تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وحید صابري مړینه؛ یوه نسل ته ګران هنرمند چې ناڅاپه په یوازیتوب کې مړ شو
- Author, خلیل نوری
- دنده, بیبیسی
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د افغانستان نامتو او د ډېرو خلکو د خوښې وړ سندرغاړی وحید صابري د شنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل کور کې ومړ.
ښاغلی صابري د زړه له ناروغۍ کړېده.
په ازبکستان کې د مېشتو افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني بيبيسي ته ویلي، چې د ښاغلي صابري مړی دا مهال په عدلي طب کې دی.
ښاغلي رحماني ویلي چې صابري له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په تاشکند کې یوازې ژوند کاوه.
ټاکل شوې ده، چې د ښاغلي صابري جنازه د کورنۍ په غوښتنه یې د نومبر په ۲۴مه د سېشنبې په ورځ په یاد ښار کې خاورو ته وسپارلی شي.
د دې نومیالي هنرمند مړینې د ګڼو افغانانو ترمنځ د خواشینۍ او ځور احساسات راپارولي دي.
ډېرو کسانو د هغه پر مړینه خپله ناباوري څرګنده کړې او لیکلي یې دي، چې هغه د یوه نسل پیاوړی او له خاطرو ډک غږ و.
د صابري په یوازیتوب کې له ژوند سره مخه ښه د هغه مشهوره سندره "څنګه باور وکړم، چې د یوازیتوب غم دی" د مینه والو په ذهنونو کې راژوندۍ کړې او هغوی یې د غم پر ټغر کښېنولي دي.
وحید صابري د خپلو مشهورو سندرو له امله، په ځانګړي ډول د افغانستان د شپېتمې لسیزې (۱۳۶۰) او له هغې وروسته زېږېدلو نسلونو ترمنځ، ډېر محبوبیت درلود.
وحید صابري څنګه د خلکو محبوب هنرمند شو؟
وحید صابري په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د کابل په ده افغانانو سیمه کې زېږېدلی و.
هغه د حبیبیې له عالي لېسې فارغ شوی و او خپلې لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د روسي ژبې او ادبیاتو په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې بشپړې کړې وې.
ښاغلي صابري په ۲۰۱۹ کال کې له هشت صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو، چې د سدوزیو له قومه دی او اصلاً د کندهار اوسېدونکی دی.
د وحید صابري لومړنۍ سندره په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د افغانستان د ملي ټلوېزیون له لارې خپره شوه.
دې سندرغاړي خپل هنري فعالیت د "کابل ډلې " په چوکاټ کې د جاز او ډرم په غږولو پیل کړ او د یوې مودې لپاره د "باران ډلې " غړی هم و.
نوموړی وتوانېد، چې لسګونه سندرې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په آرشیف کې ثبت کړي.
هغه په ورته وخت کې ورزشکار هم و.
په کابل کې د اوسېدو پر مهال یې د افغانستان د ازادو کلبونو ترمنځ د سوکوهنې په سیالیو کې د اتلولۍ لقب ګټلی و.
صابري یو کال په دولتي راډیو ټلوېزیون کې کار وکړ، وروسته عسکرۍ ته ولاړ او له هغې وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شو.
وحید صابري پنځه کاله وړاندې له له هارون یوسفي سره د ۱۹ سټوډیو په یوه مرکه کې ویلي و، چې په ۱۹۹۱ کال کې د یوه کنسرت د ترسره کولو لپاره تاجکستان ته لاړ.
وروسته ازبکستان ته لاړ او د ډاکټر نجیبالله د حکومت له سقوط او په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال بېرته تاجکستان ته ستون شو. ورپسې تر ۱۹۹۳ کال پورې په مسکو کې پاتې شو.
تر اوسه د وحید صابري لسګونه ویډیويي سندرې او البومونه بازار ته وړاندې شوي دي، چې څلور البومونه یې د "تقدیر "، "بامیان "، "وطنم کو " او "اندک اندک " په نومونو په هند کې جوړ شوي دي.
"د یوه نسل غږ "؛ د وحید صابري د مړینې په اړه غبرګونونه
نامتو افغان هنرمند او د "باران ډلې " مخکښ غړی فرهاد دریا له وحید صابري سره د خپلې یوې ګډې انځوریزې خاطرې په خپرولو سره، چې د اخیستلو وخت یې نه دی څرګند شوی، لیکلي دي:
"زما اوښکې د باران د څاڅکو په څېر دي... وحیده... وحیده... خبرې مې پای ته ورسېدې. یوازې وحید... وحید "...
