اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و

د عکس سرچینه، Foreign Office
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې مرستیال لومړي وزیر هم دی، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او د والي واکمنۍ د اعلانېدو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې "له حکومت سره له بېړني حالت پرته بل هېڅ غوراوی نه و پاتې."
هغه د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې یوې غونډې ته په خبرو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا پیل شویو احتجاجونو ته په اشارې وویل: "پرلتونه او احتجاجونه اقتصاد ته سخت زیان رسوي."
اسحاق ډار همدا راز په خپله وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: "د پاکستان له افغانستانه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي."
نوموړي ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د ناقانونه اعلان شوې ټيټيپياو نورو ترهګرو موجودیت د سیمې سولې ته ګواښ دی."
هغه وویل چې د طالبانو حکومت باید "ترهګرو ته د وسلو او هر ډول نورو مرستو برابرول" بند کړي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن دوشنبه (د اکتوبر ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستاني چارواکو لخوا پر افغانستان د "خپلو ناکامیو" د پړې اچول هېڅ ستونزه نه حل کوي.
هغه زیاته کړې چې "د پاکستاني چارواکو له خوا بې ځای تورونه لګول، د مذاکراتو بهیرونه سبوتاژ کول او د حل پر ځای د لوړ رتبه چارواکو ټول تمرکز په پروپاګند کول ناکام سیاست دی."
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې پاکستان باید پر کور دننه "د خپلو مشکلاتو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي، د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي."









