حامد کرزی: "له هېواده د نه وتلو پر پرېکړې خوښ یم"

کرزی در کتابخانه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف: حامد کرزی په خپل کور کې ‏"دولتي ځای"
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، پر دې خوښ دی چې په افغانستان کې اوسي او له هېواده نه دی وتلی.

هغه دا خبرې له یوې ایټالیوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

ښاغلی کرزی له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ژوند کوي.

" کوم وضعیت کې چې زه یم، هغه ته له پام پرته، زه خوښ یم چې لا هم د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کولای شم."

ښاغلي کرزي ویلي، اوس هم طالبانو "وروڼه" بولي، د نجونو د زدکړو مسله "سیاسي" نه ده او په خبره یې د طالبانو په حکومت کې داسې کسان شته چې په دې تړاو ورسره هم نظره دي.

ایټالیوي ورځپانې ویلي چې له ښاغلي کرزي سره یې دا مرکه په انلاین بڼه کړې او د اګسټ په اوومه خپره شوې وه.

په دې ورځپانه کې په کابل کې د ښاغلي کرزي د ژوند د وضعیت په اړه لیکل شوي چې نوموړی له کوره وتلو لپاره باید د طالبانو له حکومته اجازه واخلي.

"یوه ډله ږېره ور او وسله وال کسان د ښاغلي کرزي د کور دروازې مخې ته راځي، له ده سره وي او دا تر خپل نظر لاندې ساتي. دوی ښاغلي کرزي ته اجازه نه ورکوي چې خپل مسیر بدل کړي او یا په تصادفي ډول چا سره وګوري."

راپورونه وایي، په تېرو پنځو کلونو کې ښاغلي کرزي ته له پلازمېنې بهر کوم بل ولایت ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې او یوازې درملنې لپاره بهر ته د تګ اجازه ورکړل شوې.

"ډېر کم شمېر خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې د نوموړي کور ته تګ راتګ وکړي. ښاغلی کرزی یو وخت د نړۍ له مهمو څېرو څخه و، خو اوس ان بهرني دیپلوماتان او سیاسي کسان اجازه نه لري چې له نوموړي سره مخامخ وګوري."

په دې ایټالیوۍ ورځپاڼه کې لیکل شوي چې ۲۴ کاله پخوا یې د افغانستان په ولسمشرماڼۍ کې له ښاغلي حامد کرزي سره مصاحبه کړې وه، خو دا ځل له نوموړي سره په انلاین بڼه د خبرو د اجازې اخیستلو شپږ میاشتې وخت ونیوه.

ښاغلي کرزي دې ورځپاڼې ته ویلي:

"دا یو دولتي ځای یعنې کور دی او د طالبانو حکومت اجازه ورکړې چې ترې ګټه واخلم."

"د طالبانو په حکومت کې د نجونو د زدکړو په تړاو ځینې له ما سره هم نظره دي"

حامد کرزی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف: حامد کرزی

ښاغلی کرزی وایي: "ستاسو په یاد دی کله چې زه ولسمشر وم ان هغه وخت مې هم طالبانو ته د " وروڼو" خطاب کاوه او اوس هم دا کار کوم ځکه چې دوی د نورو په څېر د همدې هېواد یوه برخه دي."

نوموړي زیاته کړې: "ځینې کسان د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي او ځینې یې مخالف دي خو دوی ټول زموږ خپل خلک دي، وروسته یا وړاندې باید د یو بل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي، متقابل درک او یو بل ته درناوی به د افغانستان وده او پرمختګ ممکن کړي."

"زه هڅه کوم چې د جمهوریت یا د امارت له اړخه د افغانستان وضعیت ته و نه ګورم، اوس د پخلاینې وخت دی."

په دې مرکه کې تر ډېره د افغان نجونو د زدکړو‌ په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، " د زدکړو مسله سیاسي نه ده، که ټاکنې وي او یا نه وي، د ښوونځینو دروازې باید پرانیستل شي، تاسې ما ته ووایئ د نړۍ په کومه برخه کې د نجونو د زدکړو په تړاو رای اچونه شوې ده."

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د رابعې بلخي چې په نهمه پېړۍ کې شاعره وه او د ګوهر شاد بېګم چې د پنځلمسې پېړۍ مشهوره شاعره وه، یادونه وکړه او همدارنګه یې عایشه درانۍ ته هم اشاره کړې ده.

"افغانستان یو له لومړنیو اسلامي هېوادونو څخه و چې د زدکړو لپاره یې نجونې اروپا او ترکیې ته ولېږلې."

ښاغلي کرزي ویلي: "ما او میلیونونو افغانانو لپاره تر ټولو مهمه او فوري موخه د نجونو زدکړې دي. دا داسې هدف دی چې د هر ډول هڅې او قربانۍ ارزښت لري، نجونو ته باید د زدکړو یعنې له لومړنیو زدکړو نیولې تر لوړو هغو - حق ورکړل شي، ښځې باید په ټولنه کې کار وکړي."