پاکستان کې ځينو ښځو ولې د برېښنايي موټرسایکلونو چلولو ته مخه کړې؟

scooty
    • Author, ترهب اصغر
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، لاهور
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

"هغه ورځ مې اوس هم په زړه ده چې لومړی ځل مې پلار د موټرسایکل چلول رازده کول او چې په یوه کږلېچ کې رانه بې‌تولې شو نو ترې وغورځېدم".

دا د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل اباد ښار اوسېدونکې عرینه خبرې دي چې خپله اووه کاله پخوانۍ خاطره یادوي. دا د موټرسایکل یا ټپټپي د زده کولو پر هغې پرېکړې اوس هم خوشاله ده. ځکه چې وايي، دې پرېکړې یې ژوند بدل کړی دی.

عرینه وايي، "اول وار چې له موټرسایکله وغورځېدم نو زړه مې تور شو او پلار ته مې وویل چې نه یې زده کوم. خو هغه راته وویل چې بچۍ! کوم کار دې چې یو ځل پیل کړ نو بیا یې سر ته رسوه. نیمګړی یې مه پرېده او اوس یې زده کړه".

دا زیاتوي چې د پلار خبره یې ومنله او په وینا یې، "اوس اووه کاله کېږي چې موټرسایکل چلونې پر خپلو پښو د درېدو جوګه کړې یم. زه پوهنتون ته هم پر موټرسایکل تلم او د ورځې نور کارونه مې هم پرې کول. اوس دندې ته هم پرې ځم راځم".

عرینه وروسته په خپلې کشرۍ خور او ځينو نورو ښځو باندې هم د سکوټي یا سکوټر ډوله موټرسایکل چلول زده کړل.

اووه کاله مخکې چې عرینه پر سکوټر سړک ته ووته نو هغه مهال ایله د ګوتو په شمېر څو ښځې پر موټرسایکل چلولو لیدل کېدې. خو دوی ته په کتو نورو ښځو هم زړه وکړ او اوس یې شمېر لسګونو ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د موټرسایکلونو د خرڅون شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د برېښنايي یا الېکترونیکي سکوټرنو خرڅلاو ډېر شوی دی.

څو مېرمنې له خپلو سکوټرونو او موټرسایکلو سره برېښي چې کامرې ته موسکۍ دي او لاسونه یې پورته کړي دي.
د عکس تشریح، بي‌بي‌سي ته ځينو سکوټر چلوونکو ښځو وویل چې اوس یې ژوند ډېر بدل شوی دی.

د څېړنو له مخې، پخوا دا ډول موټرسایکلونه له بهره واردېدل خو اوس په پاکستان کې ګڼ شرکتونه شاوخوا ۴۷ ډ‌وله برېښنايي موټرسایکلونه پلوري.

د پاکستان حکومت یوه داسې ملي ستراتیژي پيل کړې چې پرمټ یې په دغه هېواد کې اېکسلېټر لرونکي موټرونه برېښنايي کېږي. موخه یې د برقي ترافیکي وسايطو کارونې ته د خلکو هڅول او د هوا ککړوونکو او تودوونکو ګازونو لکه د کاربن ډای اکسایډ تولید کمول دي. له دې سره په دغه هېواد کې د برېښنايي موټرونو استعمال ډېر شوی دی.

حکومت په دې برخه کې د برېښنايي رېکشو او موټرسایکلونو له اخیستونکو سره په بیه کې ګوزاره هم کوي او له سود پرته ځانګړې (سبسېډي) ورکوي. دې هلته شرکتونه او اخیستونکي دواړه خوشاله کړي دي چې له امله یې سوداګري او پېر او پلور غوړېدلی دی.

"د موټرسایکل سورلي بیخي وړیا ده"

موټرسایکلونو او سکوټرونو باندې ګڼې نجونې او ښځې سپرې برېښي.
د عکس تشریح، شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د برېښنايي یا الېکترونیکي سکوټرنو خرڅلاو ډېر شوی دی.

