د پانقراس سرطان د درملنې لپاره نوې هیلې

    • Author, میشل رابرټز
    • دنده, بي بي سي کې د ډیجیټل روغتیا برخه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

کارپوهان د پانقراس د سرطان د درملنې په برخه کې دغه پرمختګ په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي.

داسې ښکاري، چې هره ورځ د یوې ګولۍ خوړل د هغو ناروغانو په بدن کې، چې د سرطان له تر ټولو وژونکو او د درملنې له سختو ډولونو له یوه سره یې لاس او ګریوان وي، د همدغو کسانو تومورونه کوچني کولای شي او ان ښايي په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.

په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې، د هغو ناروغانو له ډلې چې داراکسونراسیب یې له کیموتراپۍ سره یوځای ترلاسه کړي وو، د هرو ۱۲ کسانو له شمېرې د یوه ناروغ سرطان په سکنونو کې نور د تشخیص وړ نه و.

په نږدې ټولو ۶۱ ګډونوالو کې، چې په دې وروستیو کې د پانقراس په پرمختللي سرطان اخته شوي وو او سرطان یې د بدن نورو برخو ته هم خپور شوی و، د تومورونو وده ودرېده.

خو ډاکټران ټینګار کوي، چې لا هم څرګنده نه ده، دغه درملنه به تر کومې مودې پورې ناروغي تر کنټرول لاندې ساتلای شي، او باید دې ته د سرطان د قطعي درملنې په سترګه ونه کتل شي.

بې سارې هیله بښونکې پایلې

بریتانیا کې د سرطان د څېړنو مؤسسې (Cancer Research UK) دغه لاسته راوړنه د پانقراس د سرطان د ناروغانو لپاره په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو ستر پرمختګ بللی دی.

د دې خیریه بنسټ ډاکټر سم ګادفري له بي‌ بي سي نیوز سره په خبرو کې وویل، چې دغه پایلې په رښتیا هم ډېرې هیجان‌انګېزې دي.

هغه وویل: "دې نوې درملنې دا کار کړی، چې د هغو هدفونو د په نښه کولو لپاره یې یوه لاره موندلې ده، چې پخوا د درملنې وړ نه ګڼل کېدل.موږ بالاخره د پانقراس د سرطان په برخه کې د هغه پرمختګ شاهدان یو، چې له ډېرې مودې راهیسې مو ورته سترګې په لار وو. "

د پانقراس د سرطان درملنه ډېره ستونزمنه ده او په بریتانیا کې د سرطان د ټولو عامو ډولونو په منځ کې د ژوندي پاتې کېدو تر ټولو ټیټه کچه لري.

که څه هم کیموتراپي کولای شي تومورونه تر یوه حده کوچني کړي، خو سرطان ډېری وخت بېرته وده کوي.

د دې ناروغۍ په پرمختللي پړاو اخته ډېری ناروغان یوازې څو میاشتې ژوند کوي، نه څو کاله.

ډاکټران هیله لري، چې دغه نوې درملنه به ناروغانو ته د ژوند کولو لپاره ډېر وخت ورکړي، ان که ونه شي کولای، چې سرطان د تل لپاره له منځه یوسي.

په دې څېړنه کې ناروغان په منځني ډول د یو نیم کال لپاره تر څارنې لاندې وو او په دې موده کې د ځینو ناروغانو سرطان بېرته راونه ګرځېد.

د دې لپاره، چې معلومه شي ایا د دغو ناروغانو سرطان د ښه کېدو او لنډمهاله ورکېدو پړاو ته داخلېدای شي او که نه، او که داخلېږي نو دغه حالت به څومره دوام وکړي، لا زیاتو اوږدمهالو څېړنو ته اړتیا ده.

د دې کلینیکي ازموینې په لومړي او دویم پړاو کې لاندې پایلې ترلاسه شوې:

په ۹۰ سلنه ناروغانو کې د تومورونو وده ودرېده.

له ۶۰ سلنې په لږ څه زیاتو ناروغانو کې تومورونه کوچني شول یا په بشپړه توګه له منځه ولاړل.

په نږدې ۸ سلنه ناروغانو کې، یعنې د هرو ۱۲ کسانو له ډلې په یوه کې، تومورونه د سي ټي سکن په انځورونو کې تر نور لاندې د تشخیص وړ نه وو.

