افغانستان کې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایتونه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د تېلو د بیو لوړوالي یو ځل بیا د موټر چلوونکو او عامو خلکو اندېښنې او شکایتونه زیات کړي دي.

شمېرې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې د پېټرول او ډېزل بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

خلک شکایت کوي چې د تېلو د بیو لوړوالی د نورو توکو پر بیو او د ژوند پر لګښتونو هم اغېزه کوي.

دوی د طالبانو له حکومت او اړوندو مسوولانو غواړي، چې د تېلو د بیو د ناڅاپي لوړوالي مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

د هرات د تېلو او ګازو د ټانکونو د خاوندانو اتحادیې له خوا خپرې شوې نرخ‌ نامې هم د تېلو د بیو لوړوالی تاییدوي.

د دغو نرخ‌ نامو له مخې، د روسي پټرولو بیه چې په افغانستان کې له نسبتاً باکیفیته تېلو ګڼل کېږي، په تېره یوه اوونۍ کې له ۹۰ څخه ۹۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ډېزل بیه هم په همدې موده کې له ۷۷ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې ده.

په کابل کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.

د راپورونو له مخې په تېره اوونۍ کې د یوه لېټر پټرولو بیه له ۸۶ څخه ۸۹ افغانیو ته لوړه شوې او د یوه لېټر ډېزل بیه بیا له ۷۸ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه تېرو ورځو کې په ناڅاپي‌توګه د تېلو د بیو د دغه لوړوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ، د هرمز تنګي تړل کېدل او د روسیې پر تېلي تاسیساتو د اوکرایین بریدونه د افغانستان او نړۍ بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړوالي لامل بللی و.

د وروستیو راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره، د یوه بېرل برنټ یا اوومه تېلو بیه لا هم له سلو ډالرو لوړه ده.

د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ شخړې او د باب‌المندب سمندري لارې په تړاو د امنیتي ګواښونو زیاتېدو هم د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې او بیې لوړې کړي دي.

باب‌المندب د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ده.

د بازارونو د څارونکو په وینا که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د نړۍ د تېلو پر بازار فشار لا زیات شي او د تېلو بیې نورې هم لوړې شي.