د سکوټي یا سکوټر ډوله موټرسایکلونو چلوونکو ګڼو ښځو بي‌بي‌سي ته ویلي چې ژوند یې ورسره بدل شوی دی.

د دوی له ډلې یې رابعه وايي، "په ما مې خپل مېړه د سکوټر چلول زده کړي. یو خو یې چلول اسانه وو، بله دا چې د مېړه دفتر مې د زوی له ښوونځي ډېر لرې و او وخت ناوخت به ځنډ رسېده. بیا مو موټر ورته ونیو او وروسته هم رېکشه. خو د هغوی کرایه ډېره ګرانه راته تمامېده".

رابعه زیاتوي، "بیا مې مېړه راته وویل چې سکوټر واخله، زه به یې درباندې زده کړم. له کومې ورځې مې چې دا اخیستی، ژوند مو ډېر ښه بدلون کړی دی".

دا همداراز وايي، "اوس که یو خوا خپل زوی ښوونځي ته بیایم او راولم یې نو بلخوا مې د رخت/ټوکر خرڅولو کاروبار هم پيل کړی دی. هم دوکانونو باندې پر همدې ګرځم او هم د کور ټول کارونه پرې کوم. نو هم یې پرخپلو پښو درولې یم او هم یې د کاروزګار څښتنه کړې یم".

ځينو نورو ښځو بیا بي‌بي‌سي ته ویلي چې د برېښنايي یا برقي سکوټر یا سکوټي اخیستلو ته یې ځکه زړه ښه کړی چې هم یې زده کول اسانه دي او هم یې د پېټرولو له مصرفه سړی خلاص وي.

رابعه وايي، "له برېښنا یې چارجوو. اوس خو لمریزه برېښنا هم شته، له هغې یې هم خلک چارجوي. نو ځکه وایو چې د دې سورلي بیخي وړیا ده".

د امنې او عایشې په نوم دوو نورو نجونو هم بي‌بي‌سي ته وویل چې دوی پر سکوټر کالج ته ځي او دوی ته یې چلول ځکه خوند ورکوي چې اوس ګڼې محصلانې پر همدې سپرې پوهنتونونو او کالجونو ته ځي.

"نارینه هڅه کوي چې نجلۍ ترې مخکې نه شي"

د نارینه موټرسایکل سپرو ترمنځ یوه ښځه ښځه برېښي چې پر سکوټر ناسته ده او بله ښځه یې هم تر شا په کنجوغه پسې کېنولې ده.

د عکس سرچینه، APP

د عکس تشریح، اصفه وايي چې که څه هم نن سبا ګڼې نجونې پر موټرسایکلونو او سکوټرو ګرځي خو بیا هم چې ترڅنګ یې نارینه تېرېږي نو "خامخا پر سکوټر سپرې ښځې پسې مخ اړوي".

ځينې نورې نجونې او ښځې بیا د ښار-بازار پر سړکونو د خلکو په ځانګړي ډول د ځینو نارینه‌و له چلنده ګیله‌منې دي.

د لاهور اوسېدونکې اصفه وايي چې که څه هم نن سبا ګڼې نجونې پر موټرسایکلونو او سکوټرو ګرځي خو بیا هم چې ترڅنګ یې نارینه تېرېږي نو "خامخا پر سکوټر سپرې ښځې پسې مخ اړوي".

دا زیاتوي، "موږ چې پر سکوټر ناستې وو نو ډېر موټرچلوونکي نارینه هڅه کوي چې کومه نجلۍ ترې مخکې نه شي".

همنا نومې یوه بله مېرمن هم له دا وړ چلنده شکایت کوي او وايي، "په کار خو دا ده چې پر سړک موټر یا موټرسایکل چلوونکي ټول باید له حوصلې کار واخلي خو افسوس چې موږ نه هېڅ صبر نه کېږي".