اوږد ژوند او د ناروغۍ ښه کنټرول

ډاکټر وونګ‌ کي پارک، چې د امریکا د "میموریل سلون کېټرېنګ " د سرطان له مرکز څخه دی او په دې څېړنیزه ازموینه کې ونډه لري او ویلي دي، چې تر اوسه ترلاسه شوې پایلې ډېرې هیله‌بښونکې دي.

هغه وویل: " موږ نه یوازې دا وینو، چې د تومورونو د درملنې پر وړاندې د ځواب ویلو کچه لوړه شوې ده، بلکې د درملنې اغېز هم ژور شوی او د ناروغۍ د کنټرول موده نږدې دوه برابره شوې ده. دا پرمختګ ښايي په پای کې د ناروغانو د ژوند د مودې د اوږدېدو لامل شي. "

داراکسونراسیب د مخنیوي یوه هدفمنده درملنه ده، چې مخکې یې په امریکا کې رسمي منظوري ترلاسه کړې ده.

دغه درمل له ځانګړو جنیټیکي بدلونونو سره نښلي، چې د آر اې اېس (RAS) په نوم یادېږي.

دغه بدلونونه د پانقراس په ډېری سرطانونو کې شتون لري او د تومورونو د ودې لامل کېږي.

دا درمل د دغو بدلونونو د فعالیت په غیر فعالولو کې مرسته کوي.

د سرطان لسګونه نور ډولونه، د سږو او تخمدان سرطان په ګډون، هم ورته جنیټیکي بدلونونه لرلای شي.

دا په دې معنا ده، چې ښايي دغه درمل د ډېرو نورو ناروغانو په درملنه کې هم مرسته وکړي.

ډاکټر ګادفري وویل: "هیله لرم، چې د پانقراس په سرطان کې لومړنۍ بریا چې موږ یې شاهدان یو، د سرطان نورو ډولونو ته هم وغځېږي. "

هغه ټینګار وکړ، چې لا ډېرو څېړنو او د اوږدې مودې پایلو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل: "سرطان بېرته راګرځېدای شي، او که څه هم په سکنونو کې یې هېڅ نښه ونه لیدل شي، خو تر هغه چې ډېر وخت تېر شوی نه وي، تاسو په بشپړ ډاډ نه شئ ویلای چې له سرطان څخه په بشپړه توګه روغ شوي یاست. "

پروفیسورې النا ګارالدا، چې د سرطان په اړه د یوې اروپايي علمي غونډې، د

(EORTC–NCI– AACR) د ۲۰۲۶ کال سمپوزیم مشري کوي، او په دې غونډه کې دغه موندنې د نورو ساینسپوهانو او ډاکټرانو په وړاندې وړاندې کېږي، وویل:

"دا پایلې ځکه ډېرې هیله بښونکې او د پام وړ دي، چې ښيي ګډه درملنه کولای شي په بالقوه توګه د ناروغانو د ټولیزې بقا کچه په څرګند ډول لوړه کړي او همدارنګه هغه موده اوږده کړي، چې تومورونه بېرته ودې ته پیل کوي. "

د پانقراس سرطان په امریکا کې د ټولو سرطانونو شاوخوا ۳ سلنه جوړوي او د سرطان له امله د ټولو مړینو نږدې ۸ سلنه ورپورې تړاو لري.

دغه ناروغي هر کال شاوخوا ۵۳ زره کسان وژني.

د بریتانیا د سرطان د څېړنو د مؤسسې (Cancer Research UK) د معلوماتو له مخې، په بریتانیا کې هر کال شاوخوا ۱۱ زره او ۵۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته تشخیص کېږي او نږدې ۱۰ زره او ۲۰۰ کسان یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نامتو لوبغاړی الان ریکمن (Alan Rickman) په ۲۰۱۶ کال کې، د دې ناروغۍ له تشخیص څخه پنځه میاشتې وروسته، د همدې سرطان له امله ومړ.

د دې ناروغۍ نښې او علایم کېدای شي په لاندې ډول وي:

  • د پوستکي او سترګو ژېړېدل (ژېړی).
  • د پوستکي خارښت.
  • د ادرار د رنګ تیاره کېدل.
  • د غایطه موادو د رنګ پیکه کېدل.
  • له کوم څرګند لامل پرته د وزن کمېدل.
  • ستړیا او بې‌حالي.
  • لوړه تبه.