ملګري ملتونه: نږدې ۱۶ میلیونه افغانان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوراکي ناامنۍ له تر ټولو سخت پړاو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې له دغو کسانو ۳.۴ میلیونه تنه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور دغه راز خبرداری ورکوي چې په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکو او کم‌ وزنه ماشومانو شمېر تر بل هر وخت لوړ شوی دی.

د یونېسف په وینا، له هغو ۱.۳ میلیونه ماشومانو څخه چې د خوارځواکۍ له پلوه ارزول شوي، له ۱۰۷ زرو ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او روغتیايي خطرونو له امله بستر شوي دي.

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۹۴۲ زره ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، باید تر درملنې لاندې ونیول شي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، ۱۴.۴ میلیونه کسان بشري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

یونیسف په خپل ۱۰۰ مخیز راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. دغه سازمان د ۲۰۲۶ کال لپاره ۹۴۹ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې یوازې ۴۸ سلنه تمویل شوې ده.

راپور زیاتوي چې د افغانستان عامه روغتیا له جدي ګواښونو سره مخ ده، چې د پولیو ناروغۍ خپرېدل یې له مهمو ننګونو څخه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په وینا، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

یونیسف دغه راز ویلي چې له ایران او پاکستانه د لسګونو زرو کډوالو پرلپسې ستنېدنه پر بشري خدمتونو او مرستو لا زیات فشار واردوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱.۳ میلیونه کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.