ایلان مسک د نړۍ لومړنی ټریلیونر شو

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته چې د جمعې پر ورځ یې د ونډو بازار کې د سپېس اېکس راکټ شرکت ونډو بیې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې، ایلان مسک د نړۍ لومړنی ټریلیونر شو.
د ټسلا او سپېس اېکس بنسټ اېښودونکي په ارامۍ سره د نړۍ ترټولو بډایه سړي په توګه خپل دریځ پر ځای وساته او د بلومبرګ د شتمنو کسانو لیست له مخې د هغه ټولې خالص پانګې ارزښت یو اعشاریه ۱۱ ټریلیونه ډالرو ته رسېږي.
د یادونې ده، چې راکټ مخابراتي او مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) شرکت په نسداق ونډو بازار لیست کې له دوه اعشاریه دوه ټریلیونه ډالرو پانګې سره خپل ځای ثبت کړ.
شرکت وویل، د دوی هره یوه ونډه به د ۱۳۵ ډالرو بدل کې وړاندې شي، خو سوداګري یې له ۱۵۰ پیل شوه او لږ وروسته ۱۷۶.۵۰ته ورسېده، چې په فضا پورې اړوند احتمالي سوداګرۍ او د مسک اړوند شرکتونو لپاره د پانګوالو لېوالتیا ښیې.
په سپېس اېکس کې د مسک ۴۲ سلنه ونډه نوموړي ته عملاً د دې شرکت پر ټولو فعالیتونو دومره کنټرول ورکوي، چې هر ډول غواړي کولای شي په دې شرکت کې لګول شوي پانګه ولګوي.
د بلومبرګ رپوټ ښيي، چې نوموړي د سوداګرۍ پای ته رسېدو پر مهال ۷۶۷ اعشاریه یو ټریلیون ډالرو ارزښت ونډې درلودې او دغه راز یې ۵۳ اعشاریه اته نوره پانګه د سپېس اېکس پېر اختیار کې درلودل. نوموړی دغه راز ټسلا کې هم د ۱۶۸ میلیارد ډالرو ارزښت ونډې لري او دغه راز ۱۱۶ اعشاریه څلور میلیارده ډالرو پیر اختیارونه لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ د لومړني ټریلیونر په توګه د مسک حیثیت سملاسي د شتمنۍ د نابرابرۍ په اړه بحثونه راپورته کړل. د هغه شتمني اوس د پولنډ یا سویټزرلنډ د ټول اقتصادي محصول سره برابره ده.
داسې بې ساري شتمنۍ لا دمخه مسک په نړیوال سیاست کې په یوه ځواکمن شخصیت بدل کړی دی.
د هېواد پر مشرتابه له نیوکو وروسته نوموړي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته سلګونه میلیونه ډالر ورکړل او تېر کال یې د څو میاشتو لپاره، مسک د ''حکومت د موثریت څانګې'' (ډوج) مشري وکړه.
د حکومتي لګښتونو د سخت کمښت له لارې، مسک د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو اېس ای ډي) د تړلو مسؤلیت په غاړه درلود.
د لانسیټ طبي ژورنال کې د څیړونکو لخوا خپاره شوي خبرداری ښيي، چې دا ډول کمښتونه کولی شي تر ۲۰۳۰ پورې له ۱۴ میلیونو د ډېرو اضافي مړینو لامل شي.


