د افغانستان د موسیقۍ استاد وحید قاسمي د وحید صابري مړینه د افغانستان د هنري ټولنې او د هنر او موسیقۍ د مینهوالو لپاره یوه ستره ضایعه او نه زغمل کېدونکی غم بللی دی.
ښاغلي قاسمي ویلي دي:
"څومره تریخ او دردناک دی، چې داسې مهربان او ګران انسان د خپل ژوند وروستۍ شېبې په پردېسۍ او یوازیتوب کې تېرې کړې. "
وجیهه رستګار بيبيسي ته ویلي، چې د افغانستان د یوه پېژندل شوي هنرمند د ناڅاپي مړینې خبر ورته ډېر ټکان ورکوونکی و.
مېرمن رستګار وايي:
"د دې تریخ خبر منل راته سخت وو. موږ نږدې د یوه نسل وو؛ هغه نسل، چې په سختو ورځو کې مو په داسې خاوره کې سندرې ویلې، چې له دردونو او کړاوونو ډکه وه. کله ناکله به په ګډو پروګرامونو او کنسرتونو کې هم یوځای سندرې ویلې. د هغو ورځو خاطرې، پېژندګلوي او ګاونډیتوب مې تل په یاد دي. "
افغان سندرغاړي جواد غازي ار لیکلي دي:
"څومره ژر ماښام شو د ده تلپاتې غږ او څومره خواشینوونکې ده، چې زمانه تر ټولو ښکلي غږونه تر ټولو تریخو چوپتیاوو بدلوي. "
د افغانستان لیکوال او شاعر ډاکټر سمیع حامد لیکلي، چې وحید صابري "زموږ د باراني او لمرینو خاطرو یوه برخه وه او ده! "
د پښتو ژبې نومیالي لیکوال او شاعر باري جهاني په خپله فېسبوک لیکلي: " زما دا غزل:
خمار مې نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي
ساقي راته آشنا دی خو جامونه بېګانه دي
چې وحید صابري ورته کمپوز جوړ کړی او په خپل غږ یې ویلې وه، هېڅ بل هنرمند ونه شو کولای چې د وحید صابري په څېر یې له سوز او درد څخه ډک غږ کې ووايي. "
د پښتو ژبې سندرغاړي جاوېد امیرخېل لیکلي، چې غوښتل یې د وحید صابري سندره "ابرها اگر ببارد " په جرمني کې په خپل راتلونکي کنسرت کې د هغه د مینې او درناوي د یوې کوچنۍ نښې په توګه اجرا کړي، خو مخکې له دې چې دا کار وکړي، د هغه له مړینې خبر شو.
ښاغلي امیرخېل لیکلي دي:
"ځینې انسانان له دې نړۍ سترګې پټوي، خو هنر، غږ او خاطرې یې د تل لپاره د خلکو په زړونو کې ژوندي پاتې کېږي. "
مارشال عبدالرشید دوستم په فېسبوک کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي دي:
"وحید صابري د کلونو په اوږدو کې د هېواد د کلتور په برخه کې ارزښتناک او تلپاتې خدمتونه کړي وو او د افغانستان د خلکو ترمنځ یې ځانګړی مقام درلود."
ښاغلي دوستم زیاته کړې ده:
"بې له شکه، د داسې یوه فرهنګي او انساني شخصیت له لاسه ورکول د هېواد د فرهنګي ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه ده. "
د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم په اېکس لیکلي دي:
"وحید صابري لوی زړه، رسا غږ او له وطن سره له مینې ډک روح درلود. "
افغان سینماګر انجنیر لطیف احمدي وايي:
"وحید صابري یوازې یو سندرغاړی نه و؛ هغه د یوه نسل غږ و، زموږ د خاطرو غږ و. "
د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند وحید عمر لیکلي دي:
"هر څوک چې زما د عمر وي او په کابل یا د افغانستان په کوم بل ښار کې لوی شوی وي، د وحید صابري غږ او څېره یې له ژوند سره تړلې ده. د "لالا ګادیوان" او "سبزینه رنګ" له سندرو نیولې، بیا د "دو موجود ز هستی گرامیتر است" تر سندرې پورې، دا ټولې سندرې زموږ د نسل د ماشومتوب او ځوانۍ د خاطرو برخه دي."