تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د راشد خان او عظمت الله عمرزي نومونه د ای سي سي نوې درجه بندۍ په لومړي سر کې راغلي
افغان ستوری راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په تازه درجه بندۍ کې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د توپ ویشتونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی.
ده په یو ورځنیو لوبو کې د ۷۱۴ نومرو او په شل اوریزو لوبو کې د ۷۲۰ نومرو په ترلاسه کولو نور سیالان شاته کړي دي.
دی له دې وړاندې هم په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لرونکی توپ ویشتونکی و، خو یو ورځنیو لوبو کې له یوې مودې وروسته بېرته دې ځای ته راورسېد.
بل ځوان افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي بیا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په کتار کې خپل ځای ساتلی او په خپل پخواني لومړني مقام پاتې دی.
عظمت الله عمرزي له ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریزه نړیوال جام وروسته په دې فارمټ کې خورا ښې لوبې کړې دي او اوږده موده کېږي چې د نړۍ لومړی درجه الراونډر دی.
ابراهیم ځدراڼ په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې پنځم او په شل اوریزو لوبو کې په ۱۶ مقام دی.
په ټیسټ لوبو کې بیا هیڅ افغان لوبغاړی په لومړنیو شل لوبغاړو کې نشته.
ای سي سي پر خپله وېبپاڼه د کرېکټ ټولو فارمټونو برخه کې د لوبډلو درجه بندي خپره کړې، چې له مخې یې په ټیسټ کې اسټرالیا، په یو ورځنیو لوبو کې هند او په شل اووریزو سیالیو کې هم هند ته لومړی ځای ورکړل شوی دی.
افغان لوبډلې بیا په دې لړ کې یوازې د شل اووریزو سیالیو برخه کې لسم او په یو ورځنیو سیالیو کې یې اتم ځای خپل کړی دی.
افغان لوبډلې په پنځوس اوریزو لوبو کې د خپل ځای په ساتلو د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته مخامخ لاره موندلې ده. دوی له ایرلنډ سره په اګسټ میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله او نړیوال جام ته تګ یې ډاډمن کړ.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ای سي سي ۲۰۲۵ کال په درجه بندیو کې اتم ځای ته ورسېدله. له دې وړاندې افغان لوبډله په لسم ځای کې وه.