د بدخشان- تخار لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د بدخشان-تخار لویه لاره د پراخو سیلابونو له امله تړل شوې ده.

ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي سره خبرو کې ویلي چې د لارې پرانېستلو هڅې روانې دي.

ده وویل دا لاره د یکشنبې (د ثور ۱۳مې‎) د سهار له پنځو بجو د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

ښاغلی حق شناس وايي " تخنیکي ډلو له دوو اړخونو ددې لارې د پرانېستلو هڅې پیل کړې دي، کوشش کوو چې د ورځې تر وروستیو دا لاره پرانېستل شي".

د تخار-بدخشان لاره د افغانستان په شمال ختیځ کې د تګ راتګ یو له مهمو لارو ده.

په تېرو دریوو میاشتو کې ډېرو ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لویو لارو ته ډېر زیان اړولی دی.

د نورو بارانونو وړاندوینه

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ریاست د نورو بارانونو او لږ تر لږه ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

ددې وړاندوینې ترمخه پروان، کاپیسا، پنجشیر، لوگر، خوست، سمنګان، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې نور بارانونه کېږي.

ددې نه علاوه د افغانستان مرکزي، لویدیځ او سویلي ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل هم شوی دی.

د طالبانو په حکومت کې پېښو سره د مبارزې اداره وايي ټولو ولایتي ادارو ته دچمتووالي لارښوونې ترڅنګ یې له خلکو غوښتي چې سیندونو غاړو او هغه سیمې چې د سیلابونو خطر لري له ورتګه ډډه وکړي.

په افغانستان کې د چارواکو په وینا چې تېرو څو میاشتو کې د باران، سیلاب او زلزلې له امله په ټولیز ډول نزدې ۱۵۰ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات کسان ژوبل شوي دي.

د ټولګټو وزارت دا هم وايی چې دا بارانونه د پرمختیايي پروژو د بشپړولو پرمهالوېش هم اغېز کړی دی.