فوټبال نړیوال جام: د 'زرین بوټ' په سیالۍ کې څوک مخکښ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د زرین بوټ "ګولډن بوټ" جایزې ترلاسه کولو په تاریخ کې دا روانې هڅې په یوه په زړه پورې سیالۍ بدلېږي.
"ګولډن بوټ" په یو ډول د ډېرو ګولونو د وهولو سیالۍ ده.
د فوټبال لوبغاړي هڅه کوي چې په ټولو لوبو کې ډېر ګولونه ووهي او پای کې بیا د "ګولډن بوټ" جایزه خپله کړي.
لیونل مېسي په دوو لوبو کې د پنځو ګولونو په وهلو سره مخکښ دی.
کیلیان امباپې او ارلینګ هالاند هر یو څلور ـ څلور ګولونه کړي او په دویم مقام کې دي.
دا په نړیوال جام کې یوازې دویم ځل دی چې درېیو لوبغاړو له دوو لوبو وروسته څلور یا تر دې زیات ګولونه کړي دي او له ۱۹۵۴ کال راهیسې لومړی ځل داسې کېږي.
دا د څو ساعتونو په اوږدو کې د ګولونو یوه هېښوونکې ننداره وه چې د نړۍ له غوره فوټبال ستورو څخه ولیدل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړنی هم مېسي و، چې د ارجنټاین لپاره یې د اتریش په مقابل کې په دوه ګولونو سره د نړیوال جام د ګولونو ریکارډ مات کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته امباپې په ورته توګه همداسې وځلېد او خپله ۱۰۰مه نړیواله لوبه کې یې د عراق پر وړاندې د فرانسې د بریا لپاره دوه ګولونه ووهل، چې د باران له کبله دا لوبه د یو څه ځنډ لپاره ودرول شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
وروسته بیا د اېرلنګ هالاند وار و، چې دوه ګولونه یې وکړل او د ناروې لپاره یې د سېنېګال پر وړاندې بریا کې رول ولوباوه او بل پړاو ته یې لاره ومونده. دا د هغه د نړیوال جام د لوبو لپاره ښه پیل بلل کېږي.
د ۲۰۲۶ کال فوټبال فیفا نړیوال جام کې د جون ۲۲ مه یو ځل بیا د ارجنټاین لیونیل میسي او د فرانسې ستوري کیلین امباپې په نوم شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
دواړو خورا ښه لوبه وړاندې کړه او خپلې خپلې لوبډلې یې بریا ته ورسولې.
اوس ارجنټاین او فرانسه دواړه د خپلو ګروپونو په سر کې دي، ځکه چې دوی خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ ګټلې دي او بل پړاو ته رسېدلي دي.
په همدې وخت کې، د فرانسې فوټبال ستوری کیلین امباپې هم وروسته پاتې نه شوو.
د ای ګروپ په سیالیو کې فرانسې عراق ته په ۳-۰ په اسانه سره ماتې ورکړه او د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ډلې سر ته ورسېده.
امباپې په ۱۴مو او ۵۴مو دقیقو کې ګولونه وکړل. فرانسه هم د شپږو امتیازونو سره د خپلې ډلې په سر کې ودرېده.
اوس امباپې په نړیوال جام سیالیو کې ټولټال ۱۶ ګولونه لري.
هر څوک یو څه کولای شي او بل یې تر هغه ښه کولای شي، دا خبره د اوس لپاره د دې سیالۍ په هکله ویل کېدای شي.
او دا هر څه له دې مخکې دي چې که هري کېن د خپلې لومړنۍ لوبې دوو ګولونو کې نور هم زیات کړي، ځکه انګلنډ د سې شنبې پر ورځ له ګانا سره مخامخ کېږي.
داسې یو زیاتېدونکی احساس شته چې ګواکې موږ یو ځانګړی څه ووینو، ځکه چې د نړۍ غوره لوبغاړي د لوبې په تر ټولو لویه سیالۍ کې نوي ریکارډونه جوړوي او زاړه ماتوي.
د فرانسوي فوټبال کارپوه جولین لورانس بي بي سي سپورت ته په دې هکله وویل:
"کله چې خبره د سترو ستورو شي، نو هغوی تل توپ غواړي. زما په اند، یوه برخه یې دا ده چې دوی یوازې د ګولډن بوټ (د زیاتو ګولونو جایزه) پسې نه دي، بلکې ځینې یې د تاریخ تر ټولو لوی ریکارډ ته هم رسېدل غواړي."


















