ظاهرا خوشحاله ژور خپګان څه دی او څه ډول پرې پوهېدای شو؟

د عکس سرچینه، Getty
- Author, اېزابېل شا
- دنده, د روغتيا څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د يوه داسې کس تصور وکړئ چې په خپګان اخته وي، ښايي تاسو فکر وکړئ چې هغه به هېڅ نه غواړی له بسترې پورته شي او په ښکاره به له ستونزو سره مخامخ ښکاري. یا کېدی شي هغه به ژاړي، له ملګرو به ځان ګوښی ساتي، یا به ډېره کمه انرژي لري.
تمه به مو نه وي چې همدا کس به د ډوډۍ پر مهال ټوکې کوي، په ګڼو ټولنيزو فعاليتونو به بوخت وي او په خپلو چارو کې به بریالی وي.
خو هغه کسان چې نه ښکارېدونکی ژور خپګان لري یا په زړه کې ډېر خپه وي خو د نورو ترمخ بیا خندانه څېره لري او هر ځای خاندي او ټوکي کوي نو داکټران وایي، دا ډول ژور خپګان ته (smilling depression) ویل کېږي.
کله ناکله دا کس، ستاسو ملګری، د ژوند شريک یا همکار نه وي، بلکې په خپله تاسو وئ.
ظاهرا خوشحاله ژور خپګان څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty
نه ښکارېدونکی یا ظاهرا خوشحاله ژور خپګان په رسمي توګه د ناروغۍ په توګه نه دی پېژندل شوی خو په تېرو پنځو کلونو کې د دې اصطلاح لټون ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.
د بریتانيا د کمبرېج پوهنتون د رواني روغتيا څېړونکې ډاګتره اوليويا ريمېز وايي، "دا په دې معنی ده چې يو کس له بهره خوشحاله ښکاري خو دننه د خپګان او زړه تنګی احساس کوي".
موږ ټول وخت ناوخت د خپګان او نهيلۍ احساس کوو خو د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې د ۳۲۲ ميليونونو وګړو لپاره دا احساسات په ژور خپګان يا ډېپرېشن بدلېږي.
دا هغه حالت دی چې د دوامداره خپګان یا له فعاليتونو سره د لېوالتيا او خوند له لاسه ورکول د څو اوونيو يا میاشتو لپاره دوام کوي او پر کار، اړیکو، خوب او ورځني ژوند اغېز پرې باسي.
خو خپګان تل داسې نه ښکاري لکه موږ چې یې تمه لرو، په حقیقت کې څېړنې ښيي چې په خپګان اخته تر ۴۰ سلنې پورې کسان د دې ناروغۍ له یوې "غيرمعمولي" بڼې سره هم مخامخ وي چې نښې يې له عامو تصورونو او کلېشو سره توپير لري.
د بېلګې په توګه يو کس ښايي د معمول پرتله ډېر ویده کېږي یا ډېر خواړه خوري. همدارنګه کله چې کوم ښه يا په زړه پورې پېښه وشي د هغه مزاج ښايي د لنډ وخت لپاره ښه شي.
شواهد دا هم ښيي چې په خپګان اخته کسان ښايي د پټولو يا ځان عيارولو له لارې خپل رواني حالت له نورو پټ کړي، دې کړنې ته پټول يا ماسکېنګ هم ويل کېږي.
په دې حالت کې يو کس هڅه کوي چې ځينې ځانګړي احساسات پټ کړي چې له نورو سره ځان برابر وښيي او د هغوی په منځ کې عادي ښکاره شي.
ولې خلک خپل ژور خپګان پټوي؟
ځينې کسان پر نه ښکاره کېدونکي یا ظاهرا خوشحاله ژور خپګان اخته وي، خو په دې نه پوهېږي چې په ژور خپګان اخته دي نو
ريمېز وايي، "ښايي دوی فکر وکړي چې نښې یې يوازې د بوخت او له فشارونو ډک ژوند د پايلې له امله رامنځته شوې دي".
ځینې نور کسان ښايي په دې پوه شي چې له ستونزو سره مخامخ دي خو هڅه کوي چې نور خلک پرې خبر نه شي.
دا چلند په ځانګړې توګه د هغو کسانو تر منځ عام دی چې په سمه توګه د هر څه د ترسره کولو هڅه کوي او په خپلو کړنو کې ډېر دقيق وي.
دا وايي، "دوی له ځانه لوړې تمې لري او ښايي ونه غواړي چې ځان او يا نورو خلکو ته دا ومني چې له ستونزو سره مخامخ دي".
ځینې کسان له ټولنيزې بدنامۍ او د نورو د بار ګرځېدو وېره لري. څېړنې ښيی چې ځینې نور بيا اندېښنه لري چې خلک به یې په اړه قضاوت وکړي یا به په کاري چاپېريال او شخصي اړیکو کې له ناوړه پايلو سره مخامخ شي.
کلتوري يا کورنۍ تمې هم کولی شي د خپلو احساساتو په اړه په ښکاره خبرې کول ستونزمن کړي.
د ژور خپګان پټول کوم خطرونه لري؟
د کارپوهانو په وینا د ظاهري حالت د ښه ښودلو او د دې هڅې چې نور خلک مو له ستونزو خبر نه شي، دوام ورکول خطرناک تمامېدی شي.
د بریتانيا د اېکسېټر پوهنتون کلينکي ارواپوه پروفيسور بارني ډن وايي، "خپګان موږ له نورو خلکو جلا کوي او د يوازيتوب احساس راکوي. ډېری وخت د خراب مزاج د ښه کولو يوه له غوره لارو له نورو سره اړيکه نيول دي".
