تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویرجینیا کې محکمې یو افغان د ۲۰۲۱ کال کابل هوايي ډګر له برید سره د تړاو په تور محکوم کړ
یوه فدرالي منصفه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا په ویرجینیا کې یو افغان په دې تور محکوم کړ چې له یوې ترهګرې ډلې سره د مادي ملاتړ د برابرولو د توطیې برخه و، چې دا قضیه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید سره تړاو لري.
په دې برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکیان وژل شوي وو.
خو منصفه پلاوي ونه توانېد چې پرېکړه وکړي ایا د یاد کس کړنې په مستقیم ډول د دغو مرګونو لامل شوې دي که نه. له دې له امله تورن محمد شریفالله د احتمالي عمري بند له سزا وژغورل شو.
هغه اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له خطر سره مخ دی. د امریکا د فدرالي محکمې قاضي انتوني ترېنګا سملاسي د سزا ورکولو نېټه و نه ټاکله.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر کې برید داسې مهال وشو، چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو او د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېده.
یو ځانمرګي بریدګر په ابي ګېټ کې چاودېدونکي واسکټ وچووه، چې په پایله کې یې ۱۱ سمندري ځواکونه (مارینز)، یو د بحري خدماتو روغتیايي کارکوونکی او یو د پوځ سرتېری ووژل شول او همدارنګه شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکیان هم ووژل شول.
دغه قضیه د ابي ګېټ د برید په تړاو لومړنۍ جنایي محاکمه وه چې په متحده ایالاتو کې ترسره شوه.
د امریکا د عدلیې وزارت د عامه اړیکو برخه وايي، په ټوله کې، شریفالله له ۲۰۱۶ کال تر ۲۰۲۵ کال پورې (د نیول کېدو تر وخته) د "اسلامي دولت" نومې (داعش - خراسان) په لسګونو نورو بریدونو کې هم برخه اخیستې وه.
د دغو بریدونو په جریان کې، هغه د (داعش - خراسان) په عملیاتو کې بېلابېل رولونه لرل، لکه د بریدونو څارنه او معلومات راټولول، د ځانمرګو بریدګرو انتقالول، وسلې لېږدول او پاکول، د "داعش" د غړو ترمنځ د پیغامونو لېږدول، او د تبلیغاتي موخو لپاره د چاودنو ویډیو ثبتول.
رویټرز خبري اژانس وايي، دا یوه له سیاسي پلوه ډېره حساسه پېښه ده، چې تر اوسه هم د دې بحثونو برخه ده چې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستانه څنګه امریکايي ځواکونه وایستل.
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دویمې دورې په پیل کې شریفالله د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني لوري ته د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. دغه عملیات د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) او مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) په همکارۍ ترسره شوي وو.