د چین نړیوال امنيتي کنفرانس کې د طالبانو حکومت استازي د امنیتي همکاریو پیاوړتیا وغوښته

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت استازي په چين کې

د عکس سرچینه، TALIBAN

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پلاوی د چین شیانګ شان په نړيوال امنيتي کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پلاوي کې د دغه وزارت د دفتر لوی رئیس مولوي زین الله عابر هم ګډون کړی دی.

نوموړي غونډې ته وینا کې ویلي چې جګړې، شرخوښې شبکې، نشه‌یي توکي، سازمان‌یافته جرمونه، سایبري ګواښونه، ناقانونه کډوالي، اقتصادي بې‌ثباتي او د لویو قدرتونو ترمنځ سیالۍ هغه مسایل دي چې هېڅ هېواد یې په یوازې ځان د حل توان نه لري.

زين الله عابر همدارنګه د افغانستان امنیت د سیمې له امنیت سره تړلی وباله او له چین سره یې د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د نشه ‌يي توکو او پلان شویو جرمونو پر وړاندې مبارزې، د تجربو او مسلکي زد‌کړو پر تبادلې ټینګار وکړ.

د هغه په خبره، اوس چې افغانستان د تېر پرتله په سوله کې د ارامۍ سا اخلي، د طالبانو د حکومت لومړیتوب د "هېواد په ټول قلمرو کې د خلکو د ژوند هوساینه او عامه ټیکاو ثابت وساتي او د خپل هېواد د راتلونکي د پرمختګ لپاره لاس په کار شي."

د کورنیو چارو وزات پلاوي په دې کنفرانس کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي يې دي چې افغانستان د امنیت او ثبات نوي پړاو ته داخل شوی دی.

دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي، چې منځني ختیځ کې د جګړې او ناامنیو تاو لا پراخېدونکی دی.

افغان پلاوي افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا لپاره یو پل وباله چې،‌ دا پل خوندي وي نو د سیمې د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه، انرژي، او اقتصادي اړیکي لا پیاوړې کېدای شي.

د عکس سرچینه، @bnapashto

زين الله عابر ناامني یوازې د یوه هېواد ستونزه ونه بلله، بلکې په وینا یې دا یوه نړیواله او پوله نه پېژندونکې پدیده ده او پر وړاندې یې مبارزه هغه وخت اغېزناکه کېدای شي چې د هېوادونو ترمنځ ګډ څارګر معلومات شریک شي، د پولو امنیت ټینګ او ناقانونه مالي سرچینې بندې او د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق او پېر و پلور پر وړاندې ټینګه مبارزه او ریښتینې همکاري پیاوړې شي.

د طالبانو حکومت پلاوي افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا لپاره یو پل وباله چې په وینا یې که،‌ دا پل خوندي وي نو د سیمې د هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه، انرژي، او اقتصادي اړیکي لا پیاوړې کېدای شي.

د ښاغلي عابر په وینا، افغانستان د طبیعي زېرمو لاس ناوهلې سرچینې او له جغرافیوي او سیمې د هېوادونو د نښلولو له اړخه د اقتصادي پرمختګ پراخې موکې لري. له کوربه هېواد چین نه یې غوښتنه دا وه چې د سیمې له نورو هېوادونو سره د ناامنۍ،‌ نشه‌يي توکو او قاچاق پر وړاندې د ګواښونو مخنیوي کې لاسونه سره ورکړي.

د طالبانو د حکومت دا امنیتي پلاوی داسې مهال چین ته تللی چې د طالبانو یو امنیتي پلاوي د ترکمنستان له سرحدي امنیتي چارواکو سره د سرحدي سیمو پر امنیت، او د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان سفیر: په افغانستان کې بې ثباتۍ سیمه‌ییزې ترانسپورتي پروژې درولې دي

فیصل نیاز ترمذي

د عکس سرچینه، @PakinRussia

د افغانستان او پاکستان ګاونډي چین ته د طالبانو حکومت د امنیتي پلاوي له سفر سره هم‌مهاله په روسیه کې د پاکستان سفیر ویلي چې په افغانستان کې بې ثباتۍ د پاکستان سیمه‌ییزې ترانسپورتي نښلونې پروژې په عملي توګه درولې دي.

فیصل نیاز ترمذي ویلي او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد غواړي یو 'باثباته افغان دولت' وویني چې له سیمې سره یوځای شوی وي.

ترمذي له روسي ورځپاڼې 'ایزوستیا' سره په مرکه کې ویلي، پاکستان هیله لرله چې افغان حکومت به د سیمه‌ییز بهیر برخه شي، خو دوامدارې بې ثباتۍ د منځنۍ اسیا او ایران سره د ځمکنیو ترانسپورتي اړیکو د جوړولو لپاره د اسلام‌اباد هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

نوموړي ویلي، پاکستان به راتلونکی اکتوبر د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په مشورو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې ثبات به د سیمې سوداګرۍ او ترانسپورټ په پام وړ توګه ښه کړي.

ترمذي ویلي: ''زموږ د ترانسپورتي نښلونې پروژې په عملي توګه د همدې بې ثباتۍ له امله درېدلې دي. که افغانستان باثباته وای، د منځنۍ اسیا او ایران پر لور ځمکنۍ لارې به ډېرې اغېزمنې وای.''

ترمذي ویلي، اسلام‌اباد په ځانګړي ډول په افغانستان کې د فعالو وسله‌والو ډلو په اړه اندېښمن دی او افغانستان یې د افراطي ډلو او ترهګرو لپاره پنا‌ځای بللی دی.

خو د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي، هرکله چې پاکستان کې چارواکي د خپل امنیت په ټینګولو کې پاتې راشي، دا ډول څرګندونې کوي او د خپل بام واوره د ګاونډي پر بام اچوي.

هغه خبرداری ورکړی چې د دې ګواښ اغېزې یوازې تر پاکستان پورې محدودې نه دي، بلکې په افغانستان کې بې ثباتي چین، تاجکستان، ازبکستان او روسیې ته هم خطرونه متوجه کوي.