د لیونېل مېسي نوی ریکارډ: لومړنی لوبغاړی شوی چې د نړیوال جام په ۷ پرله پسې سیالیو کې ګول کوي

مېسی لومړنی لوبغاړی دی چې نړیوال جام کې ۱۹ ګولونه لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې اردن ته درې – یو ماته ورکړه او په دې توګه یې په ګروپي پړاو کې خپله درېیمه لوبه هم وګټله.

د دوی ترمنځ لوبه نن سهار د امریکا متحدو ایالتونو په دالاس لوبغالي کې کېده.

ارجنټاین وار له مخه له (جی) ګروپ څخه دویم یا حذفي پړاو ته لار موندلې وه، خو له دې بریا سره یې خپل موقف لا پسې پیاوړی کړ.

ارجنټاین لپاره د ګروپي پړاو وروستۍ ګول د فوټبال نړۍ وتلي ستوري لیونېل مېسي وکړ او په دې توګه یې نوی ریکارډ هم په خپل نوم ثبت کړ.

هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د فوټبال د نړیوال جام په اوو پرله پسې سیالیو کې ګول وهي.

دا روان نړیوال جام کې د مېسې شپږم او په ټوله کې د نړیوال په جام سیالیو کې د هغه ۱۹م ګول و.

تر دې دمه بل یوه لوبغاړي هم د نړیوال جام په سیالیو کې دومره ګولونه نه دي کړي.

مېسي له ګول وهلو وروسته خوښي کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېسي روان نړیوال جام کې تر اوسه ۶ ګولونه کړي

د یادونې ده چې سږنی شپږم نړیوال جام دی، چې میسې پکې لوبېږي.

هغه په نننۍ سیالۍ کې له پیله نه و او په ۶۰ دقېقه کې د بدیل لوبغاړي په توګه میدان ته راوستل شو چې مینه‌والو یې په چکچو او ولولو بدرګه کړ.

د ارجنټاین لپاره دوه نور ګولونه جیوواني لو سیلسو او لاوتارو ماتینز ووهل.‌

که څه هم لوبه تر ډېره د ارجنټاین کنټرول کې وه، خو اردن مبارزه جاري وساتله او د دویمې نیمایي پیل کې یې د یوه ښه تنظیم شوي ګول له لارې توپیر راکم کړ.

د اردن په ګټه یوازنی ګول موسی التعمري وکړ.

د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ

انګلنډ فوټبال لوبډلې پاناما ته ۲ - صفر ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انګلنډ فوټبال لوبډلې تېره شپه په خپله وروستۍ ګروپي سیالۍ کې پاناما ته ۲ - صفر ماته ورکړه

د نن سهار لوبو سره د ۲۰۲۶ کال فوتبال نړیوال جام ګروپي سیالۍ هم پای ته ورسېدې.

نن په (جی) ګروپ کې بله لوبه د الجزایر او اترېش ترمنځ وه چې له ۳-۳ ګولو سره مساوي پای ته ورسېده.

په دې توګه له دغه ګروپ ارجنټاین، اترېش او الجزایر حذفي پړاو ته لار وموده او اردن له سیالیو بهر شو.

تر دې ورمخکې په (کې) ګروپ کې د پرتګال او کولمبیا ترمنځ وروستۍ ګروپي سیالي له ګول پرته مساوي شوه، خو کانګو دیموکراتیک جمهوریت بیا ازبکستان ته د یو پر وړاندې په درېیو ګولونو ماته ورکړه.

په دغه ګروپ کې یوازې ازبکستان ونه شول کړای، چې حذفي پړاو ته لار ومومي خو کانګو سره د وهلو ګولونو توپیر بل پړاو ته رسېدو کې مرسته وکړه.

د تېرې شپې نورو ګروپي سیالیو کې په (اېل) ګروپ کې انګلنډ پاناما ته ۲ – صفر او کرواشیا ګانا ته ۲-۱ ماته ورکړه.

له دغه ګروپه انګلنډ، کرواشیا او ګانا جذفي پړاو ته لار ومونده.

ټاکل شوې د ۳۲ غوره لوبډلو یا حذفي پړاو سیالۍ نن شپه د کابل په وخت ۱۱:۳۰ بجې د لاس انجلس لوبغالي کې د سویلي افریقا او کاناډا ترمنځ په سیالۍ پیل شي.