تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بحرین کې بریدونه؛ سپاه پاسداران وايي د امریکا اډې یې په نښه کړې
د بحرین کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایران لخوا دغه هېواد کې له برید وروسته په صنعتي تاسیساتو کې اور لګېدلی، خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې.
د دغه وزارت په وینا د ملکي دفاع ځواکونو اور ژر کنټرول او وژلی دی. بحریني چارواکو د دغو تاسیساتو د ځای او نوعیت په اړه نور جزییات نه دي شریک کړي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په یوه ګډ برید کې یې په بحرین کې د امریکا نظامي اهداف او الرفاع او العوالي پوځي اډې په نښه کړې دي.
سپا پاسداران په یوه اعلامیه کې چې ایرنا دولتي خبري اژانس خپره کړې، ویلي، دغه برید "د ایران له هوايي حریمه د پرلهپسې سرغړونې او تېریو" په غبرګون کې شوی دی.
رویټرز خبرياژانس وايي، د امریکا پوځ له مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) یې د دغه برید په اړه غبرګون غوښتی، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د امریکا یو شمېر سمندري ځواکونه بحرین کې مېشت دی.
دغه هېواد د روان کال په فبرورۍ کې له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیلېدو راهیسې په وار وار د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو تر برید لاندې راغلی دی.
په دغه کړکېچ کې د فارس خلیج نور عربي هېوادونه هم د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
پر بحرین د دغه تازه برید خبر داسې مهال ورکړ شوی، چې قطر او جرمني له ایرانه غوښتي چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (اېنپيټي) لاسلیک او د خپل اټومي پروګرام د سولهییز ماهیت زبادولو لپاره د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره بشپړه همکاري وکړي.
دا غوښتنې جرمني ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آلثاني د سفر پر مهال یوه خپره شوې اعلامیه کې شوې.
دغو هېوادونو همدا راز هرمز تنګي کې پر د سوداګریزو بېړیو بریدونه هم وغندل.
دوی له ایران دا هم غوښتي، چې د یمن له حوثیانو سره له پوځي همکاریو لاس واخلي.
امریکا کې د ایران جګړې او د پنټاګون بودجې پر سر اختلافات
په امریکا کې د کانګرس دننه د ایران د جګړې او د ډونلډ ټرمپ له خوا دفاع وزارت لپاره د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو اضافي بودجې د غوښتنې پر سر اختلافاتو د کرېسمس تر رخصتیو وړاندې د فدرالي حکومت د تړل کېدو احتمال زیات کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو ګوندونو قانون جوړونکو خبرداری ورکړی چې دا اختلافات ښايي د حکومت د بودجې پر سر د توافق مخه ونیسي.
د امریکا اوسنۍ بودجه د ډسمبر تر ۱۱مې اعتبار او کانګرس د فدرالي ادارو د مالي تمویل پر دوام هوکړې لپاره یوازې شاوخوا درې اوونۍ وخت لري.