په امریکا کې د یوې بي-۵۲ ډولې جنګي الوتکې غورځېدل

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا متحده ایالاتو د هوايي ځواک یو بي-۵۲ ډوله الوتکه د سویلي کليفورنیا له اېډورډز هوايي اډې نه له الوت سملاسي وروسته راپرېوته او ویجاړه شوه، چې له امله یې اته تنه مړه شوي دي.

دا پېښه د دوشنبې پر ورځ له ځایي وخت سره سم د سهار په ۱۱:۲۰ بجې داسې حال کې رامنځته شوه، چې الوتکه د معمول ازمایښتي الوت لپاره پورته شوه.

له پېښې وروسته د تور لوګي یو لوی لوخړه اسمان ته پورته شوه، چې له لېرې واټنونو هم ښکاره.

ډګروال جېمز هېیز خبریالانو ته وویل:

''نن په اېډورډز هوايي اډه کې یوه ډېره غمجنه پېښه رامنځته شوه او موږ اته ستر امریکایان له لاسه ورکړل، چې پکې پوځي پرسونل، ملکي دولتي کارکوونکي او دولتي قراردادیان شامل وو.''

هېیز وویل، د مړو شویو کسانو کورنیو ته خبر ورکول کېږي او له ۲۴ ساعتونو وروسته به د هغوی نومونه اعلان شي.

هغه زیاته کړه چې پېښه د اېډورډز هوايي اډې په ځغاستلیکه کې رامنځته شوې او د هوايي ډګر فعالیتونه په موقت ډول ځنډول شوي دي.

د هغه په وینا، بي-۵۲ ډوله الوتکه د اډې د راډار عصري کېدو په پروګرام کې مرسته کوله او له الوتنې سملاسي وروسته ولوېده او اور یې واخیست.

هېیز وویل، د پېښې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم او دا به یوازې له تحقیقاتو وروسته څرګند شي، چې کېدای شي تر ۳۰ ورځو پورې موده ونیسي، او لا ډېر تفصیلي څېړنې ښايي تر شپږو میاشتو زیات وخت ته اړتیا ولري.

بوئنګ په یوه جلا اعلامیه کې تائید کړه چې د دوی دوه کارکوونکي هم د الوتکې په سپرلیو کې شامل وو او په وینا یې، شرکت د هغوی له کورنیو سره اړیکه نیولې ده.

د هوايي صنعت دې لوی شرکت د بي بي سي له لوري د اړیکې نیولو پر مهال له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

د کلیفورنیا والي، ګاوېن نیوزوم، دا پېښه ''یوه غمجنه پېښه'' وبلله او پر ایکس یوه پیغام کې یې د قربانیانو له کورنیو او د اېډورډز هوايي اډې له کارکوونکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

په تصویرونو کې هغه سوځېدلی ځای لیدل کېږي، چې پېښه پکې رامنځته شوه او لوګي ترې پورته کېږي.

د یادې هوايي اډې مسوولین دغه ځای ته روانې الوتنې نورو هوايي ډګرونو ته استولې او ''تر بلې خبرتیا پورې'' پورې یې پلان شوې غونډې ځنډولې دي، چې په وینا یې وکولای شي په بشپړه توګه پر بېړني غبرګون تمرکز وکړي.

د بوئنګ بي-۵۲ سټراټو فورټرس (Stratofortress) الوتکه له ۱۹۵۰مو کلونو راهیسې د امریکا د پوځ لخوا کارول کېږي.

دې ته ''بَف'' (Buff) لقب ورکړل شوی، چې یوه برخه یې د "ستره، بدرنګه، چاغه" لنډه بڼه ده.

بي-۵۲ یوه اوږد واټن وهونکې ستراتیژیکه جنګي الوتکه ده چې د امریکا، اسرائیلو او ایران په جګړه کې یې هم په بریدونو کې برخه اخیستې ده.

دا الوتکه کولای شي تر ۵۰ زره فوټه لوړوالي پورې الوتنه وکړي، په داسې حال کې چې سوداګریزې الوتکې شاوخوا ۳۵ زره فوټه لوړ الوت کوي.

دغه ستره جنګي الوتکه کولی شي تر ۷۰ زره پونډه (۳۲ زره کیلوګرامه) بار ولېږدوي، چې پکې په سلګونو دودیز بمونه او ۳۲ اټومي کروز توغندي هم شامل کېدای شي.

دا الوتکه د الوتنې پر مهال هم سون توکي اخیستلای شي، چې له امله یې د برید واټن نژدې نامحدود کېدای شي. په هغه دوره کې چې د متقابلې بشپړې ویجاړۍ مفکوره موجوده وه،

همدې وړتیا د سړې جګړې پر مهال د امریکا لپاره یو ''اټومي چتر'' رامنځته کړی و.

په عمومي ډول، دغه ډول الوتکې پنځه کسیزه عمله لري، چې د الوتکې قوماندان، پیلوټ، راداري نیویګټر یا لارښود، نیویګټر او د الکترونیکي جګړې افسر پکې شامل وي.