تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران وايي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه لا هم وروستۍ پایلې ته نه دی رسېدلی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، دغه هېواد لا هم، پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه یوې پایلې ته نه دی رسېدلی.
ښاغلي بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په یوه خبري غونډه کې وویل: "موږ د رسمیت پېژندنې له بحث پرته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې دوام ورکړي او دوام به ورکړو. د رسمیت پېژندنه یوه حقوقي او سیاسي موضوع ده. هر کله چې دې پایلې ته ورسېږو، په دې اړه به لازم تصمیم ونیسو."
هغه زیاته کړه چې دا موضوع باید په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د دوام یا پیاوړتیا خنډ نه شي.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درېیو کلونو کې ایراني چارواکو څو ځله په افغانستان کې د یوه "ټولشموله حکومت" پر جوړېدو ټینګار کړی و؛ هغه موضوع چې کله کله د طالبانو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د تهران د دې شرط او دې پوښتنې په اړه چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو، ایا د دغه شرط د عملي کېدو کومه هیله شته، وویل: "تاسو وینئ چې د ایران او افغانستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې دي. موږ د ډېرو څرګندو دلایلو له مخې، د دوو ګاونډیو، مسلمانو هېوادونو په توګه چې ډېر فرهنګي او تاریخي مشترکات لري، باید وکولای شو چې په خپلو تعاملاتو کې د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسو او هم له موجودو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه ګټه واخلو."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې اترې روانې دي او دغه بهیر به "ډېر وخت ونه نیسي".
ښاغلي بیکدلي له خصوصي ټلویزیوني شبکې طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي وو: "دا چې د رسمیت پېژندنې موضوع به کله ترسره کېږي، په خپل وخت کې به ترسره شي. په دې اړه خبرې اترې روانې دي او زما په اند، ډېر وخت به ونه نیسي."
د ایران سفیر ټینګار کړی و چې د تهران له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او د ایران اسلامي جمهوریت په عملي توګه له طالبانو سره "خپلوانه او ورورولۍ" اړیکې ټینګې کړې دي.
تر اوسه، له روسیې پرته، هېڅ بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی په رسمیت پېژندلی؛ خو ځینو هېوادونو، د ایران او چین په ګډون، له دغه حکومت سره پراخې ډیپلوماټیکې اړیکې او عملي همکارۍ لري.
د ایران او طالبانو د حکومت اړیکې، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېد، په وروستیو کلونو کې په پرلهپسې توګه پراخې شوې دي او ایران اوس د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو یو دی.
امیرخان متقي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، هم په دې وروستیو کې له بيبيسي سره په خبرو کې ایران "یو ښه ګاونډی" بللی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او همدارنګه په نورو برخو کې د اړیکو د ښه کېدو خبر یې ورکړی دی.
خو له دې سره سره، تهران د روان کال د جولای په درېیمه، د ایران د پخواني مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې، په هممهاله توګه د طالبانو د حکومت چارواکو او د هغوی د مخالفانو کوربه و.
په دغو مراسمو کې د طالبانو د حکومت مرستیال لومړي وزیر عبدالغني برادر او د دغه حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و. هممهاله، احمد مسعود او محمد محقق، چې د طالبانو له مخالفو څېرو څخه دي، هم په مراسمو کې حاضر وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د احمد مسعود او محمد محقق د بلنې په غبرګون کې وویل چې دا اقدام یې "ښه کار" ونه باله او زیاته یې کړه چې د طالبانو چارواکو په دې اړه د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره "ګیله" کړې ده.