايي چې له ډېرو ښځو یې ګڼ شمېر پیغامونه ترلاسه کړي چې د هغې له کیسې یې الهام اخیستی دی.
ډاکټره ماتیوز وايي، په دې وروستیو کلونو کې د هغو ځوانو سرطان ناروغانو لپاره چې د اولاد لرلو په اړه اندېښنه لري، د ښېرازۍ د انتخابونو په اړه خبرې ډېرې جدي او مهمې شوې دي، ځکه د ماشومتوب د سرطانونو د درملنې پایلې د پام وړ ښه شوې دي.
هغه وايي: "موږ غواړو چې دا ماشومان لوی شي، بلوغ ته ورسېږي او د بلوغ یو عادي ژوند ولري او د دې ژوند یوه مهمه برخه دا ده چې د یوې کورنۍ د جوړولو توان ولري."
بیکن هم، لکه نور خلک چې د هغې کیسه اوري، د هغې د هغه عزم او نه ستړې کېدونکې هڅې له امله حیرانه ده چې په دومره کم عمر کې یې درلودې.
هغې وايي: "زه لا هم هڅه کوم ځان د ۱۸ کلنۍ حالت کې تصور کړم او له ځانه وپوښتم: "زه څنګه دومره ټینګه او پرلهپسې هڅه کوونکې وم؟ څنګه دومره هوډمنه وم؟" او فکر کوم چې دا له هغو شیانو څخه یو دی چې زه باید شاته وګورم او د خپل ځان مننه وکړم."