د طالبانو حکومت د مخالفې ډلې "ملي مقاومت جبهې" یو مهم قوماندان وژل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو حکومت د یوې وسله‌والې مخالفې ډلې چې ځان "د افغانستان ملي مقاومت جبهه" بولي، یو قوماندان (میرویس) له د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

دغې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې قوماندان میرویس د دې ډلې د "عمومي قوماندان" صالح محمد ریګستاني خوریی او د هغه له نږدې ملګرو و.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت "۲۰۷ عمري قول اردو" هم چې د افغانستان په شمال‌ ختیځ زون کې فعالیت کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي: "میرویس خان، چې د پنجشېر ولایت د صالح محمد ریګستاني خوریی چې په دغه ولایت کې یو مهم قوماندان او سلاکار بلل کېده، وژل شوی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې هغه د شپې په درېیو بجو د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ له لوري په اندراب کې د پل حصار ولسوالۍ د نمک‌آب درې پر لور روان و، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د اړوندو ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغی او ووژل شو.

د طالبانو په حکومت کې دوو سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، بي‌بي‌سي ته ویلي چې دغه عملیات په اندراب کې شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو یوې لنډې خپرې شوې ویډیو، چې بي‌بي‌سي یې په خپلواکه توګه کره‌والی نه شي تاییدولی، یو کس لیدل کېږي چې پوځي جامې یې په تن او وسله ورسره ده او ساه یې ظاهرآ ختلې ده.

دغه ویډیو د شپې له مخې ثبت شوې او سیمه تیاره ده.

یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې پر ټولنیزو رسنیو د "قوماندان میرویس" خپاره شوي تصویرونه سم او د همغه دي.

د روان کال د اګست ۲۰مه په سالنګ کې د طالبانو حکومت د ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د حسیب پنجشېر (حسیب قوای مرکز) په نوم د "مقاومت جبهې" د قوماندان تر وژل کېدو څو اوونۍ وروسته صالح محمد ریګستانی د دې ډلې "د نظامي قرارګاه د عملیاتو عمومي قوماندان" وټاکل شو.

پخپله ریګستاني هم څه موده مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې افغانستان ته ستون شوی او دا چې د نوموړي په وینا جګړه او مقاومت د طالبانو حکومت پر وړاندې یوازینۍ لار ده.

د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني هم هغه مهال ویلي وو چې صالح محمد ریګستانی د جګړې لپاره افغانستان ته ستون شوی او "اوس مهال د هندوکش په لوړو کې دی."

د طالبانو حکومت تل ویلي چې "مقاومت جبهه" او د دوی نورې مخالفې ډلې په افغانستان کې فعال پوځي حضور نه لري او دا چې ګوندې د دغو ډلو د پوځي حضور ادعاوې تر ډېره د ټولنیزو رسنیو له لارې "تبلیغاتي" بڼه لري.

ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي وو چې د طالبانو حکومت وسله‌والو مخالفو جبهو د درېیو میاشتو په موده کې د ۸۸ بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې، چې یوازې ۵۵ هغه یې تایید شوي دي.