تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکه کې خلکو ته د خوندیتوب سپارښتنې شوې
د سعودي عربستان د ملکي دفاع د ادارې لخوا د مسلمانانو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د احتمالي خطر په پام کې نیولو سره خلکو ته د خوندیتوب لارښوونو د عملي کولو لپاره خبرتیاوې خپرې کړې دې.
د ملکي دفاع ادارې له لوري پر اېکسپاڼه په یوه خپره شوې خبرتیا کې چارواکو خلکو ته لارښوونه کړې چې پام ارام وساتي او د دولتي لارښوونو سره سم چلند وکړي.
هغوی ویلي دي چې "د هر ډول بېړني حالت په ترڅ کې دې سملاسي نژدې خوندي ځای، له کړکیو لرې کوم دننه خونې ته ولاړ شي او تر هغه وخته دې هلته پاتې شي چې خطر لرې شوی نه وي."
دغه خبرتیا داسې مهال خپرېږي چې همدا سه شنبه (د سپټمبر پر۱۵مه د سهار پر وخت د ملکي دفاع ادارې د جدې، طائف او ځینو نورو سیمو خلکو ته هم دا ډول لارښونې خپرې کړې وې.
د مکې په اړه په خبرپاڼه کې خلکو ته دا هم ویل شوي چې خلک دې له اړتیا پرته له کورونو او ودانیو و نه وځي، له پرانیستو ځایونو، کړکیو او ښیښو دې لرې پاتې شي، او پر برنډه یا چت باندې له ودریدو دې ډډه وکړي.
چارواکو خلکو ته د ګڼې ګوڼې او له ګواښه ډکو سیمو د لرې پاتې کېدو او د انځورنو نه اخیستلو لارښوونې هم کړې دي.
د سعودي د ملکي دفاع د ادارې په وينا، که د موټر چلولو پر مهال پر موبایل خبرداری ترلاسه شي، نو خپل موټر د سړک پر غاړه، له پلونو او لوړو ودانیو لرې ودروئ.
د چارواکو په وينا، په مکه، مدينه، رياض او دمام کې د بېړني حالت پر وخت پر ۹۱۱ او په نورو سيمو کې پر ۹۹۸ اړیکه نیول کېدای شي.
له خلکو غوښتل شوي چې د اړوندو چارواکو لخوا د رسمي سرچینو له لارې خپرې شوې لارښوونې وڅاري.
له بلې خوا، د سعودي شاهي حکومت کابینې په هېواد کې د ولسي وګړو او ملکي بنسټونو پر ضد د حوثیانو لخوا د پرلپسې بریدونو کلکه غندنه کړې ده.
کابینې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون پر بنسټ د سعودي عربستان د ځان دفاع، خپلواکۍ او د اتباعو، اوسېدونکو او مهمو ګټو د ساتنې حق ته په اشاره ویلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې دغې وسله ولې ډلې پر وړاندې به یې هېواد هر ډول پرېکنده ګامونه واخلي.
که څه هم د یمن حوثي وسله والو تر اوسه په څرګند ډول پر مکه یا مدینه چې د مسلمانانو سپېڅلي ښارونه دي د کوم ځانګړي برید ګواښنه نه ده کړې، خو په وروستیو بریدونو سره یې د سعودي حکومت اړ کړی چې د خلکو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.
په ۲۰۱۹ کال کې هم د سعودي حکومت پر حوثیانو تور لګولی و چې پر مکه یې د برید هڅه کړې ده. هغه مهال چارواکو ویلي وو، د سعودي هوايي دفاع په طایف کې دوه پر هوا دوه توغندي شنډ کړې دي چې د مکې پر لور توغول شوي وو.