د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټېکر مړ شو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټیکر، چې د خپل ځانګړي سبک او نه هېریدونکو رولونو لپاره یې د نړۍ لروبر د میلیونونو کسانو په زړونو کې ځای پیدا کړی و، د ۷۵ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د هند خبري اژانس پي‌ټي‌ای ویلي چې پر نانا پاټیکر د پنجشنبې سهار وختي په ګوا ښار کې په خپل کور کې د زړه حمله راغلې.

هغه په خپل اپارتمان کې بې‌سده موندل شوی او وروسته د ګوا منی پال روغتون ته لېږدول شوی و.

د نانا پاټیکر زوی ملهار پاټیکر د بي بي سي مراټهۍ همکارې خبریالې پراچي پرتېبها شیریش ته د خپل پلار د مړینې پخلی کړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې نانا پاټیکر له هغو محدود شمېر فلمي لوبغاړو یو و چې د احساساتو شدت، ځانګړی شخصیت او پر سکرین حضور یې بې‌ساری و.

مودي ویلي چې نانا پاټیکر ته په زغرده او ډانګ‌پیېلې ډول د خپلو لیدلورو د بیانولو له کبله هم درناوی کېده او هېڅکله یې د خپلو نظریاتو له څرګندولو ډډه نه کوله.

هغه زیاته کړې چې د هندي او مراټهي سینما لپاره د نانا پاټیکر کار او خدمات خورا ارزښتناک وو.

مودي‌ لیکلي: "د نوموړي مړینې داسې تشه رامنځته کړې چې ډکول به یې ستونزمن وي."

وتلي هندي خبریال راج دېپ سردیسای هم لیکلي چې "یو ستر لوبغاړی، خو تر دې هم یو ډېر ګران ملګری، نانا پاټیکر نور زموږ ترمنځ نشته. لږ مخکې په ګوا کې ومړ."

هغه ویلي: "پرون مې ورسره خبرې کړې وې. د هغه وروستۍ خبرې دا وې: (پر ځان پام کوه، راجا)."

نانا پاټیکر سږکال د وشال بهاردواج په "و رومیو" کې راڅرګند شوی و.

هغه په دغه فلم کې، چې مرکزي رولونه یې شاهد کپور او ترپتي ډیمري لوبولي، د ممبۍ د استخباراتو د ادارې د مشر اسماعیل خان رول کې راڅرګند شوی و.

هغه د انیل کپور په فلم "صوبیدار" کې هم کار کړی چې د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې پر پرایم ویډیو خپور شو.

نانا پاټیکر تر دې ورمخکې په ۲۰۲۵ کال "هاوس فل ۵" او ۲۰۲۴ کال کې په "ونواس" کې راڅرګند شوی و.

د نانا پاټیکر هنري سفر

نانا پاټیکر د هندي او مراټهي سینما د ډېرو پېژندل شویو لوبغاړو له ډلې و.

د هغه هنري ژوند چې په ۱۹۷۸ کال کې له "ګمن" فلم راپیل شوی و، نږدې ۵ لسیزې رانغاړي.

په 'پرنده'، 'پراهار: دي فاینل اټیک'، 'کرانتي ویر'، 'اګني ساکشي'، 'خاموشي: دي میوزیکل'، 'اب تک چهپن' او 'ویلکم' کې د هغه خورا ستایل شوی و.

نانا پاټیکر د تمثیل ترڅنګ د 'پراهار: دي فاینل اټیک' فلم لارښود یا ډایریکټر هم و.

هغه په ۱۹۹۷ کال "یشونت"، ۱۹۹۸ کال "وجود" او ۲۰۰۳ کال کې "انچ" فلمونو ته سندرې هم ویلې دي.

نانا پاټیکر ته په ۲۰۱۳ کال کې د سینما او هنر برخه کې د خدمت بدل کې د پدم شري جایزه ورکړې شوې وه.