د مکې تړون: ایا ترکیه، سعودي عربستان او پاکستان 'اسلامي ناټو' جوړولی شي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د "مکې تړون" له لاسلیک کېدو تر یوې اوونۍ ډېره موده تېره شوې ده؛ دا یو ګډ دفاعي تړون دی چې ځینو شنونکو ورته "سني تړون" او یا ان "اسلامي ناټو" نوم ورکړی دی.

ځینو دا تړون ایران او اسرائیلو ته د یوه پیغام په توګه تعبیر کړی، په داسې حال کې چې نور بیا وايي، دا تړون د دغو هېوادونو هغه لېوالتیا څرګندوي چې غواړي په امنیتي برخه کې پر امریکا خپله تکیه کمه کړي.

خو له دې امله چې د دغه تړون بشپړ متن لا تر اوسه په عامه توګه نه دی خپور شوی، اټکلونه او ګومانونه ډېر شوي دي.

د تړون منتقدین استدلال کوي چې د دغو درېیو هېوادونو ملي ګټې، چې قلمرونه یې له بل سره ګډه پوله هم نه لري، له یو بل سره په بشپړه توګه سمون نه خوري. ځینې کارپوهان هم وايي چې د تړون د لیکلي متن نه خپرول جدي پوښتنې راپورته کوي، په ځانګړي ډول دا چې دغه تړون په عملي توګه تر کومې کچې د مخنیوي وړتیا لري.

نو په دې تړون کې په رښتیا څه شی معلوم دی او غبرګونونه ورته څنګه وو؟

دلته هغه څه چې تر اوسه پرې پوهېږو او هغه څه چې لا هم مبهم پاتې دي، څېړو.

اسلامي ناټو؟

د دې هوکړې له مخې، پر هر یوه له دغو درېیو هېوادونو برید به د ټولو درېیو پر وړاندې د برید په معنا وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه ژمنتیا "له تخنیکي پلوه د ناټو د پنځمې مادې په څېر" وبلله؛ یعنې هغه ماده چې د ګډې دفاع اصل بیانوي.

خو شنونکي وايي، تر هغه چې دا تړون په عمل کې نه وي ازمویل شوی- د بېلګې په توګه، که پر سعودي عربستان برید وشي او د پاکستان او ترکیې غبرګون معلوم شي، باید دا د ناټو په څېر د یوه ژمنلیک پر ځای د "ارادې څرګندونه" وبلل شي.

د کادیر هاس پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد پروفیسور سرحت ګوونچ وايي: "تر هغه چې موږ د تړون متن ونه وینو، دا به روښانه نه وي چې په عملي توګه به څنګه پلي کېږي."

ګوونچ وايي، د ناټو پر خلاف چې له اوږدې مودې راهیسې له مالي او پوځي پلوه د امریکا تر نفوذ لاندې ده، دا تړون "د برابرو ترمنځ یو اتحاد" دی.

هغه وايي: "دا هم ښه اړخ لري او هم بد؛ ځکه دوی به ټولې چارې د خبرو اترو له لارې ترسره کوي او په ډېرو مواردو کې به خپل ملي حاکمیت په لومړیتوب کې ساتي."

د اتلانتیک شورا الیسون مینور هم له دې نظر سره موافقه لري.

هغې د بي‌بي‌سي اردو څانګې ته وویل: "د دغو درېیو هېوادونو د بدلېدونکو او په ځینو مواردو کې له یو بل سره متضادو ګټو او ستراتیژیو ته په کتو، ډېره لرې ښکاري چې دا ائتلاف دې وکولای شي د ناټو په څېر د بېلابېلو بحرانونو پر وړاندې یو پراخ، پوځي او په بشپړه توګه یو موټی غبرګون وښيي."

دا چې ایا دغه تړون به په راتلونکې کې په یوه باوري پوځي اتحاد بدل شي که نه، لا هم یوه مهمه پوښتنه ده.

ایا د دې ټلوالې موخه ایران ده؟

ځینې شنونکي د "مکې تړون" د منځني ختیځ د شخړو او د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې په غبرګون کې بولي.

دا حقیقت چې د دغه تړون لاسلیک کوونکي دوه سني هېوادونه چې له ایران سره ګډه پوله لري (یعنې ترکیه او پاکستان) او همدارنګه سعودي عربستان چې د ایران سیمه‌ییز سیال دی، شامل دي، د ځینو کسانو په ځانګړي ډول په ایران کې، د دغه هېواد د محاصرې په موخه د یوه اقدام په توګه تعبیر شوی دی.

خو په ترکیه کې چارواکو ویلي چې د دې تړون بهیر د سیمې د اوسنیو شخړو او ترینګلتیاوو له رامنځته کېدو مخکې پیل شوی و او خبرې اترې یې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې پیل شوې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار هم ټینګار کړی چې دا تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې وویل: "د دې لپاره هېڅ دلیل نشته چې اندېښنه ولرو چې دغه تړون د ایران پر ضد دی." هغه پر ځای وویل چې دا هوکړه د دې نښه ده چې دغه درې هېوادونه "دې پایلې ته رسېدلي چې نور نه شي کولای د امریکا پر امنیتي ژمنو حساب وکړي."

