ملګري ملتونه: د طالبانو حکومت نجونې او ښځې له اساسي حقونو بې برخې کړې دي

نجونې چې د طالبانو بیرغ ورسره دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو د طالبانو حکومت د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د افغانستان د وضعیت، پرمختګونو او د دوی د تګلارو په اړه اعلامیې خپرې کړې دي.

په دې لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) په یوې نوې اعلامیه کې ویلي، چې واک ته د طالبانو حکومت له راګرځېدو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د طالبانو حکومت باید پاینده ثبات، نړیوالې ښکېلتیا او د پانګونې جلبېدو لپاره ځیني مهم ګامونه پورته کړي.

خو یوناما وايي، د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه ژور ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي او افغانان یې سملاسي او اوږدمهاله بیه پرې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په وینا، دغه بندیزونه افغانستان لپاره هغه فرصتونه هم محدودوي چې له نړیوال ملاتړ او همکارۍ څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.

په اعلامیه کې د یوناما د سرپرستې مشرې جورجیټ ګانیون له خولې ویل شوي:

"د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ هدف روښانه دی. دې هدف ته د نږدې کېدو لپاره، برحاله چارواکي باید پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي، د ښوونې او روزنې، کارموندنې او عامه ژوند برخو کې د دوی بشپړ ګډون ته اجازه ورکړي، بنسټیز حقونه او ازادي خوندي کړي، او د امنیت او ترهګرۍ اړوند نړیوالو اندېښنو ته رسیدګي وکړي. دا د نړیوالو تمې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره اړینې پانګونې دي."

د طالبانو وسله وال

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

په بیان کې له افغانستانه د ترهګرۍ اړوند اندېښنو په اړه ویل شوي، چې له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې پېچلې کړې دي.

یوناما د افغانستان او سیمې ترمنځ د "مهمې ښکېلتیا" یادونه کړې، چې "ځینې اقتصادي فرصتونه" یې رامنځته کړي، خو ټینګار یې کړی چې دوامداره ثبات د بېلابېلو شته خطرونو اړوند پراخې نړیوالې ښکېلتیا ته اړتیا لري.

یوناما وايي، د شخړو کمښت ډېرو افغانانو ته د پام وړ ګټې رسولې او پر بیارغونې، پراختیا او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ باندې یې د تمرکز فرصتونه رامنځ ته کړي، خو "د ښځو او نجونو پر وړاندې د زیاتېدونکو او زیان رسوونکو محدودیتونو" او د "ترهګرۍ اړوندو اندېښنو" په ګډون ځینې د پام وړ ننګونې هم شته، چې د افغانستان د بیا رغونې، پرمختګونو، له ګاونډیو سره په سوله کې د ژوند او په نړیواله ټولنه کې د مدغمېدو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

دغه بنسټ پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې "خپلې اصولي او عملي ښکیلتیا ته دوام ورکړي، چې د افغانانو د هیلو ملاتړ وکړي او د افغانستان د اوږدمهاله بیارغونې او ادغام لپاره یوه جامع تګلاره رامنځته کړي."

د ښځو او نجونو اړوند له ۱۰۰ ډېر فرمانونه

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ښځو اړوندې څانګې (یواېن – ومېن) هم چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی تازه معلومات ښيي، شاوخوا پنځوس سلنه افغان مېرمنې چې دوی ورسره مرکې کړې، د ښځو پر تګ راتګ او عامه ځایونو ته د هغوی پر لاسرسي د "سختونو محدودیتونو" له کبله په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله د خپلو کورونو وځي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره، چې د جنسیتي برابرۍ ترویج لپاره کار کوي، زیاتوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ثانوي زدکړو او پوهنتونو راګرځول شوې دي.

خو رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ورته ویلي، چې ښځې خپلو ټولو حقونو ته لاسرسی لري او دا رپوټونه سم نه دي چې ګوندې مېرمنې دې له کورونو په وتلو کې ځان خوندي نه محسوسوي.

نوموړي ویلي، "دا په نږدې ۵۰ کلونو کې لومړي ځل دی چې د افغانستان ټول وګړي احساسوي چې خوندي او په امنیت کې دي."

ښځه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، دغه رپوټ یې د ۲۰۲۵ کال له فبرورۍ تر مارچ پورې له ۲۱۹۰ کسانو سره د مخامخ خبرو او د ۲۰۲۶ کال له اپرېل تر می میاشت پورې د تلېفوني سروېګانو د مالوماتو پر بنسټ چمتو کړی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي چې د طالبانو حکومت محدودیتونو د رواني روغتیا کړکېچ ژور کړی، له ۱۰ څخه ۷ ښځو د منزوي کېدو، د فرصتونو د بایللو او ملاتړو شبکو ته د محدود لاسرسي له کبله خپل رواني وضعیت "بد" یا "ډېر بد" بللی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، ښځې له اقتصاده هم بې برخې پاتې شوي، داسې چې د ۸۴ سلنه نارینه‌وو پرتله یوازې ۷ سلنه ښځې بوختیا لري.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو حکومت په تېرو پنځو کلونو کې تر ۱۰۰ ډېر داسې فرمانونه صادر کړي، چې ښځې او نجونې یې په نښه کړې، دوی (مېرمنې یې) له اساسي حقونو محرومې کړې او تبعیض یې بنسټیز کړی دی.

یواېن ومېن دا وضعیت "د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه بحران" بللی او اندېښنه یې ښودلې د چې د ښځو او نجونو د حقونو اړوند دغه "بې ساری کړکېچ" د نړۍ لخوا د هېرېدو له خطر سره مخامخ دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د دودونو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو درناوي ته ژمن دي.

له ثانوي زدکړو د میلیونو افغان نجونو محرومیت

کوچنۍ نجونې په داسې حال کې ښوونځي ته ځي چې د طالبانو وسله وال یې څنګ ته لیدل کېږي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

تر دې یوه ورځ مخکې (سې‌شنبه) د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ویلي وو، چې طالبانو حکومت واک ته له راګرځېدو راهیسې تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي زدکړو راګرځولې دي.

یونیسکو په خپل بیان کې وویل، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده کړو څخه منع دي. دې ادارې وویل، دغه وضعیت ''افغانستان د لسیزو له ضایع شوي ظرفیت، لا زیاتې بېوزلۍ او نه جبرانېدونکي زیان سره د مخ کېدو له خطر سره مخ کوي.''

دغه سازمان اټکل کوي چې د ښځو پر منځنیو او لوړو زدکړو بندیز ښايي تر ۲۰۶۶ کال پورې ۶۰۰ زره افغان ښځې له کاري ځواک څخه وباسي، د عایداتو په مجموعي ډول د ۹.۶ میلیارد ډالرو د ضایع کېدو لامل شي او د کم عمره ودونو خطر ډېر کړي.