دا ګیله کوي او زیاتوي، "زموږ ښځو په اړه خو دوی په ارامه همدا خبره کوي چې ښځې خو نه موټر او نه هم سکوټر سم چلولی شي. خو دې ته نه ګوري چې ترافیکي اشارې ته د درېدلو په وخت کې تر ټولو ډېره وارخطايي او بې‌صبري په خپله نارینه کوي. سور څراغ به بل وي خو دوی به د پلیو لارې (پیاده‌رو) باندې موټرسایکل ور وخېږوي او ځغلي به چې کله کله ټکر هم کوي. تاسې کله کومه ښځه لیدلې چې داسې یې کړي وي؟".

د فیصل اباد اوسېدونکې عایشه له عمره خامه ده او د تنکیو ځوانانو او پېغلو ځانګړي لایسنس ته یې غوښتلینک سپارلی دی. دا وايي چې په کور کې هېڅ سړی یا نارینه نه لري او له خپلو درو مشرانو خویندو او مور سره اوسېږي چې هغوی له کوره ډېرې نه وځي.

دې بي‌بي‌سي ته وویل، "چې کله به سودا په کار شوه نو یا به مې مور پسې ووتله او یا به یې د کوڅې کوم ماشوم دوکان ته ولېږه. مور ته مې وویل چې ما ته سکوټر واخله. په لومړیو کې یې نه منله خو وروسته مې رضا کړه چې ګڼې نجونې اوس موټرسایکل چلوي او دا هېڅ عېب نه دی. بیا یې سکوټي راته واخیسته او اوس هم د کور او هم د بیدیا کارونه خپله کوم او هم ښوونځي ته پرې ځم راځم".

عایشه وايي چې د سکوټر چلولو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي خو په کور کې حال نه وايي.

دا زیاتوي، "کله هلکان راپسې شي. عجیبه عجیبه خبرې او ټکي راته کوي. خو ځينې ښې خبرې هم راته کوي چې افرین، ډېر ښه یې چلوې".

د موټرسایکل سپرو نجونو لاریونونه

سلګونه ښځې او نجونې د یوه لاریون پرمهال پر موټرسایکلو او سکوټرونو سپرې برېښي.

د ښار بازار ترڅنګ پر خواله رسنیو هم ټپټپۍ یا سکوټر چلوونکې نجونې له ډول ډول چلند او تبصرو سره مخامخ شوې دي.

ځينو یې له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل، "پر خواله رسنیو چې خپله کومه ویډیو خپره کړو نو ځينې ډېر بدرد راته لیکي او ناهیلي کوي مو".

فرح نومې مېرمن وايي، "راته وايي چې ښځې خو وايي چې په دې توګه به مېرمنې پرخپلو پښو ودرېږي. خو دا څنګه پر ځان بسیاینه او پښو درېدنه ده؟ داسې پوښتنې کوونکي نارینه باید ځان پوه کړي چې زموږ ټولنه کې ښځې په بېلابېلو ډولونو ځپل کېږي. خو که همدومره اجازه هم ورکړل شي چې په خلاص او ارام زړه پر سړکونو سکوټر وچلولی شي نو تر دې غټه پر ځان بسیاینه بله نه شته".

دا زیاتوي، "تاسې دې ته فکر وکړئ چې چا ته د سوال او زاریو کولو پر ځای یوه ښځه پر سکوټر/موټرسایکل خپلې ورځنۍ چارې په خپله کولی او ستونزې حلولی شي. سړي ولې ځان په دې خبره نه پوهوي چې سړکونه هماغومره د ښځو هم دي، څومره چې د نارینه‌و دي".

د فرح په څېر ګڼې ښځې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له سکوټر چلوونکو مېرمنو سره په اړیکه کې دي او په سمبولیک ډول په ګډه پر موټرسایکلونو سپرې لاریونونه کوي.

د دغو لاریونوو تنظیموونکې وايي چې موخه یې دې کار او د سکوټر چلونې په مرسته پر ځان بسیاینې ته د ښځو هڅول دي.