افغانستان او د ازبکستان د «قاره قلپاقستان» ایالت د ۱۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

د عکس سرچینه، Ministry of Industry and Commerce of Afghanistan
- Author, ببرک احساس
- رپوټ له:, کابل
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
نن په کابل کې د افغانستان او د ازبکستان د کورواکه «قارهقلپاقستان» ایالت سوداګرو ترمنځ بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیلک شول.
په دې مناسبت کابل کې د افغان او ازبکستاني سوداګرو دې غونډې ته د ازبکستان د کورواکې سیمې قاره قلپاقستان د پارلمان مشر امان بای اورینبایف او د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي هم ورغلي وو. غونډه کې د ازبکستان د یادې کورواکې سیمې او افغان سوداګرو ترمنځ څه د پاسه ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ تړونونه لاسلیک شول. د دې تړونونو په رڼا کې به د اوړو، غوړیو، سمنټو، کچالو، مڼو، انارو ، او نورو کرنیزو محصولات او غالیو راکړه ورکړه کیږي.
غونډې ته د دواړو لورو د سوداګرۍ خونو استازو په خپلو هېوادونو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کرنې، درملو کې کارېدونکو بوټو، کرنیزو محصولاتو، صنعت، سمنټو، اوړو او غنمو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ښه فرصتونه شته.
هغه زیاته کړه« ازبکستان پراخې کرنیزې ځمکې لري چې افغان شرکتونه کولای شي هلته غنم وکري او د افغانستان د اړتیا یوه برخه پوره کړي.
ښاغلي عزیزي وویل «ازبکستان په وروستیو کې منظم او ځانګړي پروګرامونه پیل کړي او غواړي له افغان سوداګرو سره نېغ په نېغه او نږدې سوداګریزې اړیکې ولري. هڅه دا ده چې د ګمرکونو او سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې شته خنډونه لیرې شي».
ده وویل، افغانستان هم د صادراتو لپاره مهم محصولات لري. د نوموړي په وینا« د ډبرو سکاره د افغانستان له مهمو سوداګریزو توکو څخه دي، او همداراز لیتیم، جست او سرب هغه محصولات دي چې په افغانستان کې د پام وړ تولید لري او کېدای شي په ازبکستان کې پروسس او بیا نړیوالو بازارونوته صادر شي.»
نورالدین عزیزي وویل«د افغانستان پنبه هم له هغو محصولاتو څخه ده چې اوس په هېواد کې د ځینو نامناسبو کښتونو د بدیل په توګه پراخه شوې ده».
د طالبانو حکومت چارواکي وایي، دواړه هېوادونه هڅه کوي سوداګریزې چارې لا اسانه کړي، څو د دواړو لورو سوداګر او پانګوال وکولای شي د باور جوړونې له لارې، د اداري پیچلتیاوو او کاغذپرانیو له کمېدو سره، خپلې سوداګریزې معاملې په اسانه او په مخامخ ډول د شرکتونو یا هم د وګړو ترمنځ ترسره کړي.
تر دې مخکې هم په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ په اړه غونډه کې، د ازبکستان د اندیجان ولایت او افغانستان سوداګرو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو ارزښت تفاهملیکونو لاسلیک اعلان شوی و.

د عکس سرچینه، Ministry of Industry and Commerce of Afganistan
په کابل کې د ازبکستان سفیر اویبک عثمان بی بی سی ته وویل« د ولایت په کچه یا سیمهییزې سوداګرۍ تجربه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا لپاره اغېزمنه تمامېدلی شي.»
هغه وویل: «هوکړه شوې چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې لا پیاوړې شي. همداراز به د دواړو هېوادونو د بېلابېلو ولایتونو او سیمو ترمنځ د سوداګریزو پلاوو تګ راتګ او د همکاریو زمینه برابره شي، په دې ډول به سوداګر او پانګوال خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې« اوس مهال د سوداګرۍ او پانګونې ترڅنګ د ټرانزیټي همکاریو د پراخولو هڅې هم روانې دي. د هغه په وینا، افغانستان کولای شي د خپل جغرافیایي موقعیت له لارې ازبکستان ته د جنوبي اسیا بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. ده وویل افغان سوداګر بیا د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا، پخوانیو شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو اود اروپا بازارونو ته د خپلو توکو د لېږد لپاره ګټه واخلي.»
د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د دې نوښت یوه موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د باور رامنخته کول، د سوداګرو ترمنځ د مخامخ اړیکو پیاوړتیا او د لا ډېرو اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابرول دي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان او ازبکستان سوداګرو ۱۳ سوداګریز تفاهملیکونه لاسلیک کړل. د افغان سوداګرو له ډلې محمد خان لودین له ازبک سوداګرو سره د اوړو او سمنټو د پېرلو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د یوه کال په ترڅ کې افغانستان ته د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه او د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سمنټ وارد شي.
ازبک چارواکي وایي، قاره قلپاقستان د ځانګړو مالیاتي معافیتونو په وړاندې کولو سره، افغان سوداګرو ته د نساجۍ، خوراکي صنایعو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.
همداراز د قرهقالپاقستان لوړپوړي پلاوي د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان چمتو دی چې د افغانستان صادرات د منځنۍ اسیا نورو جمهوریتونو او روسیې ته د لېږد لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه همکاري وکړي.




















