بدخشان کې چاودنه: د دغه ولایت ښاروال وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
په بدخشان کې یوه ځايي چارواکي بيبيسي ته تائید کړې چې د فیض اباد ښاروال عبدالرحمن منصور په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د دغه چارواکي په وینا، نن پنجشنبه په ځايي وخت څه کم دوه بجې "چسپکي ماین" د هغه موټر ته کېښودل شوی چې په پایله کې یې خپله ښاروال وژل شوی او یوه بل همکار یې ټپي شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت په نه دی منلی.
له چاودنې وروسته د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او خلکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورشي.
د مرګ ژوبلې کره د شمېر په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
د پېښې نور جزییات دلته لیکل کېږي...