د خپګان پټول دا معنی هم لري چې خلک ښايي هغه مرسته ترلاسه نشي کړی چې اړتيا ورته لري.
ريمېز وايي، "که د خپګان دغه لومړنۍ نښې په سمه توګه مديريت نه شي، ښايي ورو ورو په يوې اوږدمهالې او جدي ستونزې بدلېدی شي او د ځانوژنې خطر زياتولی شي".
د ژور خپګان اووه هغه نښې چې ورته پام نه کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
تاسې به فکر کوئ چې د ژوند له ستونزو سره ښه مقابله کوئ او هر څه مو په کنټرول کې دي، نو ستاسو مزاج کې راغلي ځینې بدلونونه له پامه غورځوئ.
۱: نور له هغو شيانو خوند نه اخلئ چې پخوا مو خوښېدل
هغه کارونه چې تاسو به پخوا په مينه او لوالتيا کول، لکه له ملګرو سره ليدل، جېم ته تلل يا ان د خپلې خوښې ټلويزيوني خپرونې کتل، اوس درته د يوه درانه مسووليت په څېر ښکاري، ښايي غوره به وي چې د دې بدلون لاملونه لږ ژور وڅېړئ.
ريمېز وايي، "دا اسانه ده چې له خپلو عادي شوقونو او د خوښې فعاليتونو سره د لېوالتيا نشتوالی د ژوند له چټک خوځنده بهير سره وتړو".
۲: احساس کوئ چې لاسونه يا پښې مو په غيرمعمولي ډول درنې دي.
دې حالت ته د سربو په څېر فلج (Leaden Paralysis) ويل کېږي. په دې حالت کې د انسان لاسونه او پښې داسې درنې احساسېږي لکه چې وزن پرې اچول شوی وي، او ورځني حرکتونه ورته د معمول پرتله ډېره انرژي او هڅه غواړي، دا حالت د غيرمعمولي خپګان يوه نښه کېدی شي.
۳: په پرلپسې ډول د خپلو پلانونه لغوه کول
کله چې له نورو خلکو سره یاست، ښايي ډېر خوشحاله، ځواکمن او په ښه حالت کې ښکاره شئ خو کله چې مو مزاج خراب شي، خپل پلانونه لغوه کوئ او نور نشئ کولای خپل رښتيني احساسات پټ کړئ.
۴: ډېر خوب کوئ خو بيا هم ستړي ياست
ښايي لا هم خپل ټول عادي فعاليتونه ترسره کړئ، خو په ورته وخت کې ورځ تر بلې د ستړيا او د انرژۍ د کمښت احساس کوئ.
ريمېز وایي، "ماښام مهال په ځانګړې توګه ستونزمن کېدی شي، ځکه هغه کسان چې په دې حالت اخته وي، ښايي د ورځې پای کې ځان لا خراب احساس کړي او د معمول پرتله ډېر خوب ته اړتيا ولري".
۵: د نيوکې يا رد کېدو پر وړاندې ډېر حساس شوي ياست
ستاسو د مشر یا ملګري يوه عادي او بې ارزښته تبصره يا د يوه ملګري له خوا د پلانونو لغوه کول ښايي د معمول پرتله ډېر سخت اغېز درباندې وکړي.
ريمېز وايي، د نيوکې يا رد کېدو پر وړاندې زيات حساسيت چې اې ډي اېچ ډي (ADHD) ناروغانو کې هم لیدل کېدی شي د غير معمولي خپګان يوه نښه ده.
۶: تاسو تل خندانه او له نورو سره مرسته کوونکي یئ
هغه څوک چې له ژور خپګان سره لاس او ګرېوان وي، تل له نورو ځان نه جلا کوي. کله ناکله ان برعکس چلند کوي؛ د بېلګې په توګه، د محفل ترټولو خوشحاله او فعال کس وي، خپل ټول وخت او انرژي یې کار ته ځانګړې کړي وي، یا د نورو خلکو د مرستې لپاره له خپلې وسې زیاتې هڅې کوي.
۷: ستاسو په ذهن کې روانې خبرې تل منفي وي
ښايي له بهره ډاډمن او پر ځان باوري ښکاره شئ، خو په خپل ذهن کې له ځان سره ډېرې نیوکې کوئ.
پر ځان د باور نشتوالی، د بې ارزښتۍ احساس او د تشوالي په اړه فکرونه هغه احتمالي نښې دي چې باید ورته پام وشي.
څه شی مرسته کولای شي؟
ریمېز وايي، که څه هم د نه ښکارېدونکي ژور خپګان اصطلاح له خلکو سره مرسته کولای شي چې خپل حالت وپېژني او ورته یو نوم ورکړي، خو په ورته وخت کې ښايي یوه پېچلې تجربه "تر اړتیا ډېره ساده" وښيي.
پروفيسور برني ډن وړاندیز کوي چې له کوچني ګام څخه پیل وکړئ او له یوه باوري کس سره د خپلو احساساتو په اړه لږ څه شریک کړئ.
هغه وايي، "ډېری وخت خلک حیرانېږي چې دا کار له نورو سره د دوی اړیکې لا پیاوړې کولای شي، له نورو سره د تړاو احساس ورپه برخه کولای شي او دا درک ورښودلای شي چې دوی په دې ډول احساساتو کې یوازې نه دي."
او که له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان یاست، هغه سپارښتنه کوي چې له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ.
ډن وايي، "ښه شواهد شته چې خبرې اترې، د ژور خپګان ضد درمل او ټولنیزې درملنې ټولې اغېزمنې تمامېدای شي."


















