هند کې اپوزېسیون فعالان ولې د سترې محکمې پر لور د لاریون چمتوالی کوي؟

د عکس سرچینه، Congress
د هند اپوزېسیون ګوندونو مسوولین وايي، په پام کې لري چې پلازمېنه ډیلي کې د سترې محکمې پر لور لاریون وکړي او د ټاکنو کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه وکړي.
دوی ادعا کوي چې په ټاکنیزو چارو کې درغلۍ شوې دي.
دا به په ډیلي کې د وروستیو پرلپسې اعتراضونو او مظاهرو یوه بله برخه وي.
د امنیت د ټینګښت لپاره زرګونه امنیتي ځواکونه ګومارل شوي او د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې لارې تړل شوې دي.
د تېرې اوونۍ په پای کې د ''کاکروچ جنتا ګوند'' په نوم د فشار ډلې لخوا د یوه احتجاج د ترسره کولو هڅې د دې لامل شوې چې زرګونه مظاهره کوونکي ونیول شي.
اپوزېسیون ګوندونه ادعا کوي چې د هند د ټاکنو د کمېسیون د مشر ګیانېش کومار تر مشرۍ لاندې د رایه ورکوونکو نوملړونه د لومړي وزیر نرېندرا مودي د بهارتیه جنتا ګوند (بي جي پي) په ګټه بدلېږي.
خو د ټاکنو کمېسیون او بي جي پي دواړو دغه تورونه رد کړي دي.
د اپوزېسیون استازي غواړي د هند د سترې محکمې مشر قاضي سوریا کانت ته یو یادښت وسپاري، خو نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د ''ځینو دلایلو'' له امله یې له دوی سره د لیدنې غوښتنه نه ده منلې.
ابهیجیت دیپکې، چې د روان کال په مې میاشت کې یې هغه غورځنګ پیل کړی و چې د هند د سترې محکمې د مشر قاضي له هغو څرګندونې وروسته رامنځته شو چې ځینې بېروزګار ځوانان یې له "کاکروچونو یا ګړندیو" سره تشبیه کړي وو، د شنبې په ورځ له نورو مشرانو سره یو ځای ډیلي ته د رسېدو پر مهال ونیول شو.
دوی د یکشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.
دیپکې له خوشې کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل: "کاکروچ جنتا ګوند (سي جې پي) به نه شاته شي او نه به وېرول کېږي."
د رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ شاوخوا ۷ زره مظاهرهکوونکي نیول شوي او وروسته خوشې شوي دي، او د یکشنبې په ورځ هم سلګونه نور کسان نیول شوي وو.
کاکروچ جنتا ګوند (سي جې پي)، چې په هند کې د یوه رسمي سیاسي ګوند په توګه ثبت نه دی، د مهمو ایالتي ټاکنو له ترسره کېدو څو میاشتې مخکې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتنه کوي.
دغه غورځنګ دغه راز د هند د ټاکنو د مرکزي کمېشنر ګیانېش کومار د استعفا غوښتنه کوي.
دوی ادعا کوي چې د رایه ورکوونکو په نوملړونو کې لاسوهنه شوې، خو د هند د ټاکنو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.



