کوم هېوادونه له دې تړون ډېره ګټه اخلي؟

درې واړه هېوادونه له دې هوکړې ګټه اخلي او په ورته وخت کې، هر یو یې دې تړون ته بېلابېل قوتونه او وړتیاوې راوړي.

سعودي عربستان یو ستر اقتصادي ځواک دی چې پراخ مالي امکانات، ډیپلوماټیک نفوذ او د تېلو زېرمې لري؛ خو دغه پاچاهي له هغو مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو اندېښمنه ده چې د ایراني توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو، د حوثیانو د بریدونو او له هغوی سره تړلو په مهمو سمندري مسیرونو کې د ګډوډۍ له امله ورسره مخ ده.

د "استانبول د سیاسي څېړنو انسټیټیوټ" ریکاردو ګاسکو وايي، په لنډ مهال کې ښايي سعودي عربستان له دې تړون څخه تر ټولو زیاته ګټه ترلاسه کړي. د هغه په باور، د "ترکیې د ټکنالوژۍ او د پاکستان د دودیزو پوځي وړتیاوو او ستراتیژیکې تجربې" ترکیب کولای شي اغېزناکې تمامې شي.

ترکیه د ناټو غړې ده او د دغه سازمان له سترو پوځونو یو لري.

دغه هېواد لېواله دی چې هم له جغرافیایي او هم له ډیپلوماټیک پلوه، د ناټو او د منځني ختیځ د هېوادونو ترمنځ د یوه پُل په توګه رول ولوبوي.

ترکیه په دې برخه کې د خپلو صادراتو او دفاعي صنعت لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو امکان ویني.

پاکستان بیا یو پوځي ځواک دی او د دغو درېیو هېوادونو په منځ کې یوازینی اټومي ځواک دی.

دا تړون پر هغو پخوانیو اړیکو او هوکړو ولاړ دی چې له وړاندې موجودې وې.

د "شاه فیصل د اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز" عمر کریم استدلال کوي چې دغه تړون کولای شي په منځني ختیځ کې د پاکستان ځایګی پیاوړی کړي او له سعودي عربستان سره د لا نږدې همکاریو له لارې، اقتصادي او دفاعي ګټې هم ورته ولري.

خو د اتلانتیک شورا د الیسون مینور په وینا، ښايي تر ټولو ستره احتمالي ګټه د دې تړون ډله‌ییز اړخ وي.

هغه وايي، دغه مشارکت درې واړو هېوادونو ته فرصت ورکوي چې یو پیاوړی سیاسي پیغام ولېږي، خپل ډیپلوماټیک وزن زیات کړي او ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي.

د دې ټلوالې راتلونکی جوړښت به څنګه وي؟

"دا څو میلیون ډالري پوښتنه ده".

ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي: "زموږ لیدلوری دا نه دی چې یوازې په دغو درېیو هېوادونو پورې محدود پاتې شو، بلکې [زموږ موخه] دا ده چې لا پراختیا ومومي او، که امکان ولري، ډاډ ترلاسه کړو چې یوه ورځ د سیمې ټول هېوادونه د دې چتر لاندې سره راټول شي."

مصر اوس مهال له سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې سره د یوه غیررسمي څلور اړخیز ائتلاف برخه ده؛ له همدې امله ښايي تمه کېده چې د دغه تړون د غړي په توګه به ورسره یوځای شي.

د دې هوکړې له لاسلیک وروسته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان مصر "طبیعي شریک" وباله او وړاندیز یې وکړ چې دغه هېواد ښايي په پای کې له تړون سره یوځای شي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي هم وویل چې قاهره دغه تړون په "ډېره جدي" توګه ارزوي.

خو د چتم هاوس (د نړیوالو اړیکو رویال انستیتیوت ) د احمد ابودوح په وینا، مصر د عبدالفتاح السیسي د ولسمشرۍ پر مهال په ائتلافونو او بلاکونو کې له یوځای کېدو څخه احتیاط کوي، ځکه وېره لري چې دا کار به له نورو هېوادونو سره د مصر پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

په دې ځانګړې قضیه کې په دغو هېوادونو کې ایران، اسرائیل، متحده عربي امارات، یونان، قبرس او هند شامل دي.

دا هغه خطر دی چې د تړون لاسلیک کوونکي هېوادونه هم پرې پوهېږي؛ ځکه دوی هڅه کوي په داسې سیمه کې خپل ائتلافونه رهبري او مدیریت کړي چې د جګړې له امله په ژوره توګه بدله شوې ده.

دا مقاله د بي‌بي‌سي د ترکي او اردو څانګو د شننو پر بنسټ، د بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې له خوا لیکل شوې ده.