پاکستان وايي، ایران او امریکا یوې احتمالي هوکړې ته نږدې شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بلومبرګ خپرونې د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران او امریکا د یوې داسې هوکړې د ترلاسه کولو په درشل کې دي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له بلومبرګ سره په خبرو کې ویلي چې د وروستیو دوو یا درېیو ورځو نښې نښانې ښيي چې دواړه لوري د سولې د ټینګښت لپاره یوې ''هوکړې یا ترتیباتو'' ته نږدې شوي دي.
ښاغلی اصف وايي:
''وضعیت یو ځل بیا د سولې د یوې هوکړې یا د دواړو خواوو ترمنځ د یوه جوړجاړي پر لور روان دی.''
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې ایران په دې وروستیو کې ویلي وو، له امریکا سره هېڅ رسمي مذاکرات نه دي روان، خو د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله لا هم دوام لري.
بل لور د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د لیدنو کتنو لپاره تهران ته روان شوی دی.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د رسمي منځګړي په توګه رول لري او د تهران او اسلام اباد چارواکي په منظم ډول له یو بل سره لیدنې او خبرې کوي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني تېره میاشت پاکستان ته سفر کړی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله خبرې کړې وې.
پاکستان په دا وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون یو شمېر ایراني چارواکي خپل هېواد ته د سفر لپاره بللي دي، خو تر اوسه د دې سفر لپاره کومه رسمي نېټه نه ده اعلان شوې.
تېره ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، اسحاق ډار د پاکستان، سعودي عرب او ترکیې ترمنځ د وروستي لاسلیک شوي 'مکې ګډ دفاعي تړون' مهم ټکي له خپل ایراني سیال سره شریک کړل.
بیان کې ویل شوي، د خبرو په ترڅ کې اسحاق ډار د دې تړون د هغو موخو په اړه وضاحت ورکړ چې د ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت له هڅو سره تړاو لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، عباس عراقچي د تړون د جزیاتو له شریکولو وروسته له اسحاق ډار څخه مننه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې ''دواړو مشرانو د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو هم خبرې وکړې، او په ځانګړي ډول یې د سیمه ییز وضعیت بدلونونو او د سولې او ثبات د پیاوړتیا پر لارو چارو تمرکز وکړ.''

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د فرانسې خبري اژانس: بابالمندب ته نږدې پر باروړونکې بېړۍ برید حوثیانو کړی
بل لور د بابالمندب تنګي ته نږدې پر یوې سوداګریزې باروړونکې بېړۍ د شوي برید موضوع لا هم د رسنیو د پام وړ ده. د فرانسې (اې ایف پي) خبري اژانس د یمن ساحلي ګارد د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه بېړۍ د سره سمندرګي ته د ننوتو په سیمه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي وسله والو تر برید لاندې راغلې ده.
سرچینې ویلي:
"موږ وکولای شول د بېړۍ نور عمله وژغورو."
د فرانسې خبري اژانس د یوې بلې سرچینې له قوله هم ویلي چې دغه پېښه تائید شوې ده او بېړۍ د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو ځل بیا د بل برید هدف وګرځېده.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې په یمن کې د څو کلنې اوربند فضا، چې د حوثیانو او د سعودي عرب په ملاتړ د یمن د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت ترمنځ روانه وه، په وروستیو کې له منځه تللې ده.
راپورونه ښيي چې دا وضعیت د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره هممهاله نور هم ترینګلی شوی دی.
یوې برېتانوي د سمندري امنیت یوه برېتانوي شرکت وویل، د باب المندب تنګي ته نږدې، د یمن د سویلي ساحلونو په اوبو کې پر یوې باروړونکې بېړۍ د شوي برید له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د وېنګارډ (Vanguard) په نوم شرکت وايي، وژل شوي کسان د بېړۍ د عملې غړي وو چې یو یې د پاکستان تبعه او بل یې د اندونیزیا تبعه و.
د راپور له مخې، څلور نور کسان هم ټپیان شوي دي چې په هغوی کې درې پاکستانیان او یو اندونیزیایی شامل دي.
دغه شرکت دغه راز ویلي:
"د برید له رامنځته کېدو وروسته د یمن سمندري ځواکونو د بېړۍ مرستې لپاره عملیات پیل کړل، خو د ډزو هدف وګرځېدل، چې له امله یې یو بل کس هم وژل شوی یا ټپي شوی دی."



















